هارون حکيمي: د هېواد تاريخي آبدې او فرهنګي ميراثونه د افغانستان د خلکو ملي او مقدسې پانګې دي

farzad_moicgovaf
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۳:۲۲
هارون حکيمي: د هېواد تاريخي آبدې او فرهنګي ميراثونه د افغانستان د خلکو ملي او مقدسې پانګې دي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين هارون حکيمي نن د آغاخان بنسټ د فرهنګي څانګې له رييس سره په غونډه کې د تاريخي آبداتو د پروژو د کار پر ګړندي کولو خبرې وکړې.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې لومړى د آغاخان بنسټ د فرهنګي څانګې رييس اجمل ميوندي په افغانستان کې د دغه بنسټ د فعاليتونو په تېره بيا د تاريخي آبداتو او فرهنګي ميراثونو د ساتنې، ترميم او بيارغاونې د پروژو په اړه معلومات ورکړل.
هغه دغه راز د يوشمېر پروژو په تېره بيا د علم ګنج بڼ (د کابل ماشين خانه) او د کابل بالاحصار پروژې مهمې فرهنګي پروژې يادې کړې او څرګنده يې کړه چې د دغو پروژو د کار زياته برخه بشپړه شوې ده.
وروسته هارون حکيمي د هېواد د تاريخي آبداتو او فرهنګي ميراثونو د ترميم، بيارغاونې او ساتنې په برخه کې د آغاخان بنسټ د فرهنګي برخې د فعاليتونو قدرداني وکړه.
هغه ټينګار وکړ چې د هېواد هغو ساحو ته بايد پاملرنه وشي چې تاريخي آبدو او فرهنګي ميراثونو ته یې پاملرنه نه ده شوې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او هغو بنسټونو ترمنځ چې په فرهنګي برخو کې کار کوي؛ زياته همغږي او همکاري رامنځته شي.
همدارنګه د فرهنګ او هنر معين د تاريخي آبداتو د ترميم، بيارغاونې او ساتنې پروژو د کار بهير پر ګړندي کولو ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې د هېواد تاريخي آبدې او فرهنګي ميراثونه د افغانستان د خلکو ملي او مقدسې پانګې دي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ترڅنګ، د هېواد ټول خلک باید د دغو تاريخي شتمنيو د ساتنې په خاطر هلې ځلې وکړي.

کابل/ د چنګاښ ۷ مه/ باختر

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۷ - ۱۰:۲۰
Background image

ذبیح الله مجاهد: مسوولان و کارکنان وزارت اطلاعات و فرهنگ مانند گذشته به کار شان ادامه بدهند

ذبیح الله مجاهد سخنگوی امارت اسلامی افغانستان و رییس کمیسیون امور فرهنگی، امروز در نشستی، به مسوولان و کارکنان وزارت اطلاعات و فرهنگ، اطمینان داد که مانند گذشته به کار های شان با صداقت. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۱۴
Background image

مسودۀ اساسنامۀ صندوق وجهی حمایت از نویسندگان و شعرا، تایید شد

به ریاست دلاور نظیر زوی  مشاور ارشد حقوقی وزارت اطلاعات و فرهنگ، امروز نشست کمیسیون تسوید اساسنامۀ صندوق وجهی حمایت از نویسندگان و شعرا، برگزار شد.

به گزارش خبرنگار آژانس باختر؛ در این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۴:۰
Background image

جلسۀ کمیتۀ حفاظت منار جام، برگزار شد

به ریاست هارون حکیمی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ، امروز جلسۀ کمیتۀ حفاظت منار جام، از طریق ویدیو کنفرانس برگزار شد.

به گزارش خبرنگار آژانس باختر؛ این جلسه با حضور عبدالاحد. . .

BACK TO NEWS