د قندهار مشهور سندرغاړي سید سرورآغا پر مړینې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهیر د خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام
په خواشینۍ مې خبر ترلاسه کړ چې د قندهار مشهور سندرغاړي سید سرورآغا نن د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.
ارواښاد سید سرورآغا له همغې ځوانۍ د موسیقۍ هنر ته مخه کړه او په دغه ډګر کې ښه وځلېد، د شهرت او محبوبیت خاوند شو. د ده مړینه د موسیقۍ په برخه کې یوه ضایعه ده.
زه د لوی خدای (ج) له درباره ارواښاد ته د فردوس جنت او د ده کورنۍ، خپلوانو او مینه والو ته د صبر او زغم هیله کوم.
کابل/ د چنګاښ ۵ مه/ باختر
