په بیجینګ کې د افغانستان په سفارت کې فرهنګي خونه پرانیستل شوه

farzad_moicgovaf
جمعه ۱۴۰۰/۴/۴ - ۱۰:۳۱
په بیجینګ کې د افغانستان په سفارت کې فرهنګي خونه پرانیستل شوه

د چین په پلازمېنه بیجینګ کې د افغانستان اسلامی جمهوري دولت په سفارت کې وړمه ورځ د ځانګړیو مراسمو په ترڅ کې د افغانستان فرهنګي خونه پرانیستل شوه.

د فرهنګي خونې د پرانیستو په مراسمو کې په چین د افغانستان لوی سفیر جاوېد قایم او د سفارت نورو کارکوونکیو، د چین لوړپوړیو حکومتي چارواکیو، د شانګهای همکاریو سازمان سکرتر جنرال ولادیمیر نوروف، په چین کې مېشتو یو شمېر بهرنیو سفیرانو او نورو ديپلوماتانو او همدارنګه افغان سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر دغو مراسمو ته په استولي پیغام کې د افغانستان د فرهنګي خونې پرانیستل، د هېواد د فرهنګ د معرفي کولو لپاره یو غوره نوښت او اقدام بللی دی او ټینګار یې کړی دی چې دا خونه به د افغانستان د بډای فرهنګ په ښه معرفی کولو کې او دغه راز د افغانستان او چین د کلتوري اړیکو په لا نږدې کولو او پراخولو کې رغند نقش ولوبوي.

په بیجینګ کې د افغانستان سفیر جاوېد قایم هم په دغو مراسمو کې وینا وکړه او د فرهنګي خونې د اړتیا، ارزښت، نقش او منځپانګې په اړه یې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

جاوېد قایم باختر آژانس ته په ځانګړې مرکه کې وویل: له بده مرغه، د نورو هېوادونو په څېر په چین کې هم د افغانستان په اړه ذهنیت او تصور د جګړې او نورو ناخوالو ذهنیت او تصور دی. موږ وپتییله چې دا منفي ذهنیت او تصور واړوو او د چین خلکو ته د  افغانستان اصیل او رښتینی کلتور، د بودایي پېر په ګډون د افغانستان ستر فرهنګي میراث او آثار،  وروپېژنو؛ نو ځکه مو پرېکړه وکړه چې دا فرهنګي خونه جوړه کړو.

سفیر زیاته کړه چې په دې فرهنګي خونه کې د افغانستان او چین ترمنځ تاریخي اړیکو ته ځانګړې پاملرنه شوېده او هغه اسناد او عکسونه ننداري ته اېښودل شوي دي چې د دغو تاریخي اړیکو ښکارندويي کوي. د بېلګې په توګه احمدشاه بابا د چین د هغه مهال  واکمن ته د دوستۍ د ښه نیت په موخه آسونه د ډالۍ په توګه استولي وو. د دواړو هېوادونو د اړیکو  تاریخي بهیر د عکسونو په بڼه نندارې ته اېښودل  شوی دی. همدارنګه د افغانانو د تاریخي مبارزو او کارنامو عکسونه هم نندارې ته وړاندې شوي دي.

د خونې یوه برخه د افغانستان مشهورو لیکوالو، شاعرانو، پوهانو او نورو سترو شخصیتونو او د هغوی آثارو ته ځانګړې شوېده.  همدارنګه یو شمېر تابلوګانې هم شته چې د افغانستان د نقاشۍ هنر ښکارندویي کوي. دغه راز د افغانستان قیمتي کاڼي لکه لاجورد او رخام هم نندارې ته اېښودل شوي دي. د افغانستان د ملي جامو او نورو لاسي صنایعو برخه هم  ډېره زړه راښکونکې ده. د خونې په یوه برخه کې یوه کوچنۍ سینما هم په پام کې  نیول شوېده چې هلته به د افغانستان په اړه فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي.

جاوېد قایم زیاته کړه چې دا خونه به تل پرانیستې وي او ډېر تمرکز به پر دې وي چې د یو منظم مهالوېش له مخې د چین د بېلابېلو پوهنتونو محصلین، د ښوونځیو زده کوونکي او نور راوغوښتل شي چې دا فرهنګي خونه وګوري او د افغانستان له کتلور سره بلد شي. د سفیر په وینا د دغې خونې په جوړولو کې په چین کې  مېشتو افغان سوداګرو هم مرسته کړېده او یو شمېر آثار  یې خونې ته ډالۍ کړي دي.

کابل/ د چنګاښ ۴ مه/ باختر

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۷ - ۱۰:۲۰
Background image

ذبیح الله مجاهد: مسوولان و کارکنان وزارت اطلاعات و فرهنگ مانند گذشته به کار شان ادامه بدهند

ذبیح الله مجاهد سخنگوی امارت اسلامی افغانستان و رییس کمیسیون امور فرهنگی، امروز در نشستی، به مسوولان و کارکنان وزارت اطلاعات و فرهنگ، اطمینان داد که مانند گذشته به کار های شان با صداقت. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۱۴
Background image

مسودۀ اساسنامۀ صندوق وجهی حمایت از نویسندگان و شعرا، تایید شد

به ریاست دلاور نظیر زوی  مشاور ارشد حقوقی وزارت اطلاعات و فرهنگ، امروز نشست کمیسیون تسوید اساسنامۀ صندوق وجهی حمایت از نویسندگان و شعرا، برگزار شد.

به گزارش خبرنگار آژانس باختر؛ در این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۴:۰
Background image

جلسۀ کمیتۀ حفاظت منار جام، برگزار شد

به ریاست هارون حکیمی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ، امروز جلسۀ کمیتۀ حفاظت منار جام، از طریق ویدیو کنفرانس برگزار شد.

به گزارش خبرنگار آژانس باختر؛ این جلسه با حضور عبدالاحد. . .

BACK TO NEWS