د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي میراثونو او تاریخي آبدو ساتنې ته اندېښمن دی

farzad_moicgovaf
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۱:۵۰
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي میراثونو او تاریخي آبدو ساتنې ته اندېښمن دی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین وايي چې په دغو ورستیو کې وسله وال طالبان د هېواد په یو شمېر سیمو کې مېشت شوي او دوی اندېښمن دي چې طالبان د تېر په څېر فرهنګي میراثونه او تاریخي آبدې زیانمنې نه کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر نن د حکومت د رسنیو په مرکز کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې په دغو ورستیو کې په یو شمېر سیمو کې وسله وال طالبان مېشت شوي؛ خو دوی له خلکو غواړي چې د ملي ارزښتونو په ساتنه کې خپل مسوولیت ادا کړي او د فرهنګي میراثونو او تاریخي آبدو ساتنې ته پاملرنه وکړي.

زهیر وویل چې په  تېرو څلورو لسیزو کې فرهنګي میراثونو ته ډېر زیان اوښتی، چې بېلګې یې د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې تر سترګو کېږي؛ خو له دې وروسته دا د هر وګړي دنده ده  چې د ملي ارزښتونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست زیاته کړه چې په هېواد کې له پنځو زرو زیاتې ملموسې تاریخي آبدې شته چې له جملې یې ۳۰۰ رغول شوي، خو دوی اندېښمن دي چې په دې وروستیو کې د جګړو په شدت سره بیا ځل زیانمنې نه شي.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین هارون حکیمي وویل چې د افغانستان د تاریخ په ځانګړي ډول د احمد شاهي تاریخ ډېر فصلونه ښيي چې د دښمن کوم ښار به یې کلا بند کړ، د انسانانو ژوند د  ژغورنې په خاطر به یې د دغه ښار له خلکو سره خپل خواړه شریکول؛ خو نن د افغان ناروغانو د اکسیجن خونه هم د راکټونو ښکار کېږي، چې دا چاره د دښمن ټیټ جنګي اخلاق او ټیټ فرهنګ ښيي.

حکیمي زیاته کړه  چې د افغانستان په جګړه کې د دښمن ستراتيژي افغاني نه ده؛ بلکې د نړېوالو ترهګرو ستراتيژي ده، چې نه اسلامي اړخ لري او نه هم اخلاقي، ځکه چې دغه ستراتيژي یوازې د انسان وژنې لپاره جوړه شوې ده.

د فرهنګ او هنر معین وویل چې فرهنګي میراثونه د ولس ملکیت او پانګه ده او دا هغه ارزښتونه دي چې افغانانو ته د خپل انساني ژوند پېښلیک تشریح کوي.

د حکیمي د څرګندونو له مخې؛ په وروستیو کې ځینې ټولګټي تاسیسات د دښمن لاس ته ورغلي او ځايي خلکو هم پرې لوټمار کړی چې دا د هغه فرهنګ ښکارندویي کوي چې افغاني نه دی.

هغه زیاته کړه  چې د افغانستان ټولې تاریخي آبدې مقدسې دي او د مقدسو ځایونو ساتنه د هر افغان دنده ده.

حکیمي ذهني افراطیت د هنر پر وړاندې ستر ګواښ وباله او پر پروپاګند کوونکو یې غږ وکړ چې د خلکو اذهان خراب نه کړي.

هغه له هر افغانه وغوښتل چې د افغانستان د مالکیت حس وکړي او د فرهنګي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې د دښمن پر وړاندې ودرېږي.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین شیوای شرق وویل  چې د بیان آزادۍ ته ژمن دی؛ خو دا په دې مانا نه ده چې یو شمېر خلک ناسم خبرونه خپاره کړي.

شرق زیاته کړه  چې یو شمېر خلک  کره معلوماتو ته لاسرسی نه لري، خو په مجازي نړۍ کې ناسم معلومات او آوازې خپروي چې د خلکو په زړونو کې وېره پيدا کړي، چې دا چاره د بیان له آزادۍ ناوړه استفاده ده.

هغه زیاته کړه  چې یو شمېر خلک د دې پر ځای چې د نظام ملاتړ وکړي په آوازو یې لاس پورې کړی چې له دې لارې د خلکو مورال کمزوری کړي، هغه په ورته خلکو غږ وکړ چې له پروپاګنده ډډه وکړي.

شرق پر رسنیو او خلکو هم غږ وکړ چې د خپلو ټولګټو پروژو او فرهنګي میراثونو په ساتنه کې عامه پوهاوی وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو په داسې حال کې د فرهنګي میراثونو ساتنې ته اندېښنه ښودلې چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو یو شمېر ټولګتې پروژې په بمونو الوځولې دي.

کابل/ د چنګاښ ۲ مه/ باختر

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۷ - ۱۰:۲۰
Background image

ذبیح الله مجاهد: مسوولان و کارکنان وزارت اطلاعات و فرهنگ مانند گذشته به کار شان ادامه بدهند

ذبیح الله مجاهد سخنگوی امارت اسلامی افغانستان و رییس کمیسیون امور فرهنگی، امروز در نشستی، به مسوولان و کارکنان وزارت اطلاعات و فرهنگ، اطمینان داد که مانند گذشته به کار های شان با صداقت. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۱۴
Background image

مسودۀ اساسنامۀ صندوق وجهی حمایت از نویسندگان و شعرا، تایید شد

به ریاست دلاور نظیر زوی  مشاور ارشد حقوقی وزارت اطلاعات و فرهنگ، امروز نشست کمیسیون تسوید اساسنامۀ صندوق وجهی حمایت از نویسندگان و شعرا، برگزار شد.

به گزارش خبرنگار آژانس باختر؛ در این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۴:۰
Background image

جلسۀ کمیتۀ حفاظت منار جام، برگزار شد

به ریاست هارون حکیمی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ، امروز جلسۀ کمیتۀ حفاظت منار جام، از طریق ویدیو کنفرانس برگزار شد.

به گزارش خبرنگار آژانس باختر؛ این جلسه با حضور عبدالاحد. . .

BACK TO NEWS