هارون حکيمي: د هېواد د فرهنګي ميراثونو ساتنه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لومړيتوبونو څخه ده
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين هارون حکيمي نن د جمهور رييس له سلاکار او په ولسي چارو کې د قندهار ولايت له مرستيال حاجي آغا لالى دستګيري سره په کتنه کې د قندهار د فرهنګي حالت په اړوند خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د جمهوررييس سلاکار او په ولسي چارو کې د قندهار ولايت مرستيال، د قندهار د فرهنګي حالت په اړوند څرګندونې وکړې او د دغه ولايت د تاريخي آبداتو او فرهنګي ميراثونو د ساتنې په برخه کې يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
دغه راز په دې کتنه کې د قندهار د فرهنګي حالت د څېړنې او د طلوع افغان ورځپاڼې د تاسيس د سلمې کاليزې د نمانځنې په خاطر دغه ولايت ته د فرهنګ او هنر د معين د سفر په اړوند هم بحث وشو.
د فرهنګ او هنر معين د هېواد د تاريخي آبداتو او فرهنګي ميراثونو ساتنه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له دندو او لومړيتوبونو څخه وبلله او د دغو ملي شتمنيو د ساتنې په برخه کې يې د خلکو ملاتړ او همکاري مهمه وبلله.
هغه څرګنده کړه چې د احمدشاه بابا له خوا د معاصر افغانستان د تاسيس د نمانځنې او همدارنګه د قندهار ښار د احمدشاهي څېرې د ساتنې او د هغه د کور د ترميم او بيارغاونې په خاطر د چمتووالي په موخه د هېواد د جمهوررييس محمد اشرف غني د لارښوونې د تطبيق هڅې دوام لري.
هارون حکيمي د قندهار د فرهنګي ميراثونو او تاريخي آبداتو د ساتنې په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاملرنې ډاډ ورکړ او ټينګار يې وکړ چې د قندهار د تاريخي آبداتو د پروژو د کارونو او د فرهنګي حالت د څېړنې او ارزونې په موخه به ډېر ژر دغه ولايت ته سفر وکړي.
کابل/ د غبرګولي ۱۸ مه/ باختر