د لوی امپراتور احمد شاه بابا د کور رغنيزې چارې بشپړې او د سېلانيانو پر مخ پرانېستل شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۵:۳۸
..

کندهار کې د لوی امپراتور احمدشاه بابا د کور د لومړي فاز ترميماتي چارې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له داخلي بوديجې څخه د تاريخي آبداتو د ساتنې رياست تر نظر لاندې د ۱۷.۵ ميليونه افغانیو په لګښت د ۱۷ میاشتو په موده کي ترسره شوې، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو د معين مولوي قدرت الله جمال، د تاريخي ابداتو د ساتنې ریاست د رئيس انجيرن حسیب نسيمي،  د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د مسؤلينو او فرهنګي شخصيتونو په حضور کې يې پرانېسته وشوه.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال وویل: خوښ یم چي د افغانانو د افتخار لوی امپراتور احمد شاه بابا د کور د پرانېستي په مراسمو کې ګډون کوم، احمد شاه بابا د لوی فکر خاوند و او اسلامي دود او فرهنګ یې درلود، اطلاعاتو او کلتور وزارت د دې ډول تاریخي ځایونو ساتنې او بیا رغونې ته جدي پاملرنه لري، د هيواد په نورو ولايتونو کي هم ورته تاریخي ابدې رغول شوي او د نورو د رغولو چارې به هم ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې یاد کور د بخارايي سبک له مخې رغول شوی، چي شپږ اساسي اطاقونه، دوه کومکي اطاقونه، دوه منزلونه او یوه زېرخانه لري. 

۱۴۴۷/۷/۱۶ هـ ق

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۴
Background image

برگزاری سیمینار آموزشی تحت عنوان(جلوگیری از انحراف فکری) در هلمند

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت هلمند سیمینار آموزشی تحت عنوان(جلوگیری از انحراف فکری) برای شماری زیادی از جوانان راه‌اندازی کرد.
آمر امور جوانان بیان داشت که امت اسلامی برای صدها سال در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۵۷
Background image

برگزاری نشست مشورتی کمیسیون اصلاح لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات 

نشست مشورتی کمیسیون اصلاح لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ به رهبری مهاجر فراهی معین امور نشرات در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در این نشست، اعضای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۳۶
Background image

تثبیت مکان‌ها برای ساخت موزیم جهادی و منارهای شهداء در لوگر

مکان‌های مناسب برای ساخت موزیم حفظ آثار جهادی و منارهای شهداء در ولایت لوگر مشخص گردید و تلاش‌ها جریان دارد تا کارهای عملی این پروژه نیز به زودی آغاز شود.
مولوی ثواب‌جان اسلام‌یار رییس. . .

BACK TO NEWS