محمد طاهر زهير د بلوڅانو د فرهنګ او د هېواد له نورو بومي فرهنګونو سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هر اړخيز ملاتړ څرګند کړ

farzad_moicgovaf
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۶ - ۱۳:۰
محمد طاهر زهير د بلوڅانو د فرهنګ او د هېواد له نورو بومي فرهنګونو سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هر اړخيز ملاتړ څرګند کړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د بلوڅي فرهنګ د ورځې د درناوي په مراسمو کې چې نن د بلوڅانو دعالي شورا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تالار کې رابللي و، د بلوڅانو له فرهنګ او د هېواد له نورو بومي فرهنګونو سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هر اړخيز ملاتړ څرګند کړ.
د باخترآژانس د خبرله مخې: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په دغو مراسمو کې د هېواد د ميشتو قومونو او ډول ډول فرهنګونو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دى، د افغانستان د اساسي قانون له مخې په دغه هېواد کې د ژوندانه له حق څخه برخمن دي او خپل سياسي او مدني حقوق لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د بلوڅانو د شورا له رييس او له بلوڅو ځوانانو او ليکوالانو وغوښتل چې د دغه قوم د ملموسو او د غيرملموسو اثارو په شريکولو سره د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره همکاري وکړي چې له يوې خوا د هغوى د اثارو د چاپ زمينه برابره شي او له بله پلوه وکولاى شي غيرملموس آثار له دې لارې په يونسکو کې د افغانستان په نامه ثبت کړي.
محمدطاهر زهير د هېواد د کوچنيو ملي فرهنګونو ساتنه ډېره مهمه وبلله او ټينګار يې وکړ دهېواد د اساسي قانون د حکم له مخې، موږ د هر فرهنګ تود هرکلى کوو او د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د هېواد د بومي فرهنګونو هر راز ملاتړ ته چمتو دى.
په دې غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني پيغام هم ولوستل شو چې پکې ويل شوي دي: بلوڅان د دغه هېواد اصلي اوسيدونکي دي او له نورو قومونو سره اوږه په اوږه د هېواد د خپلواکۍ، پت او سرلوړۍ په خاطر هلې ځلې کړې دي او قربانۍ يې ورکړي دي.
د جمهور رييس په پيغام کې ويل شوي دي چې د افغانستان اسلامي جمهوريت ټينګار کوي چې د بلوڅو قوم د نورو قومونو په شان مساوي حقوق لري او د هغوى د فرهنګ د ملاتړ، ساتنې، پرمختګ او ودې په خاطر د اساسي قانون ارزښتونو ته په پاملرنې سره ارزښتناک ګامونه اخيستل شوي دي او په راتلونکې کې به هم په دې لاره کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه شي.
دغه راز د سرحدونو، قومونو او د قبايلو چارو وزير محب الله صميم، د بلوڅانو د شورا رييس نظام الدين فطرت، د افغانستان د قومونو د شورا رييس محمد هاشم وهاج ، رحمت الله بيژن پور، محمد يعقوب احمدزي، محمد هارون رخشاني او نبيله بلوڅ هم په وار سره د موضوع په اړه خبرې وکړې.
کابل/ د کب١٢مه/ باختر

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۳:۲۰
Background image

هارون حکیمی به حیث معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ معرفی شد

هارون حکیمی، به عنوان معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ امروز به کارمندان آن وزارت معرفی شد.

به گزارش آژانس باختر؛ در محفلی که به این مناسبت در تالار مرکز بین المللی مطبوعات. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۳:۲
Background image

جلسۀ کمیسیون بررسی شکایات و تخلفات رسانه یی برگزار شد

به ریاست محمد طاهر زهیر، سرپرست وزارت اطلاعات و فرهنگ جلسۀ کمیسیون بررسی شکایات و تخلفات رسانه یی امروز در وزارت اطلاعات و فرهنگ برگزار شد.

به گزارش خبرنگار آژانس باختر؛ در این جلسه. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

مراسم ختم قرآن عظیم الشان در وزارت اطلاعات و فرهنگ برگزار شد

مراسم ختم قرآن عظیم الشان امروز به گرامیداشت از بیست و هفتم رمضان مبارک و نزول قرآن کریم در وزارت اطلاعات و فرهنگ برگزار شد.

به گزار ش آژانس باختر؛ دراین مراسم که با حضور رهبری و. . .

BACK TO NEWS