د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د مطالعې ارزښت په نوم روزنیز سیمینار جوړ شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۱۴
...

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمریت له لوري د مرکز لښکرګاه عامه کتابتون کې د مطالعې ارزښت په نوم روزنیز سیمینار جوړ شو.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د مطالعې پر ارزښت خبرې وکړې، او ویې ویل: مطالعه د هرانسان لپاره ډېره مهمه ده، ځکه چې د مطالعې په مټ د انسان پوهه لوړیږي، پرمختګ په لوستلو کې دی، که غواړو چې په اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او نورو برخو کې پرمختګ وکړو، باید مطالعه ډېره کړو، د فرهنګ او ګرځندوی آمر زده کوونکو ته د مطالعې اصول تشریح کړل، ترڅو زده کوونکي وکولای شي، چې مطالعه په ښه توګه وکړي.
په سیمینار کې د یو ځايي خصوصي ښوونځي مدیر وویل: هغه زده کوونکي او ځوانان چې مطالعه کوي په پوهه کې یې زیات پر مختګ راځي او په ژوند کې به يې د هرې ورځې په تېرېدو سره مثبت تغیر رامنځته شي، نوموړي له ټولو ځوانانو څخه وغوښتل، چې هلمند عامه کتابتون ته راشي او د خپلې خوښې کتابونه مطالعه کړي.
د سیمینار ګډونوالو له دغه سیمینار څخه خوښي وښوده او د دې ډول پروګرامونو د جوړیدو غوښتونکي شول.
د سیمینار په پای کې  د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو له لوري هغه ځوانان په معنوي ډالیو وستایل شول، چې په دوامدره توګه عامه کتابتون ته د مطالعې لپاره راځي.

۱۴۴۷/۵/۲۲ هـ ق

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۲۴
Background image

فراهم شدن زمینه آموزش رایگان به ده‌ها جوان بی‌بضاعت در ولسوالی گرشک

مدیریت اطلاعات و فرهنگ ولسوالی گرشگ مربوط به ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت هلمند زمینه آموزش رایگان را در بخش برنامه‌های کمپیوتر به ۱۰۰ تن جوان در مرکز آموزشی رایگان این مدیریت فراهم کرد.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۸:۵۳
Background image

برگزاری نشست هماهنگی به‌منظور تجلیل از ۲۴ اسد با نویسندگان و فرهنگیان

به ریاست مولوی نجیب الله حنیف رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت کنر نشست هماهنگی به‌منظور تجلیل از ۲۴ اسد(روز استقلال کشور)با نویسندگان و فرهنگیان راه‌اندازی گردید.
مولوی نجیب الله حنیف رییس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۴۵
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۲۶ صفرالمظفر ۱۴۴۸)، به رهبری مهاجر فراهی معین امور نشرات نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتابِ وزارت اطلاعات و فرهنگ در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.

در این نشست درمورد شماری. . .

BACK TO NEWS