راه ماندګار ورځپاڼې نشراتي فعالیت بیا پیل کړ

ماندګار ورځپاڼې له يوکلن ځنډ وروسته نن د راه ماندګار په نامه بيا په خپلو خپرونو پيل وکړ.
د باختر اژانس خبريال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تالار کې جوړه شوې وه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په خپلو خبرو کې د راه ماندګار په نامه د ماندګار ورځپاڼې د خپرونو بيا پيل، د بيان ازادۍ د بنسټيز کېدو لپاره يو مثبت ګام وباله او ويې ويل: موږ فرهنګي ودې ته اړتيا لرو او له فرهنګي ودې پرته نه شوکولاى ثبات، سولې او امنيت ته ورسېږو .
هغه وويل: فرهنګ په يو هېواد کې د هغه هېواد ټوله شتمني ده او فرهنګ دى چې د يو هېواد د پرمختګ او ودې سبب کېږي او موږ غواړو چې فرهنګ له حاشيې څخه متن ته راوړو .
هغه زياته کړه: زموږ سياست د فرهنګ وده او پراختيا ده او په هېواد کې اوسنۍ رسنۍ يو نعمت دى او چاپي رسنۍ په تېره بيا ورځپاڼې زموږ د ټولنې يوه جدي اړتيا ده او د ورځپاڼو ټولې ستونزې منو او هغه څه چې د وزارت په توان کې دى د هغو ملاتړ کوو .
اطلاعاتو ته د لاسرسی کمېسيون رييس عين الدين بهادري وويل: د هېواد په حساسو شرايطو کې د يوې ورځپاڼې پرانیستل يو ښه او د ستاينې وړ اقدام دى. راه ماندګار همغه ماندګار ورځپاڼه ده چې پخوا یې فعالیت کاوه .
هغه وويل: د بيان ازادي د يو فرد بنسټيز حق دى، په نړۍ کې دموکراسي په بيان ازادۍ پورې تړلې ده او دغه ازادي د دموکراتيکو دولتونو یوه ښه کونجي ده. هغه وويل د بيان ازادي د هيڅ فرد او ډلې په زيان نه ده .
د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار وويل: ماندګار ورځپاڼه د هېواد د مطبوعاتو په ډګر کې ځانګړى ځاى لري او دغه ځاى خوندي دى او دغه ورځپاڼه يوه ډېره په زړه پورې ورځپاڼه وه .
هغه زياته کړه: ماندګار ورځپاڼې ١١ کاله مخکې خپل کار په نقد او اصلاح کولو پيل کړ او د دموکراسۍ د ودې، له تروريزم سره د مبارزې او له فساد سره د مبارزې لپاره یې لیکنې وکړې او په دې لاره کې یې ګام واخیست او د خلکو د حقوقو د ساتنې په سنګر کې ودرېده او د هېواد تودې سياسي مسئلې يې خپرې کړې .هغه هيله څرګنده کړه چې راه ماندګار ورځپاڼه به دغه لاره تعقيب کړي .
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شيواي شرق وويل: د راه ماندګار په نامه د ماندګار ورځپاڼې د خپرونو بيا پيل د هېواد په مطبوعاتو کې يو مهم او ارزښتناک ګام دى او دغه ورځپاڼه مهم رسالت ترسره کوي.
هغه د دغې ورځپاڼې له مسوول څخه وغوښتل چې د ماشوم، کورنۍ، اروا پوهنې، طنز او کاريکاتور برخې پکې ځاى کړي .
هغه په دې غونډه کې د غوره خبريال د جايزې خبر ورکړ او ويې ويل: موږ په پام کې لرو چې په راتلونکې کال کې غوره خبريال ته ٥٠٠ زره افغانى جايزه ورکړو او ټول خبريالان، فلم اخیستونکي او عکاسان کولاى شي ځانونه کانديد کړي .
هغه څرګنده کړه: په رښتيا هم يوشمېر خبريالان له ګواښ سره مخ دي او موږ د رسنیز تروريزم په وړاندې د هغوى ملاتړ کوو.
په همدې حال کې د راه ماندګار ورځپاڼې مسوول مدير نظري پرياني وويل: ماندګار ورځپاڼه په ١٣٨٨ کال کې تاسيس شوه او له يوولسو کلونو خپرونو وروسته د کرونا د خپرېدو او نورو دليلونو له امله په تېر ژمي کې له خپرونو څخه پاتي شوه او له يوکلن ځنډ وروسته یې نن يوځل بيا د راه ماندګار په نامه خپلې خپرونې پيل کړې . هغه وويل: راه ماندګاربه په نوي او متفاوت ډول خپل کار پرمخ وړي .
هغه د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه وغوښتل چې د چاپي رسنيو د مالياتو د ورکولو ستونزې ته پاملرنه وکړي .
د ازادو رسنيو د ملاتړ بنسټ اجرايي رييس مجيب خلوتګر وويل: په هېواد کې د څو رسنيو په تړل کېدو سره موږ نن د راه ماندګار په نامه د يوې ورځپاڼې او په روزګان کې د يو ټلويزيون د فعاليت د پيلېدو شاهدان يو او په اوسنيو حساسو شرايطو کې دا د بيان ازادۍ د پیاوړتیا لپاره د هيلو يوه دريڅه ده.
کابل/ دسلواغې ١٢مه/ باختر