د کلتوري وضعیت د ښه والي او د تاریخي آبداتو د ساتنې په اړه د بنو ولسوالۍ له قومي مشرانو سره ناسته وشوه

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۴:۱
..

د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي بنو ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې له ځايي قومي مشرانو سره ناسته وکړه او له خلکو یې وغوښتل، چې سیاحتي سیمو ته د خپلو سرچینو څخه په ګټې اخیستو سیلانیان را جلب کړي.
نوموړي وویل: د کلتوري وضعیت ښه والي، سیاحتي سیمو ته د سیلانیانو د جذب، د جهادي ارزښتونو د ساتنې او د تاریخي او لرغونو سیمو د خوندیتوب په اړه دې ولسي خلک له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره همکاري وکړي.
ښاغلي هاشمي  زياته کړه؛ د لرغونو او تاریخي سیمو ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی، د خلکو همکاري په دې برخه کې ډېره ګټوره ده، د جهادي ارزښتونو ساتنه او د تاریخي او لرغونو سیمو خوندیتوب ته پاملرنه د اطلاعاتو او کلتور رياست کاري لومړيتوبونه دي.
په دې ناسته کې د بنو ولسوالۍ اوسیدونکي محمد امین وویل: د کلتوري وضعیت د ښه والي او د جهادي ارزښتونو د ساتنې لپاره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دي.
د دې ترڅنګ د بنو ولسوالۍ اوسیدونکو د ځوان نسل د ظرفیت لوړولو، د محلي کتابتون د جوړولو او د لرغونو سیمو د ساتنې غوښتنه وکړه، چې د اطلاعاتو او کلتور رئیس د هغوی ستونزو ته د حل لارو پيدا کولو ډاډ ورکړ.

۱۴۴۶/۹/۱۳ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۳ ل

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۲۰:۳۴
Background image

دیدار معین وزارت اطلاعات و فرهنگ با سفیر ازبکستان

شنبه مورخ(۲۴ صفرالمظفر ۱۴۴۸), مولوی قدرت الله جمال معین گرځندوی، مالی و اداری وزارت اطلاعات و فرهنگ با اویبک عثمان‌اف سفیر جمهوری ازبکستان در کابل، دیدار کرد.

در این دیدار، دربارهٔ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۵۹
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با تعدادی از فرهنگیان و نویسندگان در فاریاب

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت فاریاب، با هماهنگی اداره علمی و فرهنگی البرز نشست هماهنگی با حضور تعدادی از مبارزین اهل قلم، فعالان شبکه‌های اجتماعی، جوانان و چهره‌های فرهنگی را با هدف. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۲
Background image

برگزاری نشستی به‌منظور تشریح و تبیین فرمان‌های عالی‌قدر امیرالمومنین حفظه‌الله در ولسوالی تاله‌و‌برفک 

نشستی به‌منظور تشریح و تبیین فرمان‌های عالی‌قدر امیرالمومنین حفظه‌الله با حضور علما، بزرگان قومی، مسوولان محلی و شماری از باشندگان ولسوالی تاله‌و‌برفک ولایت بغلان برگزار شد.
مولوی. . .

BACK TO NEWS