د کابل ټايمز ورځپاڼې ۶۳ کليزه پوره شوه

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۹:۱۰
Asaf

پنجشنبه( ۲۸ د شعبان ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت د ورځپاڼو رياست اړوند د کابل ټايمز ورځپاڼې ۶۳ مه کليزه د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي د کابل ټایمز ورځپاڼې د ۶۳ کلن مزل په نمانځغونډه کې دغه رسنۍ د نظام ژبه بللې او ویلي یې دي، چې دا ورځپاڼه نړیوالو ته د افغانستان د حالاتو او پرمختګونو د رسولو په برخه کې خپل رسالت په سمه توګه ادا کړی دی.

کابل ټايمز ورځپاڼه چې په انګليسي ژبې خپرونې کوي، د ۱۳۴۰ لمريز کال د حوت په اتمه يا د ۱۹۶۲ زېږديز کال د فبروري په ۲۷ مه نېټه د ظاهر شاه د سلطنت او د داود خان د صدارت پرمهال د صباح الدین کشککي تر رياست لاندې تاسيس شوه، چې په اونۍ کې دوه يا درې ځله چاپ کېده، چې تر تاسيس شاوخوا دوه کاله وروسته يې د ورځپاڼې په نوم فعاليت پيل کړ، چې هره ورځ به چاپ کېده.

هغه مهال چې بهرنيانو افغانستان ته ډېر تګ راتګ کوو، دوی به د افغانستان په اړه ډېره پوهه نه درلوده، په هېواد کې په انګلیسي يا بلې نړيوالې ژبې کومه رسنۍ نه وه، چې د بهرنيانو اړتياوې پوره کړي، د مسؤلينو په وينا هغه مهال يواځې د کابل راډيو په نوم يواځنۍ رسنۍ وه، چې په پښتو او دري ژبو يې خپرونې کولې، نو اړتيا ته په کتو کابل ټايمز ورځپاڼې په انګليسي ژبه خپرونې پيل کړې، چې ډیری لوستونکي يې بهرنيان وو، چې تر اوسه هم د دې ورځپاڼې د لوستو څه ځايونه بهرني سفارتونه، هوايي ډګرونه او داخلي ادارې دي.

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو کلتور وزارت د نشراتي او رسنیزې برخې ملاتړ ته ژمن دی او څرګنده نمونه یې تر فتحې وروسته د لسګونو نویو شخصي رسنیو ایجاد او د پخوانیو رسنیو دوامداره فعالیت دی.

‏دا مهال هېواد کې ۴۷۰ رسنۍ فعالیت کوي، چې له ډلې یې ۸۴تلویزونونه، ۲۷۳ راډیوګانې، ۵۷ خبري اژانسونه او ۵۲ چاپي رسنۍ دي. 

د يادونې وړ ده، چې د یو شمېر هغو رسنیو فعالیت بند شوی، چې له بهره د مشخصو اهدافو لپاره سپانسر کیدلې او د ملي ګټو خلاف خپرونې يې کولې.

 

۱۴۰۳/۱۲/۹ ل

۲۰۲۵/۲/۲۷ ز

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۹:۶
Background image

معین فرهنگ و هنر؛ رسانه‌ها باید برای بازاریابی تولیدات داخلی کار نمایند

پنج‌شنبه مورخ(۲۸ شعبان ۱۴۴۶) به اساس هدایت مقام معاونیت اداری ریاست الوزراء ملا فیض الله تمیم رییس عمومی ستندرد ملی، مولوی عتیق الله عزیزی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۸:۵۱
Background image

معینیت امور جوانان نشستی حمایت تخنیکی و رشد فریلانسران را برگزار کرد

پنج‌شنبه مورخ(۲۸ شعبان ۱۴۴۶) معینیت امور جوانان وزارت اطلاعات و فرهنگ نشستی تحت عنوان حمایت تخنیکی و رشد فریلانسران برگزار کرد.

در این نشست ضمن مسوولان بلندرتبه حکومت، نمایندگان موسسات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۳:۳
Background image

ده‌ها تن جوان از مرکز آموزشی در فاریاب فارغ شدند

از مرکز آموزشی رایگان آمریت امور جوانان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت فاریاب ۲۰۰ تن جوان از بخش‌های انگلیسی، خطاطی، مقاله‌نویسی و فن‌بیان سند فراغت بدست آوردند.
مولوی شمس‌الدین محمدی رییس. . .

BACK TO NEWS