د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو نوي معین په کار پیل وکړ

Anonymous (not verified)
شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۱ - ۱۳:۴۴
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو نوي معین په کار پیل وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خيرالله خيرخواه د دغه وزارت، د ځوانانو د چارو نوى معين چې د عاليقدر اميرالمومنين د فرمان له مخې مقرر شوى، د دغې ادارې رييسانو او کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اسلامي امارت د وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ذبيح الله مجاهد، د دغه وزارت د مالي، اداري او ګرځندوى معين مولوي سعدالدين سعيد، کابل ښاروال شيخ ندا محمد نديم او د دولتي ادارو د يوشمېر مسوولينو په ګډون جوړه شوې وه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دغه وزارت د ځوانانو د چارو نوى معين قاري محمد يونس راشد د دغه معينيت مسوولينو او کارکوونکو ته معرفي کړ.
نوموړي د ځوانانو رول د هېواد په بېلابېلو چارو په تېره بيا د اسلامي امارت په برياليتوب کې مهم وباله او په دې لاره کې یې د هغوى د مبارزو او سرښندنو يادونه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر وویل چې د هېواد او د اسلامي نظام راتلوونکى د ځوانانو په لاس کې دى او بايد د هغوى د ښوونې او روزنې، زده کړې، اسلامي عقيدې او د استعدادونو د ودې په برخه کې ځانګړې پاملرنه وشي.
هغه د ځوانانو چارو له معين څخه وغوښتل چې ځوانانو او اسلامي نظام ته د خدمت کولو او د اړوندو مسووليتو نو د پرمخ بيولو په لاره کې د وزارت مشرتابه او د خپلو همکارانو په همغږۍ هڅې وکړي.
وروسته د اسلامي امارت وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ذبيح الله مجاهد د ځوانانو چارو د نوي معين ټاکنه يو ښه ګام وباله او ويې ويل چې د هېواد ځوانان د ټولنې محروم قشر دى او زیاتې قربانۍ یې ورکړې دي.
مجاهد ځوانانو ته پاملرنه د اسلامي امارت يو لومړيتوب وباله او ځوانانو ته د خدمت کولو په لاره کې د ځوانانو چارو نوي معين او د هغه همکارانو ته د بريالتيوب هيله وکړه.
وروسته د کابل والي په خپلو خبرو کې د اداري په چارو کې د مسوولينو او کارکوونکو ترمنځ همغږي، د کار پرمختګ او ښه والي سبب وباله او د ځوانانو چارو نوي معين ته يې د برياليتوب هيله وکړه.
دغه راز د ځوانانو چارو د معينيت يو رييس د دغه معينيت د مسوولينو او کارکوونکو په استازيتوب خبرې وکړې او د چارو د لاښه پرمخ بيولو کې یې د ځوانانو چارو له نوي معين سره خپله همکاري څرګنده کړه.

کابل، د غبرګولي ٢١ مه، باختر

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۸:۵۴
Background image

رئیس اطلاعات و فرهنگ ارزگان با مسؤولان رسانه های خصوصی دیدار کرد

امروز، (۱۴۴۴/۱۱/۱۴ هـ.ق) قاری آغا ولی قریشی، رئیس اطلاعات و فرهنگ ارزگان با مسؤولان رسانه های خصوصی نشست هماهنگی کرد و از آنان خواست تا نشرات شان را طبق اصول و ارزش های اسلامی پخش کنند.. . .

شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۵:۳۴
Background image

رئیس موسسه اچکو با معین هنر و فرهنگ دیدار کرد

 موسسۀ اچکو که در زمینه حفاظت از میراث های فرهنگی در افغانستان فعالیت می کند، رئیس آن با مولوی عتیق الله عزیزی، معین هنر و فرهنگ، وزارت اطلاعات و فرهنگ دیدار کرد، که در جریان آن، حسیب. . .

شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

معین امور جوانان با مقامات نهادهای ترکیه دیدار کرد


روز گذشته در مراسم اختتامیه مسابقات انتخابی ملی بدمنتون در کابل که در آن ۱۵۰ بازیکنان از ۱۲ ولایت اشتراک داشتند، قاری محمد یونس راشد، معین امور جوانان با فاضل اکین اردوغان، رئیس موسسه. . .

BACK TO NEWS