د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین او د (Ipso) موسسې مسول د ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو د همغږۍ په باب ناسته وکړه
د اطلاعات او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د اپسو( Ipso) موسسي له رئیس سمیع الله طوطاخیل سره په کتنه کې د افغاني ټولنې د دودیزو ارزښتونو او غوره رواجونو د پالنې او ځلونې په باب خبرې وکړې او یو بل ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنک او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل: دا چې په هېواد کې د امن، زغم او د یو بل د منلو فضا رامنځته شوې او د جګړو څادر ټول شوی، نو د اپسو موسسې په څېر ټولو خیریه او بشرپالو موسسو ته په کارده چې د افغانانو ستونزوته رسیدګي وکړي.
اپسو موسسه د افغانستان په لسو ولایتونو کې د افغاني ټولنې د کلتوري ارزښتونو ساتنه او د خبرو اترو له لارې پر ټولنیزو مسایلو لکه، پخلاېینه، د قومونو ترمنځ یووالی، چاپیریال ساتنه، غیر قانوني مهاجرت او د نسلونو ترمنځ واټن راکمولو په برخو کې عامه پوهاوی او فعالیتونه کوي.
د یادونې وړ ده چې یاده موسسه به په نږدې راتلونکې کې په پکتیا، خوست، کونړ، کندز او غزني ولایتونو کې هم خپل فعالیتونه پیل کړي.
کابل، د ثور ۲۱ مه، باختر