میدان وردګو کې د مڼې ګل دودیزه مشاعره د زرګونو ګډونوالو په حضور کې ترسره شوه

wasim_admin
سبت, يوليو 11 2026 9:32 صباحا
...

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو ریاست په همکارۍ د مڼې ګل دوديزه مشاعره د دې ولايت مرکز اړوند د ابراهیم خیلو په کلي کې ترسره شوه، چې پکې د ولایتي ادارو مسۇلینو ترڅنګ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي، د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د ا.ا.ا یو شمیر لوړ پوړو مسؤلینو، د هېواد په کچه  شاعرانو، لیکوالانو، ادیبانو،  فرهنګپالانو او په زرګونه د ادب مینوالو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب الله مجاهد د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د خوښۍ ځای دی چې زرګونه هېوادوال د امن او ورورولۍ په فضا کې د خپل فرهنګ د ساتنې او ودې په موخه د مڼې ګل په څلورویشتمه دودیزه مشاعره کې راټول شوي دي. نوموړي زیاته کړه، دغه ډول فرهنګي غونډې او مشاعرې د ملي یووالي، ورورولۍ او فرهنګي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.
ښاغلي مجاهد له شاعرانو څخه وغوښتل، چې په خپلو شعرونو کې د اشخاصو د ستاینې پر ځای د هېواد د پرمختګ، د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، علم، یووالي او د ولس د عامه پوهاوي پیغامونو ته لومړیتوب ورکړي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي پخپلو خبرو کې د مشاعرو د ټولنیزو او فرهنګي ګټو ترڅنګ وويل: چې داسې  ادبي غونډې نه یوازې د خلکو د فکري ودې سبب ګرځي، بلکې د اسلامي او ملي ارزښتونو په خپرولو کې هم مهم رول لري. ښاغلي عزیزي د دین له نظره د شعر ارزښت ته په اشارې وویل: هدفي او اصلاحي شعر کولای شي د خلکو په روزنه کې اغیزمن تمام شي او ټولنه له منفي افکارو څخه مثبت لوري ته سوق کړي.
 ورته مهال ګڼ شمېر شاعرانو په مشاعره کې حماسي، سوله‌ییز، د فکري ویښتابه او نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه اورېدونکو ته شعرونه واورول، چې د اورېدونکو له تود هرکلي سره مخ شول. 
ياده مشاعره مازيګر مهال پيل شوې وه، چې د شپې تر ناوخته پورې يې دوام وکړ.

۱۴۴۸/۱/۲۵ هـ ق

تازه ترین اخبار

أربعاء, سبتمبر 16 2026 12:08 مساء
Background image

لجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية تقيّم نحو ٢٠٠ لوحة ولافتة

واصلت لجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية التابعة لمعاونـية شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة أنشطتها الميدانية، حيث أجرت عملية تقييم ومراقبة للوحات واللافتات الإعلانية في منطقة. . .

اثنين, سبتمبر 14 2026 3:42 مساء
Background image

انعقاد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب

عقدت لجنة تقييم الكتب بوزارة الإعلام والثقافة اجتماعها الدوري، يوم الاثنين (1 ربيع الثاني 1448هـ)، بحضور أعضاء اللجنة.
وخلال الاجتماع، اتُخذت القرارات اللازمة بشأن عدد من الكتب، حيث. . .

اثنين, سبتمبر 14 2026 3:28 مساء
Background image

توعية الشباب بمخاطر الاتجار بالبشر وسبل الوقاية منه

نظّمت رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية زابل، في قاعة الاجتماعات التابعة لها، ندوة توعوية ليوم واحد لعشرات الشباب، حول المرسوم رقم (١٣) الصادر عن أمير المؤمنين (حفظه‌الله) بشأن مكافحة. . .

BACK TO NEWS