کندز کې د رسنيو له مسؤلينو، خبريالانو او د امارتي ادارو له وياندويانو سره د همږغۍ غونډه وشوه

tawana_admin
أربعاء, مارس 12 2025 11:13 مساء
Ahgim

کندوز ولايت کې د ولایت مقام د دفتر رئیس په مشرۍ د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همږغۍ د رسنيو له مسؤلينو، خبريالانو او د امارتي ادارو له وياندويانو سره د همږغۍ غونډه وشوه.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس ګل ‌محمد الیاس په خپلو خبرو کې د رسنیو په مسؤلیتونو او اهمیت خبرې وکړې او ويې ویل: اوس وخت کې د یوې ټولنې د اصلاح لپاره او په ځانګړي ډول د اسلامي امارت د فعالیتونو په انعکاس کې خبریالان او رسنئ عمده رول لوبوي، چې تر دې دمه په کندز ولايت کې خبریالانو او رسنيو خپل رسالت په ښه توګه سرته رسولی، ښاغلي الیاس د خپلو خبرو په لړ کې د ټولو سیمه ‌ییزو رسنیو او خبریالانو ستونزې له ولایت مقام او د اړوندو ادارو له مسولینو سره شریکې کړې.

د رسنيو مسؤلينو او خبريالانو وویل: سیمه ‌ییزې رسنئ په خپله برخه کې د امارتي ادارو فعاليتونو او لاسته راوړنو ته په ښه توګه انعکاس ورکوي، دوی همدا راز له ولايت مقام او اړوندو ادارو څخه د شته ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.

د ولایت مقام د دفتر رئیس د ټولو امارتي ادارو له مسولینو غوښتنه وکړه، چې له رسنيو سره د فعالیتونو شریکولو ترڅنګ تر خپل وس او توانه پورې په خپله اړونده برخه کې مرسته او همکاري وکړي. 

 

۱۴۴۶/۹/۱۲ ق 

 ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ ل

تازه ترین اخبار

خميس, مارس 20 2025 6:38 مساء
Background image

اجتماع نائب وزير لشؤون الثقافة والفنون عبر الإنترنت مع رئيس متاحف دولة قطر

يوم الخميس (20 رمضان المبارك 1446هـ)، عقد نائب وزيرلشؤون الثقافة والفنون بوزارة الإعلام والثقافة، مولوي عتيق الله عزيزي، اجتماعًا عبر الإنترنت مع الرئيس التنفيذي لمتاحف قطر، سيد محمد. . .

أربعاء, مارس 12 2025 11:05 صباحا
Background image

زيارة رئيس علم الآثار بوزارة الإعلام والثقافة إلى ولاية بكتيا

قام المهندس ذبيح الله سادات، رئيس رئاسة علم الآثار التابعة لوكالة الثقافة والفنون بوزارة الإعلام والثقافة، بزيارة إلى ولاية بكتيا بهدف تفقد المواقع الأثرية والتاريخية فيها.
وخلال هذه. . .

اثنين, مارس 10 2025 1:49 مساء
Background image

عقد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب

 يوم الإثنين (10 من رمضان المبارك 1446 هـ) 
عُقد اجتماع دوري للجنة تقييم الكتب، فى مقر وكالة شؤون النشر، برئاسة سيد مهاجر فراهى، نائب وزير لشؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة.
وقد حضر. . .

BACK TO NEWS