د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له کارکوونکو سره د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرامینو او احکامو د لا ښه تطبیق په موخه اصلاحي غونډه ترسره شوه

wasim_admin
Mon, Sep 14 2026 12:04 PM
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو او احکامو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د لا ښه تطبیق په موخه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیخ صاحب شیراحمد حقاني په حضور کې اصلاحي غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ترڅنګ، د فرهنګ او هنر مرستیال شیخ عبدالرحمن طیبي، د وزارت رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالسلام آغا سعید، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د هغو برخو په اړه چې د ادارو د کارکوونکو له سیرت او صورت، د لمانځه له ادا کولو او د عقیدوي درسونو له ترسره کولو سره تړاو لري، مفصل معلومات وړاندې کړل.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیخ صاحب شیراحمد حقاني، د دیني مسایلو د لا ښه پوهاوي لپاره د دا ډول غونډو جوړول مهم وبلل او ویې ویل، د شکر ځای دی چې د اداري دندو د ترسره کولو ترڅنګ، کارکوونکو ته دیني او عقیدوي درسونه هم ورکول کېږي. نوموړي زیاته کړه؛ چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله په ادارو کې د دیني علومو پر تدریس ټینګار کړی دی، د امیرالمؤمنین حفظه‌الله قوانین او فرامین د افرادو او ټولنې د خیر، صلاح او نېکمرغۍ لپاره وضع شوي او د هغو رعایت او تطبیق د ټولنې د اصلاح، نظم او چارو د لا ښه والي لامل کېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر همدارنګه د لمانځه د ادا کولو د ارزښت او اهمیت، د اسلامي شریعت مطابق د سیرت او صورت د رعایت او د عقیدوي درسونو د زده‌کړې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
نوموړي د وزارت له ټولو کارکوونکو وغوښتل، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د لا ښه تطبیق په برخه کې د دعوت او ارشاد ریاست له مسؤلینو سره همکاري وکړي او همدارنګه خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي، خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي او چارې یې په تر ټولو لنډ وخت کې ترسره کړي.
١٤٤٨/٤/١ ه ق