د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې ناسته کې د کابل ښار په څلورو ناحیو کې د کمېسیون د ساحوي پروګرامونو د ترسره شویو فعالیتونو راپور وړاندې او د پخوانیو پرېکړو د پلي کېدو څرنګوالی وڅېړل شو.
همدارنګه، د کمېسیون نوي غړي او د عامې روغتیا او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو استازي معرفي شول او د تکتا میلمستون د اړوندو لوحو غوښتنه هم تایید شوه.
ورته مهال د کمېسیون غړو، په ساحوي پروګرامونو کې د ټولو غړو د شتون او د کمېسیون نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
۱۴۴۸/۳/۱۲ هـ ق