د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
Sat, Jul 25 2026 3:30 PM
..

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له لوري د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر وویل: د خوښی ځای دی، چې په هلمند کې ټولې رسنۍ خپل نشرات او فعالیتونه د اسلامي امارت د نافذه اصولو، اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په چوکاټ کې پر مخ وړي، نوموړي د رسنیو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې د نشراتو پر کیفیت او محتوا لا ډېره پاملرنه وکړي او له هغو مطالبو او خپرونو څخه ډډه وکړي، چې د اسلامي شریعت، افغاني ټولنې او اسلامي اخلاقو خلاف وي او رسنۍ باید د خلکو د سالمې روزنې، عامه پوهاوي، اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او د ملي یووالي د ټینګښت لپاره کار وکړي.
دغه راز په غونډې کې نورو ویناوالو هم وویل: رسنۍ هغه اغېزمن بنسټونه دي، چې غږ یې د ټولنې ټولو قشرونو ته رسېږي، نو ځکه باید خپلو نشراتو ته جدي پاملرنه وکړي او داسي مطالب خپاره نکړي، چې د ټولنې د اصلاح پر ځای د فساد، اختلاف او ناسمو افکارو د خپرېدو لامل وګرځي.
د غونډې په پای کې د رسنیو مسؤلینو هم خپل نظرونه، وړاندیزونه او غوښتني شریکي کړې او ډاډ یې څرګند کړ، چې په خپلو نشراتو کې به د اسلامي او مسلکي اصولو په رعایت سره د اصلاح، عامه پوهاوي او سالمو افکارو د ترویج لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.

۱۴۴۸/۲/۱۰ هـ ق