د وزير ژوند ليک

Dr. Syed Makhdoom Raheen ډاکتر سيد مخدوم رهين په ١٣٢٦ هجرى لمريز کال کې په کابل ښار کې وزيږيد،په افغانستان  کې دزده کړې دورې له پاى ته رسولو وروسته دماسټري اوډاکتري دورې له پاره تهران ته لاړ اوپه ١٣٥٢ هجرى لمريز کال کې يې په تهران پو هنتون کې دادبياتو په څانګه کې ددوکتورا سند تر لاسه کړ. له زده کړې وروسته يې په کابل پو هنتون کې د استاد په توګه دنده تر سره کړه ، له هغه وروسته دوخت  داطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ اوهنر دادارې درئيس په توګه په کار پيل و کړ.

ډاکتر رهين دداود خان د جمهوريت په وخت کې د اساسي قانون د مسودې دتسويد يو غړى و او په ١٣٥٦ هجري لمريز کال کې  په لويه جرګه کې يې ګډون وکړ.

د١٣٥٧  کال دثورد اوومې نيټې له کودتا وروسته په خپل کور کې تر څارنې لاندې ونيول شو


دپخواني شوروي له خوا د افغانستان له اشغال وروسته ده پا کستان ته هجرت وکړ او هلته يې د ازادى د لارې د مجا هدينو د اتحاد په مقصد هلې ځلې و کړې اود منځلاروګوندونو په ګډون د افغا نستان د اسلا مي اتحاد له جوړيدو وروسته ډا کتر رهين دعالى شورادغړي اود فرهنګي او نشرا تي کميټې درئيس په تو ګه او له ١٣٧١ څخه تر١٣٧٣ کال پورې د ازاد کا بل دراډيو درئيس په توګه چې دمجاهدينو له ګوندونو وه وټاکل شو . ډاکتررهين دحضرت مجددى په لنډ مهال حکومت کې دخاص سلاکار په تو ګه دنده تر سره کوله .

معاصر شاعر او نامتو ليکوال ډاکتر رهين دفرهنګ ،ادبياتو، تاريخ او اسلامي علومو په برخه کې څيړنې کړي دي .

 ده  زيا تي مقالې ليکلي دي اوڅو مقالې او کتا بونه يې چاپ شوي دي چې کولى شو د دقيقي نامه ، ګزيده اثارسيد جمال الدين افغا ني ،پژوهش درباره اثار وشخصيت اميرخسرو دهلوى او روابط فرهنګي افغ نستان وهند از ګذشته هاى دور تاقرن هفتم هجري دکتابونو يادونه  وکړو .

دجهاد په دوران کې دده د کارو نو له جملې څخه اشک خراسان ، عزاداران ، درجواب خليلى (شعر) او مسلمان امروز (پښتو )دى چې دده په هلوځلو سره چاپ شوى دى په ١٩٨٨ ميلادى کال کې ډاکتر رهين ديوشمير جهادى قوماندا نانو او پو ها نوپه ملګرتيا د افغا نستان د اسلا مي ملي غورځنګ پرمخ بيوه .

ډاکتر رهين په ١٣٧٥ هجرى لمريز کال کې امريکا کې د افغاني پوهانو په همکارۍ د افغا نستان لپاره دسولې اود مو کراسۍ ټولنه جوړه کړه چې ده ددغې ټولنې درئيس په توګه په افغانستان کې دملي اتحاد اودمو کراسۍ په پياوړتيا اوپرمختيا او له تروريزم او طلبانيزم سره په مخالفت کې هلې ځلې وکړي .

ډاکتر رهين په ١٣٧٧ هجري لمريز کال کې په روم کې د لويې جرګې داجرائيوى کميټې په غړيتوب ومنل شو او له هغه وروسته دبن دغونډې ترجوړيدو پورې د لويې جرګې په ټولو اړوندو فعاليتو نو کې برخه لرله اودبيړنۍ لويې جرګې دهدفونو دبيانولو اوڅرګندولو په مقصد يې دظاهرخان دهيئت د غړى په توګه افغانستان، ازبکستان، ايران او تاجکستان ته سفرونه و کړل . په همدې حال کې ده دافغانستان لپاره دسولې اودموکراسۍ دټولنې درئيس په توګه خپل کارته د وام ورکړ او په غونډو اوټولنو کې يې برخه واخيسته .

ډاکتر رهين  په  لنډ مهاله اداره کې داطلاعاتو او فرهنګ د وزير په توګه وټاکل شو اود افغانستان په اسلامي انتقالي دولت کې هم په دې مقام پاتي شوي و.

دى د کابل د خلکو له خوا د ٢٠٠٣ م کال د سپتامبر په مياشت کې دکابل ښاريانو شورا درئيس په توګه وټا کل شو. د٢٠٠٤ م کال دمې په مياشت کې ددولت درئيس په وړانديز دبيان او فرهنګ د ازادۍ  په لاره کې دخدمت مډال تر لاسه کړ.