زموږ په اړه

په افغانستان کي د مطبوعاتو سیر د شمس النهار د جرېدې له ایجاد څخه را شروع کېږي او بیا تر هغه وروسته سراج الاخبار بله معلومه خپرونه ده. د دې خپرونو مسوولیت د هري رسنۍ د مسوول مدیر پر غاړه وو او کومه خاصه اداره یا ریاست د مطبوعاتو او فرهنګي کارونو د تنظیم له پاره نه وو. تر هغه وروسته بیا کابل ادبي انجمن (۱۳۱۰ل.) او پښتو ټولنه (۱۳۱۶ل.)  تاسیس شول، تر څو چي په (۱۳۱۸ل.) کال کي د مطبوعاتو مستقل ریاست را منځ ته شو.

د مطبوعاتو مستقل ریاست په (۱۳۱۸ل.) کال کي، چي له (۱۹۲۹م.) سره سمون لري، د لومړي ځل له پاره د مطبوعاتو او نشراتو د تنظیم له پاره جوړ شو او د مطبوعاتو اصولنامه هم تصویب شوه.

د مطبوعاتو د مستقل ریاست، د کابل انجمن پر اساس جوړ شو، چي د (۱۳۱۰ل.) کال تاسیس شوی وو او کابل مجله ئې نشراتي ارګان وو. کله چي د مطبوعاتو مستقل ریاست جوړ شو، کابل ادبي انجمن او کابل مجله دغه ریاست ته انتقال شوه او د انجمن کارکوونکي سید قاسم رشتیا، عبدالرحمن پژواک، رشید لطیفي، عبدالحی حبیبي او احمد علي کهزاد د دې ریاست همکاران شول.

په (۱۳۱۶ل.) کال کي پښتو ټولنه جوړه شوه او په (۱۳۱۹ل.) کال کي کابل راډیو جوړه شوه. په (۱۳۲۰ل.) کال کي د کابل ادبي انجمن د تاریخ شعبه، په تاریخ انجمن واوښتل. په (۱۳۲۷ل.) کال اریانا دائرة المعارف تاسیس شو.

په (۱۳۳۱ل.) کال کي د مطبوعاتي روابطو د توسعې له پاره له نورو هیوادونو سره مطبوعاتي ادارې جوړي شوې، چي اوس ئې فرهنګي آتشو ځای نیولی دئ. دغه ادارې په کراچي، لندن، نوي ډهلي، واشنګټن او تهران کي وې.

د مطبوعاتو وزارت (۱۳۴۲ل.)

د یوسف خان د صدارت په وخت کي، په (۱۳۴۲ل.) کال د مطبوعاتو مستقل ریاست، په مطبوعاتو وزارت واوښتی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت (۱۳۴۴ل.)

په (۱۳۴۴ل.) کال د مطبوعاتو وزارت په اطلاعاتو او کلتور وزارت مسما شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت تجزیه کېدل په (۴) کمېټو (۱۳۶۰ل.)

په (۱۳۶۰ل.) کال د ببرک کارمل په وخت کي د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر (۴) کمېټو و وېشل شو او هري کمېټې یو رئیس او دوه معینان درلودل:

·        د کلتور دولتي کمېټه

·        د چاپ او نشر دولتي کمېټه

·        د باختر دولتي آژانس کمېټه

·        د راډیو تلویزیون او سینماتوګرافۍ کمېټه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت (۱۳۶۷ل.)

په (۱۳۶۷ل.) کال د ډاکټر نجیب الله د ریاست جمهورۍ په وختو کي د سیاست او مطبوعاتو په برخه کي یوه سلسله آزادۍ اعلان شوې او څلور واړه کمېټې سره مدغمي شوې او د اطلاعاتو کلتور وزارت جوړ شو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت (۱۳۷۴ل.)

په (۱۳۷۴ل.) کال کي د دلجو حسیني په وختو کي، د انګلیسي کلتور ترکیب د وزارت له نامه څخه ایسته کړل شو او ځای ئې فرهنګ ونیوی او په (وزارت اطلاعات او فرهنګ) مسما شو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت (۱۳۸۲ل.)

په (۱۳۸۲ل.) کال کي (وزارت اطلاعات و فرهنګ) په پښتو (اطلاعاتو او کلتور وزارت) واړول شو.

د اطلاعاتو فرهنګ او توریزم وزارت (۱۳۸۳ل.)

په (۱۳۸۳ل.) کال کي د توریزم برخه د هوانوردۍ او توریزم له وزارت څخه جلا شوه او په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پوري مربوطه شوه او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوم په (د اطلاعاتو فرهنګ او توریریزم وزارت) واوښتی.

د فرهنګ، توریزم او ځوانانو وزارت (۱۳۸۵ل.)

   

په (۱۳۸۵ل.) کال کي د ځوانانو وزارت کوچنی شو او په معینیت تبدیل شو او دغه معینیت په اطلاعاتو کلتور وزارت پوري وتړل شو، چي په نتیجه کي ئې د وزارت نوم په (د فرهنګ، توریزم او ځوانانو وزارت) واړول شو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت (۱۳۸۷ل.)

په (۱۳۸۷ل.) کال د وزارت نوم د اوږوالي او د ثقبل البیان په خاطر را لنډ شو او بیا په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسما شو او اوس ئې هم دغه نوم دئ.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وزیران

د (۱۳۱۸ل.) کال راهیسي چي د مطبوعاتو مستقل ریاست تاسیس شوی دئ بیا تر اوسه (۱۳۹۵ل.)  پوري ئې (۷۷) کاله کېږي. په دې اوږده موده کي افغانستان شاهي، جمهوري، جمهوري دیموکراتیک، جمهوري اسلامي او لیبرال نظامونه تجربه کړل او ۷ صدراعضمانو حکومت اداره کړ. په دې اوږده دوره کي لاندي اشخاصو د مطبوعاتو یا وزارت، د رئیسانو یا وزیرانو په توګه دندې اجرا کړي دي:

هاشم خان (۱۳۱۲-۱۳۲۵ل.)

په دې دوره کي په (۱۳۱۸ل.) کال د مطبوعات مستقل ریاست جوړ شو او رئیس ئې صلاح الدین سلجوقي وو.

شاه محمود خان (۱۳۲۵-۱۳۳۲ل.)

    د شاه محمود خان په وخت کي د مطبوعاتو د مستقل ریاست رئیس عبدالروف بېنوا وو او په (۱۳۲۶ل.) کال سید قاسم رشتیا وو.

د محمد داود خان (۱۳۳۲-۱۳۴۱ل.)

د محمد داود خان د صدارت په وخت کی د مطبوعاتو د مستقل ریاست رئیس ډاکټر سهیل وو. په دې دوره کي آزادي ورځپاڼي بندي شولې.

یوسف خان (۱۳۴۲-۱۳۴۴ل.)

د یوسف خان په وخت کی د اطلاعاتو او فرهنګ وزیران سید قاسم رشتیا او محمد هاشم میوندوال ول.

محمد هاشم میوندوال (۱۳۴۴-۱۳۴۶ل.)

د میوندوال په وخت کي د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر محمد عثمان صدیقي وو.

 نور احمد اعتمادي (۱۳۴۷-۱۳۵۰ل.)

د نور احمد اعتمادي د صدارت په اول دور کي په (۱۳۴۷ل.) کال ډاکټر محمد انس د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وو او د صدارت په دوهم دوره (۱۳۴۹ل.) کي ئې محمود حبیبي د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وو.

ډاکټر ظاهر (۱۳۵۰-۱۳۵۲ل.)

د ډاکټر ظاهر د یو کلن صدارت په وخت کی، محمد ابراهیم عباسي د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وو.

محمد موسی شفیق (۱۳۵۱-۱۳۵۲ل.)

د محمد موسی شفیق په کابینه کي د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صباح الدین کشککي وو. په دغه وخت کي ځیني مجلې فعالي شوې او اصلاح او انیس ورځپاڼي سره مدغم شوې او د (اصلاح-انیس)  په نامه خپرېدلې.

د محمد داود خان جمهوري ریاست

د محمد داود خان د جمهوري ریاست په وخت کي، ډاکټر عبدالرحیم نوین د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وو.

د حزب دیموکراتیک حکومت

بارق شفیعي، سلیمان لایق، بشیر رویګر د افغانستان د جمهوري دیموکراتیک حکومت د اطلاعاتو فرهنګ وزیران ول. د دې حکومت په وخت کي چي یو څه وخت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر څلورو کمېټو ویشل شوی وو، ځیني افراد ئې په راس کي ول، لکه: خیال محمد کټوازی، قادر آشنا، نور الله طالقاني او نور ....

د افغانستان اسلامي دولت

د افغانستان د اسلامي دولت په وخت کي محمد صدیق چکري او دلجو حسیني د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیران ول.

د طالبانو د اسلامي امارت حکومت

د طالبانو د اسلامي امارت د حکومت په وخت کي امیر خان متقي او قدرت الله جمال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وزیران ول. وروسته رحیم الله زرمتی  د نشراتو معین او سرپرست وزیر وو.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت

د نوي حکوت له جوړېدوڅخه بیا تراوسه لاندي اشخاص د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کړی دئ:

سید مخدوم رهین، عبدالکریم خرم د حامد کرزي د واکمنۍ په وخت کي او عبدالباري جهاني د محمد اشرف غني د واکمنۍ په وخت کي بیا تر (۱۳۹۵ل.) کال پوري.

اوس پوهاند محمد رسول باوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معین او سرپرست وزیر دئ.