د هوټلونو د تصدۍ عمومي ریاست

په افغانستان کي په لومړیو وختونو کي هوټلونو په ډېر ابتدائي شکل د کاروان سرایونو په ډول وجود درلود، خو وروسته هوټل او هوټلدارۍ د وخت په تېرېدو سره رنګ او رونق پيدا کړ او پرمختګ ئې وکړ.

د لومړي ځل له پاره د کابل هوټل عمومي مدیریت د مخابراتو وزارت په تشکیل کي ایجاد شو او وروسته د دغه مدیریت په چوکاټ کي خیبر رستورانټ او باغ بالا رسټورانټ فعالیت شروع کړ او همدارنګه سپوږمۍ کافي په قرغه کي جوړه سوه. استالف هوټل په استالف کي او د کوټی بي بي خورد په پغمان اولسوالي کي چي  آب او هوا، طبعي مناظرو ئې د داخلي او خارجي توریستانو توجه جلب کړه او په کابل هوټل مربوطه سوه.

کله چي په نړیواله سطحه د توریزم صنعت وده وکړه او د هغه له پاره ځیني مقررات وضع شول، افغانستان هم په دې کي ور شامل شو او دولت تصمیم ونیوی د هوټلونو خدمت ته توسعه ورکړي او هغه ولایت چي توریسي او سیاحتي ساحې لري، هلته پر نړیوالو معیارونو او سټنډردونو برابر هوټلونه جوړ کړي.  د مثال په ډول مزار هوټل په (۱۷) جریبه مځکه کي، کندهار هوټل په (۱۳) جریبه مځکه کي، غزني هوټل په (۲۲) جریبه مځکه کي، سپین غر هوټل په (۳۶) جریبه مځکه کي او هرات هوټل په (۲۷) جریبه مځکه کي جوړ شول.

په (۱۳۵۲ل.) کال د هوټلونو سهامي شرکت د هوټلونو په تصدۍ تبدیل شو.

د هوټلونو د رشد او هوټل دارۍ او د توریزم په برخه کي د جرمني هیواد  له افغانستان سره ډېره مرسته کړې ده. د معارف وزارت په چوکاټ کي په (۱۳۴۰ل.)کال کي د جرمني په مرسته د هوټلدارۍ په نامه یو مکتب تاسیس کړ. په لومړیو کي د هوټلدارۍ او توریزم اړوند مضامین په نړیوال معیار او سټنډرډ د الماني استادانو له خوا تدریسېدل. وروسته عبدالرحیم، عبدالخالق بینا، غلام جیلاني نوري، محمد حسین خان او غلام نبي المان ته ولېږل شول او هلته ئې د توریزم او هوټلدارۍ په برخه کي زده کړي وکړې او تر راتګ وروسته ئې د دغي رشتې مسلکي مضامین (غذایه او تغذیه، عملي او نظري سرویس او د توریزم ریزرویشن) تدریسول.

د توریزم او هوټلدارۍ په برخه کي د دغه مکتب د شاګردانو تر فارغه کېدلو وروسته په افغانستان کي د توریزم او هوټلدارۍ صنعت په جهاني سویه وده وکړه او وروسته د دغه مکتب مسوولیت د هغه وخت د لوړو او مسلکی زده کړو وزارت پر غاړه شو، چي زده کوونکو به ئې په څلورو کالو کي مسلکي مضامین لوستل. دغه مکتب (۱۹) دورې فارغین ورکړل او په (۱۳۶۳ل.) کال کي دغه مکتب وتړل شو.

د نوی حکومت له جوړېدو سره سم په اقتصاد کي آزاد بازار ته توجه وشول. د نوي او مډرني هوټلدارۍ په برخه کي خصوصي سکتور پانګونه وکړل.

په نړۍ کي د هوټلونو د درجه بندۍ مروجه طریقه د ستورو ایښوولو طریقه ده. له ۱ څخه تر ۵ پوري، چي د هوټلونو د جوړښت یا ساختمان د ډول، د تاسیساتو او موقعیت، خدماتو، مدیریت او انساني قوې له مخي ټاکل کېږي.

په عام ډول یو ستوريز هوټل ته (Tourist Class)، دوه ستوریز هوټل ته(Standard Class)، درې ستوريز هوټل ته (Comfort Class)، څلور ستوریز هوټل ته (First Class) او پنځه ستوریز هوټل ته (Luxury Class) وايي.

په همدې ترتیب چي د ستورو شمېره ئې اضافه کېږي، په خدماتو او تکنالوژي کي ئې هم پرمختګ راځي.