د بشري منابعو ریاست

د بشري منابعو ریاست د هغو د ضرورتونو، مشکلاتو او خنډونو په وړاندي  چي د کارکوونکو د اجرااتو په وړاندي پراته دي، د هغو د له منځه وړولو له پاره به یو پنځه کلن ستراتیژیک پلان طرح او تطبیق کړي.

د دې ستراتیژیک پلان هدف نه یوازي د کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو لوړول دي، بلکي په وزارت کي د بشري منابعو د یوه موډرن ریاست جوړول دي. علاوه پر دې د مدیریت د نویو سیسټمونو جوړول، د ازاد رقابت له لاري استخدام او شفافیت، سالمي ادارې ته انکشاف ورکول، د مامورینو د ارتباطاتو سیسټم، د زده کړي پروګرامو ته ضرورت، تشخیص او د زدکړي د پروګرامونو عملي کول، د ارزیابۍ د پروسې تطبیق او  د بشري منابعو د معلوماتي سیسټم (HRMIS) تقویه او ښه والی په موثر ډول سره په دې ستراتیژیک پلان کي شامل دي. تر څو د وزارت د بشري منابعو ریاست د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغو ستراتیژیکو اهدافو ته د مرکز او ولایاتو د کارکوونکو د اجرااتو له لاري ورسېږي.

د قوت، ضعف، فرصتونو او تهدیدونو په نظر کي نیولو سره د بشري منابعو ریاست د اصلاحاتو د پروسې د پلي کولو او نوي مدیریت او اداري سیسټمونو د پلي کولو له پاره د بشري سرچینو د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو پیاوړتیا او اغیزمنو خدمتونو د وړاندي کولو له پاره یو پنځه کلن ستراتیژیک پلان  ترتیب او جوړ کړی دئ، چي د وزارت د کلیدي اهدافو سره مطابقت لري او په هغه کي د بشري منابعو ریاست لومړیتوبونو، د ضعف او قوت د ټکو، فرصتونو او  تهدیدونو پېژندنه شوې ده.

د بشري منابعو رئيس د وزارت مقام تر لارښووني لاندي،  د وزارت د بشري منابعو د ستراتیژۍ د تطبیق او انکشاف عمومي مسوولیت له ذیدخلو ادارو سره په ګډه لري او د بشري منابعو د ریاست هر آمریت (استخدام، د ظرفیت لوړولو او ادارې انکشاف، د اجرااتو د ارزیابۍ، سوانحو او کارکوونکو د روابطو) مکلف دئ، چي خپلي ور سپارل شوي دندې د بشري منابعو د رئیس تر رهبرۍ لاندي او د دندو د لایحې مطابق خپل مسوولیتونه اجرا کړي.

د بشري منابعو د ریاست کاري استقامت:

د بشري منابعو ریاست کاري استقامت له دیدګاه، ماموریت، اهدافو سره په واضح ډول توضيح کېږي. د بشري منابعو د ریاست دیدګاه په خپل ځان کي ستراتیژیک اهداف او اجرایوي مقاصد را نغاړي، چي د دغه ستراتيژیک پلان د اهداف حمایت کوي.

دیدګاه:

د بشري منابعو ریاست دیدګاه د وزارت د کارکوونکو  له هره اړخه تجهیز کول دي، تر څو کارکوونکي وکولای شي، چي خپل دندي او مکلفیتونه د افغانستان ملي انکشافي ستراتیژي سره سم په اقتصادي، اجتماعي او سیاسي برخو کي په ښه ډول ترسره کړي.

د دیګاه شرح:

د اطلاعات او فرهنګ وزارت کارکوونکي د دې وزارت مهمه سرمایه بلل کېږي او موږ د دوی د تجهیز، پرله پسې انکشاف او له دوی څخه د موثرو خدماتو د عرضه کولو په برخه کي متعهد یو.

ماموریت:

د بشري منابعو د ریاست ماموریت، د انکشافي خدماتو اماده کول او د بشري منابعو باکیفیته مدیریت د جلب له لاري او د پرسونل د وړتیا، تشویق او انکشاف ساتنه او د ښو او موثرو خدماتو د وړاندي کولو په برخه کارکوونکو ته توانمندي ورکول.

اساسي ارزښتونه:

I.                  دندې ته تعهد

II.               تخصص

III.           د ګروپي کار روحیه

IV.           باکیفیته خدمات      

ستراتیژیک اهداف:

هغه ستراتیژیک اهداف او ننګووني چي د بشري منابعو ریاست ورسره مخامخ دئ، طرح ورته جوړه شوې او د (۱۳۹۴-۱۳۹۸ل.) کلونو په جریان کي به رفع سي:

عالي اهداف:

د ظرفیتونو لوړول، په نوي او عصري تکنالوژیکي وسایلو  د دفترونو مجهز کول، د  کارکوونکو د حقوقو تثیبت او اعاده، د شته منابعو څخه په استفاده د بشري منابعو تقویه او بيا جوړونه.