مالی اداری او د ګرځندوی معینیت

بسم الله الرحمن الرحیم

د سیده مژګان مصطفوي لنډ ژوندلیک

پوهنیار سیده مژګان مصطفوي د سید هاشم لور، په (۱۳۵۱ل.) کال د کابل ښار په یوه متدینه او روشنفکره کورنۍ کي زېږېدلې ده.

لومړني زده کړي ئې د عبدالغفور ندیم په ښوونځي کي کړي دي او متوسطه او لیسه ئې د افشارو په عالي لیسه ښوونځي کي د (۱۳۵۷ل.) څخه تر (۱۳۶۸ل.) کال پوري زده کړي دي. په (۱۳۶۸ل.)کال د کانکور له لاري د کابل پوهنتون، د ادبیاتو پوهنځي، انګلیسي څانګي ته کامیابه شوه او دوه کاله ئې دا پوهنځي ولوستل، تر څو په هیواد کي داخلي جنګونو په سبب ئې دا زده کړي نیمګړي پاته شوې او له کورنۍ سره ئې ایران ته مهاجرت وکړ. سیدې مژګان مصطفوي په ایران کي د مهاجرینو په مدرسو کي زده کړي وکړې او هم ئې په ځینو ژورنالیستکي فعالیتونو کي برخه اخیستل. د دوی دا فعالیتونه او علاقمندي د دې باعث شول، تر څو په (۱۳۷۳ل.) کال کي  د ایران د علامه طباطبائي په پوهنتون کي د ژورلیزم او اجتماعي ارتباتاتو پوهنځی شروع کړي.

د دوی تلاش او کوښښ  په نوموړې رشته کي د دې باعث سول، چي د خپلي پوهنځي د محصلانو په منځ کي په ممتاز محصل وپېژندل شي او دغه رشته ئې د (۱۳۷۳- ۱۳۷۸ل.) کلونو تر منځ خورا په کامیابۍ ولوستل او د لیسانس سند ئې تر لاسه کړ او له (۱۳۸۰ل.) کال څخه تر (۱۳۸۲ل.) پوري ئې د علامه طباطبائي پوهنتون، د ژورلیزم او اجتماعي ارتباتاتو پوهنځی څخه د ماسټرۍ سند هم تر لاسه کړ او د ماسټرۍ تېزیس ئې (نقش جمعی رسانه ها بالای توسعه افغانستان) وو.

د ماسټرۍ د دورې تر بشپړولو وروسته بيرته افغانستان ته راغله او په (۱۳۸۶ل.) کال کي، د کابل پوهنتون، د ژورنالیزم پوهنځي په علمي کادر کي شامله شوه او  تر اوسه پوري هم په یاده پوهنځي کي تدریس کوي. همدارنګه د دغو کلونو په جریان کي ئې د کابل پوهنتون، د تحقیقاتو او پالیسۍ په مرکز کي، استادانو او محصلانو ته په اجتماعي علومو کي د تحقیق د روش تدریس هم کاوه. د دې تر څنګ ئې د انټرنیوز سره (په رسنیو کي د حقوق او اخلاق) په برخه کي هم د محقق په صفت همکاري کول او د دغه تحقیق نتیجه په (۱۳۸۸ل.) کال په کتابي شکل د رسنیو د یوالي د مرکز له خوا چاپ شوه او ښه استقبال ئې هم وشو.

میرمن مصطفوي په (۱۳۸۵ل.) کال کي د بهزیستي موسسې سره هم د (اداري اُصولو او رهبرۍ) د استاد په صفت کار کاوه. په همدې کال ئې  د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون سره د (د رسومو او عنعناتو تاثیرات پر افغانو ښځو) تحقیق کي هم همکاري کول.

په (۱۳۸۵ل.) کال کي ئې د ځینو دوستانو په غوښتنه د ښځو چارو په وزارت کي ئې یو کال د اطلاعاتو او عامه ارتباطاتو د رئیس په صفت کار وکړ او په (۱۳۸۶ل.) کال کي د دوی ښه کارکردګۍ او مسوولیت پزیرۍ ته په کتلو سره د جمهوري ریاست په منظورۍ د ښځو چارو وزارت د مسلکي او پالیسۍ د معیني په صفت و ټاکل شول او تقریبا یو کال ئې پر نوموړي معینیت کار وکړ.

په (۱۳۹۴ل.) کال د اطلاعات او فرهنګ ورازت په پشنهاد او د جمهوري ریاست د (۵۳) (۲۳/۳/۱۳۹۴ل.) حکم پر اساس د اطلاعات او کلتور وزارت د نشراتي معین په صفت مقرره شول او تر څنګ ئې د کابل پوهنتون د ژرنالیزم په پوهنځي کي تدریس کاوه. اوس میرمن سیده مژګان مصطفوي د اطلاعات او فرهنګ وزارت د توریزم او مالي اداري معینه ده.