د ملي آرشیف ریاست

د افغانستان د ملي آرشیف پېژندنه

آرشیفونه په نړۍ کي ځانګړی ارزښت لري، د څېړني او تحقیق لومړنۍ سرچینې بللي کېږي. آرشیفونه د هیوادونو د تاریخي ارزښتمنو اسنادو د ساتني او د دوی د ملي او تاریخي میراث او هویت د پېژندني له پاره جوړېږي. آرشیفونه  په نړۍ کي بېلابېلي بڼي لري، لکه: ملي آرشیفونه، سیمه ییز آرشیفونه، موضوعي آرشیفونه.....

په افغانستان کي د لومړي ځل له پاره د غازي امان الله په وخت کي اسناد راټول شول. په اولو وختونو کي ملي آرشیف مناسب ځای نه درلود. په (۱۳۱۰ل.) کال دغه آثار په دارالامان کي د افغانستان ملي موزیم ته انتقال شول. د سردار محمد داود خان د حکومت په وخت کي د تاریخي اسنادو او خطي آثارو د ساتني او راټولو له پاره د اطلاعاتو کلتور وزارت، د عامه کتابتونونو د ریاست په تشکیل کي په (۱۳۵۲ل.) کال کي ملي آرشیف تاسیس شو. په (۱۳۵۶ل.) کال کي د ملي آرشیف اسناد او آثار د ملي آرشیف ریاست اوسني تعمیر ته را انتقال شول او ملي آرشیف د یوه جلا ارګان په توګه د اطلاعاتو کلتور وزارت د فرهنګي معینیت په چوکاټ کي فعالیت شروع کړ. ملي آرشیف د داخلي جنګونو او طالبانو د حکومت په اولو وختو کي فعالیت نه درلود،  خو د طالبانو د حکومت په اواخرو کي ئې په خورا کم پروسونل بیا فعالیت شروع کړ.

په (۱۳۸۱ل.) کال ملي آرشیف یو ځل بیا د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي له خوا بیا پرانیستل شو. اوس د افغانستان په ملي آرشیف کښي تر سلو زرو ډېر تاریخي او خطي آثار سته او ۳۱ تنه کارکوونکي لري، چي د درو آمریتونو او دوو مدیریتونو په چوکاټ کي کار کوي.

د ملي آرشیف رسالت:

د تاریخي آثارو ساتنه او  د افغانستان د راتلونکو نسلونو خبرول د دوی په پر افتخاره فرهنګي تاریخ.  

لېرلید:

د یوه موډرن او معیاري آرشیف جوړول او د افغانستان د خلکو له پاره  د ښوو  او عصري آرشیفي خدماتو وړاندي کول.

اهداف:

·       د تاریخي او فرهنګي اسنادو د ساتني له لاری د تېر او آینده نسل تر منځ ارتباط اېجادول.

·       د تاریخي او فرهنګي څېړونو له لاري د ملي آرشیف غني کول.

·       د محقیقنو او د ملي آرشیف د مراجعینو له پاره ښه او معیاري خدمتونه وړاندي کول.

·       د تاریخي اسنادو او خطي آثارو د ساتني او ترمیم له پاره د مسلکي کسانو روزنه.

د ملي آرشیف دندې:

1.    د ملي آرشیف د مخزنونو د غني کولو له پاره د خطي او تاریخي اسنادو راټول.

2.    د ملي آرشیف د موجودو اسنادو او منابعو څخه د اسانه او ښې استفادې له پاره د ارشیفي اسنادو تنظیم او پېژندونه.

3.     د آرشیفي اسنادو او اثارو ساتنه او د هغو انتقال و نوي نسل ته.

4.     د ملي آرشیف د خدماتو او کارونو په اړه مراجعینو او څېړونکو ته معلومات ورکول.

د ملي آرشیف بېلابیلي برخي:

 

1.   د خطي نسخو آمریت:

د خطي نسخو آمریت د ملي آرشيف یوه مهمه برخه،  چي تر اوو زرو ډېري خطي نسخې او خوشنویسه آثار پکښي ساتل کېږي.  د قرآن کریم نفیسي خطي نسخې او نوري ادبي خطي نسخې، د ملي آرشیف د مهمو قلمي آثار څخه دي.

د خطي نسخو کتلاک، فهرست جوړول او د هغو پېژندنه تر څو څېړونکي له هغو څخه استفادې ته لاس رسی ولري، د دې آمریت له فعالیتونو څخه دي.

تاریخي سندونه او اسناد د ملتونو د ملي پېژندني او کلتور په پیاوړتیا کي اساسي رول لري او د هیواد تاریخي او فرهنګي خزانې، د ساتني له پاره باید تدابیر ونیول شي.

2.    د تاریخي اسنادو آمریت:

د تاریخي اسنادو آمریت د ملي آرشیف بله مهمه برخه ده، چي تر سلو زیات د سلطان حسین بایقرا (۸۶۹ هـ.ق.) د عصر آثار پکښي ساتل کېږي. سیاسي معاهدې، پادشاهي فرامانونه، تاریخي مکتوبونه، قبالې، عکسونه، جریدې، تاریخي او پخوانۍ مجلې، د ملکیت خطونه او نور شرعي اسناد په دې برخه کي ساتل کېږي. د دې برخي وظيفه د تاریخي آثارو پېژندنه، د هغوی فهرست او کتلاک جوړول دي. تر څو د څېړونکو د استفادې له پاره ئې اساني جوړه کړې وي.

3.   د آرشیفي اسنادو د ساتني او ترمیم آمریت:

د آرشیفي اسنادو د ساتني او ترمیم د آمریت دنده په علمي او مسلکي ډول د آرشیفي اسنادو ساتنه ده. د حرارت د درجې، رطوبت او د مخزنونو د روښنايۍ، د آرشیفي اسنادو ضد عفوني کول د لابراتور له لاري او د اسنادو او آثارو ډیجیټل کول د دې آمریت له فعالیتونو څخه دي.

4.   د داخلي کنټرول عمومي مدیریت:

د داخلي کنټرول د عمومي مدیریت دنده، د آرشیف د امنیت ساتنه ده. د لیدونکو او استفاده کوونکو  څارنه، د آرشیف د داخلي ساحې کنټرول او د امنیت له مسوولینو سره همکاري د دې مدیریت له دندو څخه دي.  

5.   د خبر رسوني او عامه خدماتو مدیریت:

د خبر رسوني او عامه خدماتو مدیریت دنده د آرشیف د آثارو او فرهنګي میراثونو په اړه عامه پوهاوی دئ. د آرشیف د ویبپاڼي مدیریت،  د ملي آرشیف د آثارو او اسنادو د نندارتونو په اړه خبرونه، د ملي آرشیف ډاټابېس او کتلاک د استفاده له پاره د خارجي او داخلي څېړونکو په واک کي ورکول.   

 

د ملي آرشیف د رسمیاتو وخت:

له شنبې څخه تر چهارشنبې د سهار له (۸:۰۰) بجو څخه د ماپښین تر (۴:۰۰) بجو پوري.