د هنرستان رياست

 د هنرستان رياست دوه امريتونه لري  

١_  دملي نګارستان آمريت

٢_  دغلام محمد ميمنګي دهنري زده کړو آمريت .

 په پيل کې دغه دوه آمريتونه  رياست و او په  ١٣٩٠ کال کې دغه دوه رياستونه مدغم شول او د هنرستان رياست رامنځته شو چې اوس دغه دوه آمريتونه د هنرستان درياست  په چوکاټ کې  فعاليت کوي .

 _  په ټوليزه توګه دهنرستان تشکيل دمسلکي او خدماتي  پرسونل سره ٤٦ تنه دي .

 _  ددغه رياست دواړه امريتونه په مشخصو هنري استقامتونو کې فعاليت کوي .

 دهنرستان د رياست هدف :

_ دهنري اثارو راټولول ، ساتل ،ترميمول او مرمت کول .

  _ دښکلو هنرونو معرفي کول  د  هنري او دلاسي صنايعو په برخو کې  دځوانانو او دتنکيو ځوانانو او دهنر د مينه والو روزنه .

_ دهنري نندرارتونو دجوړولو له لارې دښکلو هنرونو معرفي کول .

_ دهنري  نندارتونونو  د جوړولو له لارې   دښکلوهنرونو معرفي کول.

_  دهنري نندراتونونو او پروګرامونو په بهيرکې داثارو څيړنه  او کره کتنه .

_ له  کورنيو اوبهرنيو فرهنګي مرکزونو  اوموسسو سره داړيکو ټينګول.

دټولو هنري فعاليتونو رهبري ،  کنترول او څارنه چې د انځورګرۍ ، رسامۍ ،  خطاطۍ اوميناتوري  ) هنر دښکلو هنرونو دپياوړتيا اومعرفي کولو او دلاسي صنايعو  د ودې  ، دهېواد د اصيل هنري فرهنګ د ژوندي ساتلو په لاره کې دهېواد دهنرمندانو دهنري آثارو راټولول اوساتنه .

دښکلو هنرونو  ، د لاسي صنايعو معرفي کول  او د هنر  د مينه والو ځوانانو روزنه،

په هنري  پروګرامونو او نندارتونونو کې د فرهنګي اثارو د مادي او معنوي بيې د ټاکنې په مقصد دتاريخي او معاصرو آثارو دڅيړنې دميکانيزم جوړول.

دهېواد دښکلو هنرونو او دلاسي صنايعو د پيژندنې په لاره کې دهنري نندارتونونو د جوړولو لپاره د اسانتياوو برابرول .

دښکلو هنرونو او دلاسي صنايعو په برخو کې دمينه والو په عملي او نظري ډول د روزنيزو ورکشاپونو د جوړولو په لاره کې  د کورنيو او بهرنيو فرهنګي مرکزونو د همکارۍ جلبول.

د ملي نګارستان آمريت

دغه  لاندې څانګې لري

_ د آثارو د ترميمولو مديريت

_  دنندارتون مديريت

_  د ثبت او راجستر مديريت

_   د کورنيو او بهرنيو لارښوونو برخه

_  د آثارو د مخزن برخه

 د دغه آمريت هر مديريت خپله مشخصې دندې لري.

دملي نګارستان آمريت يو دايمي نندارتون لري چې په هغه کې دکورنيو او بهرنيو هنرمندانو  آثار چې تاريخي لرغونتيا  لري، نندارې ته وړاندې کړي دي.

دهېواد داصيل هنر او د هنرمند د معرفي کولو په مقصد په بيلابيلو مناسبتونو او وختونوکې د هېواد د هرمندانو د آثارو د موقت نندارتون جوړول.

که چيرې د ملي نګارستان تاريخچې ته نظر واچول شي، ملي نګارستان په  ١٣٦٢ هجري لمريز کال  کې د ملي نګارخانې په نامه د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  په چوکاټ کې  په فعاليت پيل  وکړ  چې تر ١٣٧٠ کال پورې د ملي نګارستان ( ملي ګالري )   آثار ٨٢٠ هنري آثارو ته چې دانځورګرۍ ، خطاطۍ  ، ميناتورۍ ، معرق کارۍ او ستنې  ګنډلو ته رسيدلي، نندارې ته وړاندې شوي و چې هره ورځ  دمينه والو پرمخ پرانستى  و او دى.

دملي نګارستان ودانۍ  چې څه ناڅه  ١٢٠ کاله تاريخي لرغونتيا لري  او يوه تاريخي  آبده يا څلى  دى، په دوو پوړونو  کې جوړه شوې  ده چې په اسمايي واټ کې موقعيت لري .

په څو وروستيو  لسيزو کې  دکورنيو  کورګډو  جګړو له امله ملي نګارستان زيات زيانونه  او ستونزې ګاللې دي. له دغو پيښو مخکې د وزارت او د ملي نګارستان مقاماتو وغوښتل چې يوشمېر  آثار له زيانونو څخه خوندي پاتې شي. دهېواد د مشهورو هنرمندانو  ٦٣ ناب هنري آثار په ملي آرشيف کې چې د آثارو دساتنې لپاره مناسب  ځاى و،  وليږدول شول او هلته ساتل کيدل او د ملي نګارستان مسلکي   کارکوونکو تل د هغه څارنه کوله . ملي نګارستان تل په دې لټه کې و هغه آثار چې په ملي نګارستان کې موجود دي، د هغو ښه ساتنه وشي. له دې امله چې دملي نګارستان د آثارو د ساتنې بل ځاى نه و، له  ١٣٧٠ کال وروسته د ملي نګارستان ٢٠٠ آثار لوټ کړاى شول او  ٢١٠ اثار يې دطالبانو دحکومت  له خوا  له منځه يوړل شول چې دملي نګارستان مسلکي کارکوونکي وکولاى شول  ددغو اثارو  ټوټې وساتي چې د يوشمير ويجاړو شويو اثارو ټوټې  په ملي نګارستان کې شته چې دترميمولو وړ دي  او يوشمير اثار دهنرمندانو له خوا ژغورل شوي دي ، دملي  نګارستان   آمريت تل هلې ځلې کړې دي چې  دخپلو موجودو  آثارو له لارې دګران هېواد فرهنګ معرفي کړي.

له موقت حکومت  وروسته  ملي نګارستان بيا احيا شو  چې د جمهور رئيس  حامدکرزي  له خوا پرانستل شو او په فعاليت يې پيل وکړ  او اوس  ملي نګارستان دهېواد دهنرمندانو ٥٤٠  اثار  او  ١٢٠ بهرني اثار په ملي نګارستان کې شته. دملي نګارستان د ٧٠٢  اثارو له  جملې څخه  يوشمير يې دکورنيو هنرمندانو له خوا اويوشمير نوريې دايران، روسيې او د فرانسې دهنرمندانوله خوا  دسوغات په ډول ملي نګارستان ته ورکړ شوي دي.

اوس ملي نګارستان  په  ديارلسو ولايتونو  دقندهار ، هلمند ،. غزني ، ميدان وردګو ، بلخ ، هرات ، لوګر ، خوست ، پکتيا ،فارياب ، پنجشير ، ننګرهار  اوپه سمنګانو کې نمايندګۍ لري چې ددغو ولايتونو داطلاعاتواوفرهنګ  درياستونو په  چوکاټ کې فعاليت کوي او ټاکل شوې ده دبغلان ، باميانو ، روزګان په ولايتونو کې به دملي نګارستان نمايندګۍ پرانستل شي  چې مقدماتي کارونه يې دوام لري.

_ دهېواد په مرکز او ولايتونو کې دبيلابيلو تاريخي ورځو په مناسبت  نندارتونونه جوړ شوي دي .

_  د ايکو د فرهنګي اوونۍ په مناسبت  دبلخ او کابل  په ولايتونو  او دايران  ، ترکمنستان  او دتاجکستان په هېوادونو پورې دهنري  فيستوالونو جوړول.

 دکابل ، خوست ، هرات  او دبلخ  يوشمېر شخصي نګارستانونو ته د جوايزو ويشل.

دهند ، ايران ، پاکستان ، بنګله ديش  اوسريلانکا په هېوادونو کې دنندارتونونو د جوړولو لپاره دکارکوونکو استول .

د جمهوري رياست د ارګ  د چارو د ادارې ، د پغمان ماڼۍ ، دجلال اباد دشاهي ماڼۍ او په يوشميرولايتونو  کې دملي  نګارستان  دبډاينې  په لاره کې دهنرمندانو دتاريخي  اثارو پيرودنه .

دبيلابيلو تاريخي ورځو په مناسبت  دهنرمندانو ستاينه  او تقديرول . 

د فيروزکوه له هنري موسسې ، دښکلوهنرونو  له پوهنځي ،  ګويته انستيتوت ، دآغاخان  فرهنګي مرکز ، ګلوبل موسسې او د انافي له موسسې  سره همکاري.

ملي نګارستان دلومړي ځل لپاره ديونان هيوادله خوا ترميم  او بياورغاول شو او دوه ځلې داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت له بودجې څخه بيا رغاول شوى دى  او هرکال زيات مينه وال دملي نګارستان  اثار ګوري  چې شمير يې زرګونو تنو ته رسيږي  چې  زياتره يې دانځورګرۍ  او خطاطۍ  هنرمندان او دکورنيو اوبهرنيو  اشخاص  ، د دولتي او خصوصي  پوهنتونونو  محصلان  او د ښوونځي زده کوونکي  دي  چې داثارو  په باب

دملي نګارستان دلارښوونکو له خوا لازمې څرګندونې  کيږي.

دغلام محمدميمنه ګي دهنري  زده کړو امريت :

_  دغلام محمد ميمنه ګي دهنري زده کړو امريت  په  ١٣٥١ کال کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  په  چوکاټ کې دمستظرفه صنايعو په نامه په فعاليت پيل وکړ   چې  په ١٣٥٦ کال کې دغلام محمد ميمنه ګي دهنري سازمان  په نامه بدلون وکړ . وروسته   دغلام محمد ميمنه ګي  دنګارستان په نامه وروسته دغلام محمد مينمه ګي د هنرستان او اوس دغلام محمدميمنه ګي  دهنري  زده کړو  دامريت په نامه  دهنرستان رياست  په  چوکاټ کې  فعاليت کوي.
  دتاسيس  له وخت څخه  تراوسه پورې يو زيات شمير زده کوونکي  ټولنې ته وړاندې کړي دي  او اوس د رسامۍ ، انځورګرۍ ، خطاطۍ، خياطۍ ،  دکمپيوټر ډيزاين، دماشومانو  د هنر  او د کرشنيل ګنډولو  په برخو کې فعاليت کوي چې څلور مسلکي مديريتونه لري.

١_  د انځورګرۍ مديريت

٢_  دګرافيک مديريت

٣_   دماشومانو دهنر مديريت

٤_  دلاسي صنايعو او مجسمې مديريت

په باميانو کې د سارک  دفرهنګي اوونۍ  نمانځنه چې يوشمير کورنيو اوبهرنيو هنرمندانو پکې ګډون کړى و. له هېواد څخه بهر په هندوستان ، بنګله ديش ، بوتان ، يونان  او  سريلانکا .

په سعودي عربستان  او هندوستان فيستوالونه.

د جمهوري رياست د ارګ ماڼۍ ، مرمرينه ماڼۍ، دپغمان ماڼۍ ، دبهرنيو چارو وزارت  ، د پارلمان پخوانۍ او نوې  ودانۍ ، دبلخ ، ميدان وردګو، لوګر ، هلمند ، او دپکتيادولايتونو دتالارونو ، دجلال اباد دشاهي ماڼۍ اودجلال اباد  دپنځه ستوري هوټل  ډيکور او ډيزاين  ددغې ادارې  دمسلکي کارکوونکو له خوا ترسره شوي دي. څه ناڅه ٢٠٠  تنه زده کوونکي اوس  ددغه مرکز په پروګرامونو کې تنظيم  او تر روزنې لاندې دي.

ددغه امريت پروګرامونه  دنقاشۍ، خطاطۍ  او ميناتورۍ  په برخو کې اتلس مياشتې  او نور پروګرامونه يو کلن دي.

په دغه مرکز کې   زده کړه وړيا ده  او هرڅوک کولاى شي ددغه مرکز له پروګرامونو څخه استفاده وکړي.

دپروګرام  په پاى کې په هغه صورت کې چې زده کوونکي په آزموينه کې کامياب شي،  تصديق ليکونه ورته ورکول کيږي.

د لوست په بهيرکې د زده کوونکو د مسلکي  ظرفيتونو د لوړولو په مقصد دطرحه شوي پلان له مخې  هنري ورکشاپونه او سيمينارونه زده کوونکو ته جوړيږي .

دغه مرکز د جوړيدو له وخت څخه  تراوسه پورې يو زيات شمېر زده کوونکي روزلي او ټولنې ته يې وړاندې کړي دي.

دهېواد زياتره هنرمندان ددغه مرکز له پروګرامونو څخه  استفاده کړې ده.