د موسقۍ زده کړي ریاست

د موسیقۍ د زده کړي ریاست د اطلاعاتو فرهنګ وزارت یو د څو اساسي او کلیدي برخو څخه دئ، چي په (۱۳۶۲ل.) کال د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت په چوکاټ کي جوړ شو. دې ریاست (۳۷۲) نفره تشکیل درلود د هیواد د بېلابېلو قومونو د موسیقۍ له پاره ئې کار کاوه. په (۱۳۶۳ل.) کال د دې ریاست په چوکاټ کي د افغان- هند د موسیقۍ جوړ شو او هندوستان د هیواد له خوا حمایه کېدئ.

په دې مرکز کي څلورو نفرو هندي استادانو کار کاوه. پروفیسر روبین چترجي او میرمن کرشنا چترجي د آواز خوانۍ، استاد عرفان محمد خان د سیتار او سرود او پروفیسر مهیش دهلوي د طبلې په برخه کي نارینه او ښځینه شاګردان روزل. دغه استادانو ته معاش او نور امتیازات د هند هیواد له خوا ورکول کېدل، یوازي د اوسېدلو او ترانسپورټ د امکاناتو برابرولو مسوولیت ئې د افغانستان د حکومت پر غاړه وو.

د دې تر څنګ د افغاني موسیقۍ د آلاتو د زده کړي په برخه استاد موسی قاسمي، استاد محمد هاشم او استاد رحیم بخش تدریس ورکاوه.

دغه مرکز پر دغو کورسونو سربېره د موسيقۍ د آلاتو جوړولو مرکز هم درلود، چي شاګردان به ئې د موسیقۍ د آلاتو د جوړو په برخه کي روزل، لکه رباب، تنبور، طبله او نور.

د کورنیو جنګونو له شروع کېدو سره دغه مرکز تر ۵ کالونو فعالیت وروسته په (۱۳۶۷ل.) کال کي وتړل شو او هغه سامان آلات چي د هند هیواد له خوا مرسته سوې وه، چور او تالا سول.

د طالبانو د حکومت په وخت کي دغه ریاست فعالیت نه درلود او د اسلامي ترانو د ریاست په نامه مسمی شو او موسیقي په کلي ډول له صحنې څخه ووتل او د افغاني موسیقۍ آلات د قاچاق له لاري پاکستان ته انتقال سول.

تر انتقالي دورې او د حامد کرزي تر انتخاب کېدو وروسته د موسقۍ ریاست بیا فعالیت شروع کړ او ۸۰ نفره تشکیل ئې درلود. که څه هم د بازسازۍ په دې نوې دوره کي مختلفو ساحو کي تغیرات راغلل، خو موسیقۍ ریاست ته هیڅ توجه ونه سول او حتا یو مناسب تعمیر لا ورته جوړ نسو.

دغه بې توجهي د دې سبب سوه چي د موسیقۍ ریاست دیرشو نفرو ته را کم شو، چي په هغه کي ئې څلرویشت مامورین ول او شپږ تنه هنرمندان ول.

 

په افغانستان کي د آرکسټر تاریخ:

په افغانستان کي د موسقۍ هنر او نورو هنرونو ته توجه کېدله او په افغانستان کي لاندي آرکسټرونه موجود ول:

1.       د حربي پوهنتون د جاز سمفوني آرکسټر:

د حربي پوهنتون د جاز سمفوني آرکسټر چي د حربیه وزارت د موزیک د مکتب د دوهمي دوري له فاغینو څخه جوړ وو، چي د مختاربیګ شاګردان ول. استاد فرخ افندی د دې آرکسټر لومړنی مسوول وو، له (۱۳۲۴ تر ۱۳۳۲ل.) کال پوري او له (۱۳۳۲ تر ۱۳۵۴ل.) استاد سلیم سرمست د دې آرکسټر مسوول وو او په (۱۳۵۴ل.) کال دغه آرکستر له منځه ولاړ.

2.       د راډیو افغانستان آرکسټر:

دغه آرکسټر د (۱۳۴۹ل.) کال په میزان کي د راډیو افغانستان د موسیقۍ د عمومي مدیریت په چوکاټ کي تاسیس شو او (۳۸) نفره تشکیل ئې درلود. د دې آرکسټر مسوول استاد ننګیالی وو او د دغه ځیني آثار او نمونې اوس هم د راډیو افغانستان کي سته. دغه آرکسټر په (۱۳۵۴ل.) کال له منځه ولاړ.

3.       د جاز دوهم آرکسټر:

د جاز دوهم آرکسټر چي (۱۹) نفره ول، تر (۱۳۶۷ل.) کال پوري ئې فعالیت کاوه او تر هغه وروسته د اول ځل له پاره ملي آرکسټر د (۲۴) د موسقي د ریاست په هڅو او د وزرات د مقام په خاصه توجه د (۱۳۹۵ل.) کال په ثور کي په رسمي ډول خپل فعالیت شروع کړ او له یوه کاله راهیسي فعالیت کوي.