د ملي تیاتر ریاست

انسان د پیدایښت له وخت څخه بیا تر ننه پوري په دې هڅه او تلاښ کي دئ، چي د خپل  روح او نفس د آرامۍ له پاره داسي کار وکړي، چي هم خپل ځان ته سرګرمي پیدا کړي او هم هغه ذات چي دی ئې پیدا کړی دئ وستايي.

په دې منظور د تیاتر هنر د انسان د هڅو نتیجه وه او د نړۍ په هره نقطه کي د لومړي ځل له پاره د دې پدیدې ریښې په مذهبي مراسمو کي وې او نن ورځ په هره ټولنه کي او هیواد کي د هغو د ملي او فرهنګي ارزښتونو په رعایت سره د هغوی تاریخ بیا بیانوي او د ملي فرهنګ د رشد او غنا له پاره ئې فعالیت کوي.

په افغانستان کي هم تیاتر له ډېر پخوا څخه خورا مهم ځای لري او د افغانستان ملي تیاتر په (۱۳۴۳ل.) کال رسماً د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کي جوړ شو او خپل هنري فعالیتونه ئې د نایبه آثارو په ارایه کولو سره، چي د ټولني د روحیې سره به ئې مطابقت درلود وړاندي کول. تیاتر یو مهمه عایداتي او د اذهانو د روښانه کولو منبع ول. د هیواد په سطح د تیاتر د بخش یوازنی مرکز د ملي تیاترونو مرکز وو، چي مذهبي، تاریخي، دودیز او فرهنګي نندارې ئې وړاندي کولې او د اسلامي فرهنګ د تبلیغ او ترویج  په برخه کي یوازنۍ باصلاحیته مرجع ده، چي خورا لوی مسوولیت لري.