د افغان فلم ریاست

سینما د یوې  خپلواکي ډله ييزي رسنۍ په توګه د هیوادونو  په کلتوري، ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي تغیراتو کي مهم او ارزښتناکه رول لري او زموږ هیواد هم له دې څخه مستثنی نه دئ.

زموږ په هیواد کي د سینما تاریخ هغه وخت را شروع شو، کله چي امان الله خان د اروپا له اوږده سفر څخه افغانستان ته را ستون سو او له ځان سره ئې یوه نماشي دستګاه او څو حلقې فلمونه راوړل او زموږ خلک ئې  له سینما سره آشنا کړل. د وخت د غوښتنو سره سم په کابل او نورو ولایاتو کي پرله پسې سینماګاني جوړ سوې او د زموږ د خلکو له خوا د سینما د صنعت خورا ښه استقبال وسو. د روحي آرمتیا او تفریح له پاره به سینماوو ته تلل. 

د افغان فلم دولتي موسسه په (۱۳۴۷ل.) کال کي د وخت د دولت په توجه او امریکا متحده ایالاتو د خلکو په مرسته جوړه سوه. د افغان فلم د موسسې تر جوړېدو وروسته په بېلابېلو وختونو کي خپل سینمايي او فلمي تولیدات وړاندي کړي دي، لکه: اخباري فلمونه، د بېلابېلو موضوعاتو په اړه مستند فلمونه او همدارنګه عالي داستاني فلمونه. د افغان فلم تولیدات هر وخت د خلکو د ښه استقبال سره مخامخ سوي دي، چي د کابل په بهارستان سینما، آریوب سینما.... او د هیواد د نورو ولایاتو په سینماګانو به کي نندارې او نمایش ته وړاندي کېدل.

د افغان فلم عمده اهداف:

1.       د هیواد د اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي موضوعاتو اړوند د اخباري فلمونو جوړول.

2.       د مختلفو موضوعاتو او خاصو مناسبتونو په اړه د مستندو فلمونو جوړول.

3.       د لنډو داستاني فلمونو جوړول.

4.       په هیواد کي د موسسو او سینماګانو د ایجادولو موافقې.

5.       د رنګه سویو فلمونو، تولیدي فلمونو او نورو بصري موادو ارزونه.

6.       د افغان فلم د سیارو واحدونو له خوا د خلکو د اذهانو د تنویر او عامه پوهاوي له پاره د داخلي فلمونو نندارې ته وړاندي کول.

7.       د فلمونو د نمایش په سالونونو کي د داخلي فلمونو افتتاح او نندارې ته وړاندي کول.

8.       د فلمي فیستوالونو جوړول او نړیوالو فیستوالونو ته د فلمونو استول.

9.       د ۱۶ او ۳۵ ملي متري سینمايي نوارونو کتنه، ترمیم، فهرست او ډاټابېس جوړول.

10. د آرشیفي فلمونو ساتنه.

11. د ښه ساتني او عامه استفادي په منظور د آرشیفي فلمونو ډیجیټل کول.

12. د سیمنا د مقرراتو، لوایحو، کړنلارو او نورو تقنیني اسنادو طرح او جوړول.

13. د فلمنامو جوړول، مطالعه او ارزیابي.

14. د انمېشن فلمونو جوړول.

15. د سینما په اړه ورکشاپونه او سیمینارونه جوړول.