د تاریخي ښارونو او تاریخي آبداتو د ساتني او احیا ریاست

د تاریخي ښارونو او تاریخي آبداتو د ساتني او احیا ریاست

هدف:

د تاریخي ښارونو او تاریخي آبداتو د ساتني او احیا ریاست هدف د بېلابېلو میتودونو څخه په استفاده د تاریخي آبداتو او فرهنګي آثارو ساتنه او ترمیم ، د دغو آثارو سروې کول، نقشې اخیستل، حجم اخیستل، ترمیم کاري، د تاریخي آثارو او آبداتو وقایه او دوامداره ساتنه او نظارت دئ.

په تېرو څلورو کلونو کي د دې ریاست فعالیتونه:

·       د (۲۶۲) پروژو سروې او جوړول. په کابل، هرات، بلخ، کندهار، ننګرهار، غزني، بامیان، فاریاب، لغمان، کندز، تخار، بدخشان، زابل، غور، سرپل او هلنمد ولایتونو کي.

·       د (۲۴۲) تاریخي آبداتو ترمیمول، په بلخ، هرات، کابل، کندهار، غزني، بامیان، فاریاب، بدخشان، تخار، لغمان، غور، هلمند، کندز، زابل او هلمند کي. له دې جملې څخه (۹۵) ئې د آغا خان د بنیاد له خوا ترمیم سوي، (۳۴) ئې د فیرزو کوه د موسسې له خوا ترمیم سوي او (۳) ئې د اچکو موسسې له خوا ترمیم سوي دي.

·       (۱۴۰۸) تاریخي آبدات فهرست او په داټابیس کي ثبت سوي دي. له دې جملې څخه  د اساسي قانون د (۱۴) مادې پر اساس د (۸۲۷) تاریخي آبداتو د معرفۍ لوحې جوړ سوي دي، چي له دغو څخه (۲۰۰) ئې په کابل، هرات، غزني، بلخ، سمنګان، جوزجان او بامیان کي نصب سوي دي او (۶۲۷) ئې بامیان، کاپیسا، غزني، هرات، نیمروز، فراه، ننګرهار، لغمان، بغلان، کونړ، بدخشان، تخار، کندز، سمنګان، سرپل، غور، دایکندي، جوزجان، فاریات او بادغیس ته نصب له پاره لېږل سوي دي.

·       په (۲۰۰۲م.) کال کي د غور ولایت د جام منار او په (۲۰۰۳م.) کال د بامیان ولایت اته تاریخي ساحې د نړۍ د کلتوري میراثونو په لست کي شامل سوي دي او څلور(باغ بابر، د هرات زوړ ښار، د بلخ ښار او د رستم تخت) ساحې په ازمایشي ډول د نړۍ د کلتوري میراثونو په لست کي ثبت سوي دي.

د ریاست اداري تشکیل :

د تاریخي ښارونو او تاریخي آبداتو د ساتني او احیا ریاست تشکیل چي (۱۳۹۵ل.) کال کي منظور شوی دئ، په لاندي ډول دئ:

·          اصلي تشکیل (۴۳) تنه

·          موجوده تشکیل (۳۴) تنه

·          کمبود تشکیل (۹) تنه

دغه ریاست یو اجرائیه مدیریت او څلور آمریتونه لري:

·          د تاریخي آبداتو د ترمیم آمریت

·          د تاریخي ښارونو د ساتني او بیا احیا آمریت

·          د تاریخي آبداتو د ثبت او مراقبت آمریت

·          د نقشو اخیستلو او سروې آمریتدر حال ترجمه