د لرغونپوهني ریاست

د لرغپوهني د ریاست تاسیس:

د لرغنپوهني انسیتیوت په مستقل ډول منځ ته نه دئ راغلی، بلکي په لومړي سر د حفریاتو د شعبې په نامه را منځ ته شواو عمده کارونه ئې د نقشو اخیستل، د راپور تهیه کول او اثارو طبقه بندي کول وو. په (۱۳۳۸-۱۳۳۹ل.) کلونو کي ئې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي موزیم په چوکاټ کي فعالیت شروع کړ. دغه شعبه په (۱۳۴۵ل.) کال کي د ملي موزیم څخه جلا شول او د یوه مستقل انستیتوت په شکل ئې فعالیت شروع کړ. د دې ادارې لومړی مشر دوکتور شاهی بای مستمندي وو او لومړنۍ تحقیقات او کیندني ئې د کاپیسا ولایت خم زرګر لرغونې سیمه کي را شروع کړې او هلته ځیني لرغوني آثار وموندل او تر هغه وروسته ئې د هډې په سیمه کي تحقیقات او کیندني پسې وکړې.

 د لرغونپوهني د ریاست فعالیتونه:

د غیري قانونی کیندنو او د لرغونو ساحو د تخریب مخنیوي له پاره د هیواد په سطح تدابیر او قدامات تر لاس لاندي دي او د لرغونو  سیمو د ساتني له پاره امنیتي پوستې او (۰۱۲) قطعه د ولایتونو په سطح د ضرورت په وخت کي جلا او ځانګړې شوې ده.

دغه ریاست تر اوسه (۱۶) تنه مامورین د لنډمهاله او اوږد مهاله مسلکي زده کړو له پاره د فرانسې، یونان، ایټالیا، امریکا، جاپان او نورو لېږل دي او همدا رنګه د کابل پوهنتون، د لرغونپوهني د ډیپارټمنټ د غوښتني پر اساس د یا ډیپارټمنټ محصلانو ته د مس عینک په ساحه کي عملي زده کړي ورکول شوي دي.

د فرانسې د ډافا د موسسې سره د لرغونو سیمو د ډیجیټلي نقشو د جوړوني په برخه کي تفاهمنامه لاسلیک سوې ده.

د لرغونپوهني د ریاست او د امریکا د شیکاګو پوهنتون د شرق پېژندني له انستیتوت سره د ظرفیت لوړولو په برخه کي د جي آی ایس، د ډیجیټل کتابخانې او د هغه انستیوت د فرهنګي مرکز ایجاد د لرغونپوهني په ریاست کي.

الف: د لرغونو ځایونو د سروې په برخه کي:

د لرغونپوهني ریاست خپلو اهدافو ته  د رسېدلو په برخه کي تر اوسه پوري د (۳۱) ولایتونو  په (۶۰) اولسوالیو کي تر اوسه د (۶۴۶) په حدودو کي ساحې تثبیت او سروې کړي دي.

1.    د لوګر ولایت د مس عینک تاریخي ساحه د لومړي ځل له پاره په (۱۳۴۳ل.) کال کشف شوه او په (۱۳۵۵ل.) کال کي د لومړي ځل له پاره یو هیئت (جي. فوسمن او ام لیبر) د دغي مهمي ساحې څخه لیدنه وکړه. په (۱۳۵۵ل.) کال کي روسي عالمانو وینوګرادوف، بختیل او ګردن فرانسوي هم دغه ساحه سروې کړې ده. خو په (۱۳۵۶ل.) کال کي د دافا موسسې د لرغونپوهني د ټیم (تی.برتوکس ، آر. بزنوال، اف.سیبیرون  او وژ.لیزاک هاور) له خوا یوه مقدماتي سروې تر سره سوه او دغه ساحه ئې په کوشاني تاریخي دوره پوري وتړل. د مځکي پېژندني روسي هیئت په (۱۳۴۹ل.) کال کي د مس عینک په ساحه ځیني د ځینو خرابو او د مس عینک د غره په شرقي برخه کي د بعضي اوږدو تونلونو یادونه وکړه. په (۱۳۶۱ل.) کال کي د (و.بال) له خوا د مس عینک لرغونې ساحه د افغانستان د لرغونو ساحو په فهرست کي درج شوه. په (۱۳۸۳، ۱۳۸۵ او ۱۳۸۷ل.) کلونو کي د لرغوني پوهني یو افغان هیئت د مس عینک د ساحې لیدنه وکړه او د مس عینک په ساحه کي اساسي سروې او کیدندني شروع شوې. اخري سروې د (۱۳۹۱ل.) کال کي وه، چي د لوګر ولایت د مس عینک د ساحې اووه کلي ئې پکښي شامل ول او (۳۱۰۰۰) جرینه دولتي مځکه ئې احتوا کړې وه، چي ۴۳ لرغوني ساحې د لوګر ولایت د مس عینک په سیمه کي ثبت شوې.

2.    د افغانستان، جرمنی او فرانسې لرغونپوهانو د هرات د اختیارالدین قلعه په ساحه او د هرات په زاړه ښار کي پنځه سروې ګاني په ګډه ترسره کړې او په نتیجه کي ئې (۲۲۳) لرغوني ساحې کشف شوې.

3.    د افغانستان او لتوانیا لرغونپوهانو د سنګ یار د ساحې د مغارو او لرغونو ساحو، د ضحاک د قلعه او لرغونو ساحو. د کشک بهار د لرغوني ساحې. د بنا شهر، د کشک بهار د شا و خوا د تپو، د پنبه کار د لرغونې ساحې، د قبرضحاک د لرغوني ساحې، د ضحاک زندان، د پشتوندي تپه، د ملک انتر قلعه، د شینه کلی، د آهنګران قلعه، د شیخ خان کاووسي کلی، د غور ولایت لکه قلندر کي دوې سروې ګاني وکړې.

ب: د حفریاتو په برخه کي:

د لرغونپوهني ریاست د پلان مطابق تر اوسه په (۸) ولایاتو کي (کابل، بلخ، بامیان، غزني، غور، هرات، میدان وردګ او لوګر) د افغانستان په سطحه هم په مستقل ډول او یا د مشترکو ټیمونو په ډول د لرغونو آثارو د پېژندني په برخه کي کار کړی دئ، چي په هغه کي ښارونه، اولسوالۍ او کلي راځي.

 (ج) د لرغونو آثارو وقایه او ترمیم:

د لرغونپوهني ریاست د لرغونو آثارو د ترمیم، وقایې او پاکاکارۍ مسوولیت هم لري. تر اوسه پوري ئې په سوونو منقول او غیري منقول آثار پاککاري او ترمیم کړي دي، چي په هغو کي(ګلي، سنګي، طلايي، نقره يي، مسي، برونزي، د اوسپني، سفالي، استوکي، لرګین) آثار راځي، چي تر ترمیم او مقدماتي ثبت او سجل وروسته ملي موزیم ته انتقال شوي دي.

غیري منقول آثار هم پاککاري او ترمیم شوي دي، چي په هغو کي دیوالي نقاشۍ، د بودا لويي مجسمې او استوپې راځي چي په غیري منقولو موزیمونو کي شمېرل کېږي هم ئې ساتنه او حفاظت کېږي.