د ملي موزیم ریاست

د افغانستان د ملي موزیم تاریخ ته لنډه کتنه

د افغانستان ملي موزیم په (۱۲۹۷ل.) کال کي د تاریخي آثارو د ساتي او خوندیتابه له پاره د کابل د باغ بالا په سیمه کي جوړ شو.

په لومړیو کلونو کي د موزیم نوم (عجایب خانه) وو او په هغه کي تاریخي آثار ساتل کېدل، لکه د قرآن کریم خطي نسخې، لاسي صنایع، د آزادۍ د جنګ د وختو ځيني جنګي وسایل او آثار او ځیني نادر کتابونه پکښي ساتل کېدل.

د (۱۳۰۳ل.) کال د عقرب د میاشتي پر ۲۵ نېته د افغانستان ملي موزیم د باغ بالا څخه د ارګ د کوټۍ د باغچې قصر ته انتقال شو او د غازي امان الله خان له خوا رسماً افتتاح شو. ځیني مهمو شخصیتونو چي د موزیم د افتتاح په مراسمو کي ئې ګډون کړی وو، خپل ځیني  نادر او انتیکه آثار ئې موزیم ته هدیه کړل. همدارنګه د افغانستان په  لومړني اساسي قانون کي چي د غازي امان الله خان په وخت کي تصویب شو، په هغه کي یوه ماده ئې په مفصل ډول د تاریخي آثارو او حفریاتو د ساتني د ځای په اړه اختصاص سوې ده. د دغي مادې پر اساس د معارف وزارت په چوکاټ کي د (حفریاتو او موزیم شعبه) جوړه سوه. د دې شعبې مهم فعالیتونه د تاریخي آثارو کشف، ساتنه او ملي موزیم ته د هغو انتقالول وو.

دا چي افغانستان د تاریخي آثارو د کشف او پېژندني له پاره مسلکي کدرونه او امکانات نه لرل، نو په دې برخه کي ئې د فرانسې د دولت سره یو قرارداد لاسلیک کړ او په دغه قرارداد کي دا وپتیل سوه، چي یو هیئت به د (موسیو فوشه) په مشرۍ له فرانسې څخه راځي او د افغاني پلټونکو سره به په ګډه د تاریخي آثارو د کشف او تشخص له پاره کار کوي. د دې قرارداد پر اساس فرانسویانو کولای چي د دوو سره ورته کشف شویو آثارو څخه ئې یو فرانسې ته ورسره وړلای شي. د افغانستان نومیالي مؤرخ او لرغونپوه احمد علي کهزاد یو له هغو کسانو څخه وو، چي له دغو فرانسوي لرغونپوهانو سره ئې په ګډه د دغو تاریخي آثارو په پلټنه او کشف کي کار وکړ او د دوی په کوښښ ډېر تاریخي کشف او تشخص شول. تر فرانسوي وروسته له ایټالیا، المان او پخواني شوروي اتحاد څخه هم لرغوپوهان د تاریخي آثارو د کشف او پلټني له پاره افغانستان ته راغلل او ډېري څېړني ئې وکړي چي د دوی د څېړونو او پلټونو په پایله کي ډېر تاریخي آثار کشف شول او د افغانستان ملي موزیم ته انتقال شول او په دې سره د کابل موزیم د سیمي په سطحه یو له وتلیو او تاریخي آثارو له غني موزیمونو څخه وشمېرل شو.

د موزیم آثار

د بودايي عصر د ډبرو برجسته کارۍ، د هندي هنر څخه متاثره شوی عاجونه، په ماقبل تاریخ پوري اړوند ډبرین آثار، د رومي هنر څخه متاثره شوی د برونزو آثار، د بېلابیلو وختونو سکې او مجسمې د ملي موزیم آثار تشکیلوي. د موزیم د آثارو بله برخه د اسلامي عصر ځیني کلکسیونونه دي. د ملي موزیم د مهمو کتبي آثارو څخه یو هم د حضرت عثمان (رض) په لاس لیکل سوی د کوفي خط قرآن کریم دئ. د قرآن آیاتونه د امام حسن به خط او همدارنګه په کوفي خط د لیکل شوی قرآن کریم یادونه کولای شو، چي په (۱۳۳۴ل.) کال د غلغلې په ښار کي کشف سوی دئ. د دري ژبي د مشهورو او لویو شاعرانو د ځینی آثارو خطي نسخې هم په ملي موزیم کي ساتل کېږي، لکه: د نورالدین عبدالرحمن جامي د (هفت اورنګ) خطي نسخه، د نظامي ګنجوي د (هفت پیکر) خطي نسخه، د امیر خسرو دهلوي د (هشت بهشت) او (لیلی و مجنون) خطي نسخې، چي دغه نسخې ئې اکثر په (۸۹۹هـ.ق.) کال کتابت او تذهیب کاري شوی دي. د تیموري عصر د مشهور خطاط میر عماد په خط د سعدي د بوستان خطي نسخه، د میرزا عبدالقادر بېدل د دېوان خطي نسخه چي د بخار د امیر له خوا د افغانستان پاچا امیر حبیب الله خان ته اهداء سوې ده. د حافظ دېوان د میر محمد محسن به خط، چي د سلطان حسین بایقرا له پاره ئې لیکلې ده او ځیني نور مهم آثار چي د ملي موزیم د ادبي او هنري برخي آثار دي. د ملي موزیم نور مهم هنري آثار د کمال الدین بهزاد میناتورۍ دي. د ملي موزیم کتبي آثار وروسته د افغانستان ملي آرشیف ته انتقال سوه.

کله چي تاریخي آثار ډېر کشف شول، پر کابل سربېره په هرات، بلخ، غزني، کندهار، ننګرهار، میمنه اوکاپیسا ولایتونو کي هم موزیمونه جوړ شول، چي په هرات موزیم کي تر (۴۰۰۰) ډېر تاریخي ول.

د (۱۳۵۷ل.) کال د ثور د ۷ تر کودتا او روسانو تر تجاوز وروسته د افغانستان ملي موزیم د دارالامان له اوسني تعمیر څخه د سرادر محمد نعیم خان کور ته انتقال شو، چي د انتقال په وخت کي ئې ځیني آثار تخریب هم شول. د ډاکټر نجیب الله د حکومت په وخت کي، ملي موزیم بیرته دارالامان ته انتقال شو. که څه هم د تاریخي آثارو د کشف او پلټني کار کمرنګه سوی وو، خو د ډاکټر نجیب الله د حکومت د سقوط تر وخته ملي موزیم ته هیڅ تاوان نه وو رسېدلی او د موزیم آثار خورا خوندي ول.

د کورنیو جنګونو په وخت کي چي په کابل کي جنګ وو، د ملي موزیم له ودانۍ څخه د جنګي سنګر په توګه کار اخیستل کېدئ. په دې دوره کي د موزیم اویا په سلو کي د دې خزانې ارزښتمند آثار چي (۷۰۰۰۰) قلمو ته رسېږي له منځه ولاړل او یا چور شول. کله چي طالبان په کابل کي قدرت ته ورسېدل، په موزیم کي پاته (۲۵۰۰) انساني او حیواني مجسمې ئې له منځه یوړې.

په (۱۳۸۱ل.) کال کي د افغانستان د نوي حکومت له جوړېدو سره سم، د ملي موزیم د جوړېدو کار هم شروع شو او د بین المللي ټولني په کومک له سره ورغول شو او په (۲۰۰۴م.) کال رسماً افتتاح شو. همدارنګه هغه آثار چي د کورنیو جنګونو په جریان کي پاکستان ته قاچاق شوی ول او له هغه ځایه  اروپايي هیوادونو ته رسېدلي ول، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کوښښونو او هڅو په پایله کي د ملي موزیم تر (۳۰) زره آثار له مختلفو د لرغونپوهني د قانوني کیندونو بيرته هیواد ته راوړل سوه، د خلک تشوی......

اوس د افغانستان ملي موزیم په نړیواله سطحه تاریخي آثار نندارې ته وړاندي کوي او له دې لاري په نړیواله سطحه د افغانستان خلکو ته خدمت کوي.

   په (۱۳۹۵ل.) او (۱۳۹۶ل.) کلونو د ملي موزیم عمده فعالیتونه

د افغانستان ملي موزیم یو فرهنګي او تعلیمي بنیاد دئ، چي د افغانستان د تاریخي او فرهنګي آثارو د ساتني او معرفۍ له پاره دغه آثار په داخلي او خارجي سطحه نندارې ته وړاندي کوي او له دې لاري د افغانستان غني کلتور او فرهنګ نړیوالو ته معرفي کوي. لاندي په (۱۳۹۵ل.) کال کي د ملي موزیم د عمده او اساسي لاسته راوړنو یادونه کوو:

 د موزیم د آثارو نندارتونونه:

د (۲۰۱۵م.)کال د دسامبر له ۲۵ د (۲۰۱۶ م.) کال د جون تر ۱۹ نېټې د افغانستان د ملي موزیم د تاریخي خزانې آثار د چاپان په دوو ملي موزیمونو (د توکیو ملي موزیم او کیوشو ملي موزیم) کي نندارې ته وړاندي شول. په اوله مرحله کي د کیوشو په ملي موزیم کي دغه آثار نندارې ته وړاندی شول او په دوهمه مرحله کي له (۱۲ اپریل ۲۰۱۶م.) نېټې څخه د توکیو په موزیم کي نندارې ته وړاندي شول. دغه نندارې په (۱۹ جون ۲۰۱۶م) نېټه چي د (۳۰ جوزا ۱۳۹۵ل.) نېټې سره سمون لري په چاپان کي ختمي سوې او آثار جنوبي کوریا ته انتقال شول. له دغه نندارتونو څخه (۲۴۹۹۷۵) ډالره، چي (۱۷۱۵۸۷۲۳) افغانۍ کېږي، عاید تر لاسه شو، چي د دولت خزانې ته انتقال شو.

د (۲۰۱۶ م.) کال د جولای له ۴ نېټې څخه تر ۲۷ نېټې پوري د افغانستان د تاریخي خزانې آثار د هغه قرارداد پر اساس چي د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د جنوبي کوریا د دوو ملي موزیمونو(د کوریا ملي موزیم او د ګیونجو ملي موزیم) تر منځ سوی وو، د (۲۰۱۶م.) کال د جولای پر ۴ نېټه د کوریا په ملي موزیم کي د دوو میاشتو له پاره دغه آثار نندارې ته وړاندي شول  د چاپان په دوو ملي موزیمونو (د توکیو ملي موزیم او کیوشو ملي موزیم) کي نندارې ته وړاندي شول او په دوهمه مرحله کي دغه آثار د (۲۰۱۶م.) کال د سیپتمبر د میاشتي له ۵ نېټې څخه د دوو میاشتو له پاره د ګیونجو په ملي موزیم کي نندارې ته وړاندي شول. په کوریا د دغو آثارو له نندارتون څخه (۲۵۰۰۰۰) ډالره عاید تر لاسه شو.

 د بامیان او بار بادور د عکسونو نندارتون:

د بامیان او باربادور د ۴۰ عکسونو نندارتون چي دغه دواړه ځایونو د نړۍ په کلتوري میراثو کي ثبت دي. دغه نندارتون د انډونیزیا د دولت په مالي مرسته د یونسکو سره په ګډه د دوو میاشتو له پاره وو.

د مس عینک نندارتون د چک په جمهوریت کي:

د لوګر ولایت د مس عینک د کیندنو څخه د لاس ته راغلیو او نور ساحو د بودايي آثارو نندارتون د چک جمهوریت، د پراګ ښار په ملي موزیم کي د لوړ رتبه دولتي هیئت په حضور کي د (۲۰۱۶م.) کال د فبروري پر ۴ نېټه افتتاح شو او د چک جمهوریت د رسمي غوښتني پر اساس د څلور میاشتو له پاره تمدید شو (۱۵ اپریل ۲۰۱۶م. تر ۴ سپتمبر ۲۰۱۶م.) پوري دغه آثار ته نندارې پکښي وړاندي شول.

د چاپان څخه د بیرته تر لاسه شویو آثارو نندارتون:

د هغو (۱۰۲) قلمه آثارو نندارتون چي د داخلي جنګونو په جریان کي د ملي موزیم او نورو تاریخي ساحو څخه چور شوی ول او په جاپان هیواد کي راټول شوی ول او ساتل کېدل  جوړ شو. دغه آثار د اطلاعاتو کلتور وزارت او ملي موزیم د منسوبینو په هڅه او کوښښ بیرته افغانستان ته راوړل شوي دي.

د افغانستان د عکاسۍ د خزانو نندارتون:

په دغه نندارتون کي د افغانستان د عکسونو د خزانې عکسونه نندارې ته وړاندي شول چي اوس هم د په چین هیواد کي نندارې ته وړاندي شوي دي. له دې نندارتون څخه تر دوو ملیونو ډېرو کسانو لیدنه کړې ده. دا نندارتون د (۱۳۹۶ل.) کال د جوزا پر ۱ نېټه د موزیمونو د نړیوالي ورځي په مناسبت افتتاح شو.

د موزیم لیدونکي:

په (۱۳۹۵ل.) کال کي (۲۰۸۱۱) داخلي کسانو په انفرادي ډول د ملي موزیم څخه لیدنه کړې ده.

په ګروپي شکل (۲۵۰۰۰) کسانو چي په هغو کي د مکاتبو زده کوونکي او د پوهنتونونو محصلانو شامل دي د ملي موزیم څخه لیدنه کړې ده.

په نړیوالو نندارتونو کي (۲۶۱۹۸۳۲) کسانو د افغانستان د ملي موزیم د آثارو لیدنه کړې ده.

داخلي عواید:

·         په (۱۳۹۵ل.) کال کي د ملي موزیم د تکیتونو له خرڅ څخه (۱۹۹۹۰۰) افغانۍ داخلي عواید تر لاسه شوي دي.

·        په (۱۳۹۵ل.) کال د موزیم د غیر انتیک شیانو د حق الصدر  د داخلي عوایدو څخه (۲۹۷۵۸۲) افغانۍ تر لاسه شوي دي.

·        په چاپان او جنوبي کوریا هیوادونو کي د افغانستان د ملي موزیم د آثارو له نندارتونو څخه (۵۰۰۰۰۰۰) ډالر چي د  (۳۳۵۰۰۰۰۰) افغانیو معادل خارجي عواید تر لاسه شوي دي.

 د موزیم د آثارو ترمیم:

·        د موزیم د آثارو ترمیم او پاک کاري او د ۱۲۰۰ قلمه مختلفو آثارو وقایه سوې ده، چي په بېلابېلو تاریخي دورو پوري اړه لري، لکه: د برنزو، اوسپني، دیوالي نقاشۍ او نور...

·        د مس عینک په ساحه کي د ۲۰۰ قلمه آثارو ترمیم د ملي موزیم له خوا.

·        د جاپان د مرستو جلبول د مس عینک د تاریخي آثارو د ترمیم  له پاره.

 د آثارو ثبت او راجسټر:

په (۱۳۹۱ل.) کال کي د ملي موزیم ډاټابیس د نړۍ والو معیاورنو مطابق د امریکا متحده آیالاتو د شیکاګو پوهنتون په مرسته جوړ شو. په دې ډاټابېس کي د موزیم د تاریخي او فرهنګي آثارو احصائيه او د دغو آثارو په اړه دقیق معلومات ثبت او راجسټر کېږي. د (۱۳۹۵ل.) کال په جریان کي د ملي موزیم د مختلفو تاریخي دورو (۳۴۰۲) قلمه آثار، چي (۲۲۷۴۱) کېږي د ملي موزیم په ډاټابیس کي ثبت او راجسټر شول.

همدارنګه د (۱۳۹۵ل.) کال په اواخرو کي (۲۱۹۱) قلمه آثار، چي (۲۱۱۷۵) پارچې کېږي د جمهوري ارګ ریاست د بانک په خزانو کي موجود وو، په ډاټابس کي ثبت او راجسټر شول.

د تاریخي آثارو راغونډول:

·        د (۱۰۲) قلمه آثار چي په (۲۰۰۳م.) کال کي ئې راټولول شروع شوي ول، د (۲۰۱۶م.) کال د اپریل پر ۱۱ نېټه بیرته افغانستان ته راوړل شول.

·        د مس عینک له تاریخي ساحې څخه د ۲۱ قلمه آثارو راټول شوی دي، چي په هغو کي ځیني سیکې او د تاریخ په نورو تاریخي دورو اړوند آثار شامل دي.

·        ۲۱ قلمه آثارو راټولول، چي د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او ضبط شوی دي.

د ظرفیتونو لوړول برخه:

·          د ظرفیت د لوړولو په برخه کي د ملي موزیم دوو کارکوونکو په جاپان کي (د موزیم د تاریخي آثارو ترمیم او درې بُعدي عکسونه) تر عنوان لاندي ورکشاپ کي ګډون کړی دئ، چي د (۲۰۱۶م.) کال د اګست له ۱ تر ۱۴ پوري د جاپان د توکیو ښار د هنرونو په پوهنتون کي جوړ سوی وو.

·           د ملي موزیم دوو کار کوونکو د موزیم د ښو خدمتونو د وړاندي کولو په ورکشاپ کي ګډون کړی دئ، چي د اندونزیا په هیواد کي جوړ سوی وو.

·          د ملي موزیم د آثارو د ترمیم د برخي د کارکوونکو له پاره د ایټالوي متخصص فابیو کلمبو له خوا د ګلي او دیوالي نقاشیو په اړه له (۱۸ ثور ۱۳۹۵ل.) څخه یو درې هفتنی ورکشاپ جوړ سوی دئ.

·          د ملي موزیم د آثارو د ترمیم د برخي د کارکوونکو له پاره د ایټالوي متخصص فابیو کلمبو له خوا د ګلي او دیوالي نقاشیو په اړه له (۱۳ سرطان ۱۳۹۵ل.) څخه یو درې هفتنی ورکشاپ جوړ سوی دئ.

·          د ملي موزیم د آثارو د ترمیم د برخي د کارکوونکو له پاره د ایټالوي متخصص فابیو کلمبو له خوا د لوګر د مس عینک د ګلي او دیوالي نقاشیو په اړه له (۲۲ عقرب  ۱۳۹۵ل.) څخه یو درې هفتنی ورکشاپ جوړ سوی دئ.

·          د ملي موزیم د کار کوونکو د مسکي ظرفیتونو د لوړولو په برخه کي د امریکا د تکزاس د تکنالوژۍ له پوهنتون سره تفاهمنامه لاسلیک سوې ده. 

 د موزیم د فعالیتونو خبرونه په اړه:

·          د ملي موزیم د فعالیتونو په اړه د موزیم په ویبپاڼه، فیسبوک او تویتر کي خبرونه خپرول.

·          د فرهنګي میراثونو د عامه اګاهۍ په اړه لنډ مهاله او اوږد مهاله ورکشاپونه جوړول.

 

 ننګوني:

·          د افغانستان د ملي موزیم په داسي ځای کي موقعیت لري، چي په نوموړې ساحه کي نسي کولای خپل خدمات په ښه او معیاري شکل وطنوالو ته وړاندي کړي.

·          د تاریخي او فرهنګي آثارو قاچاق بله عمده ننګونه ده، چي د افغانستان ملي موزیم ورسره مخ دئ.

 

د (۱۳۹۶ل.) کال له پاره عمده پلانونه:

·           په چین کي د افغانستان د تاریخي آثارو نندارتون جوړول.

·           د جاپان هیواد څخه د بیرته د تر لاسه شویو آثارو نندارتون جوړول.

·           د افغانستان د ملي موزیم د نوي تعمیر د ډیزاین انکشاف.

·          د افغانستان د بېلابېلو اقوامو د اتنوګرافیکو آثارو پېرل د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مالي مرسته.

·          د (۲۰۰۰) قلمه تاریخي آثارو راټول.

·          د فرهنګي میراثونو سره د بلدتیا په خاطر روزنیز کورسونه جوړول.