دبيهقي دکتاب خپرولو رياست

دبيهقي دکتاب خپرولو رياست د مهمو فعاليتونو او برياليتوبونو معرفي

د بيهقي د کتاب خپرولو رياست په  ١٣٤٦ کال کې تاسيس شو او د نشراتي معينيت په چوکاټ کې يوه نشراتي برخه ده. د دغې څانګې د جوړولو هدف د کتاب د چاپ او خپرولو په برخوکې مخاطبانو ته دفرهنګي، ادبي، تاريخي او... خدمتونو وړاندې کول دي .

 د بيهقي تسميه وجه :

 بيهقي د ځاى نوم دى او د بيهق کلى په نيشاپورکې موقعيت لري. دافغانستان مشهور مورخ بيهقي په همدې کلى کې وزيږيد او د غزنويانو په دربارکې د محموديانو او مسعوديانو د دورې مشهور مورخ دى.

 د دغه ستر مورخ د خدمتونو په درناوى کله چې وپتيل شوه يو نشراتي مرکز د دولتي مطبعې په تشکيل کې جوړ شي، نوم يې د بيهقي کتاب پلورنځى  کيښود. دغه څانګه په ٤٦ کال کې رياست ته لوړ کړى شو او په ١٣٦٢ کال کې د چاپ او نشر کمېټې ته يې تشکيل زيات شو .

  په ١٣٨١ کال کې د بيهقي د کتاب خپرولو د رياست په نامه حقوقي او اداري هويت وموند او اوس په  همدې نامه پيژندل کيږي .

 د چاپ  او نشر آمريت:

دغه آمريت دنده لري چې د هغه کتاب د ټايپ، تصحيح، مقابلې، ډيزاين، کمپوز او نورې چارې چې د خپرولو لپاره فرمايش ورکول کيږي، په مناسب کيفيت او ستندرد تنظيم سره چاپ ته چمتو کړي.

 له ١٣٨١ کال څخه تر اوسه په ديني، علمي، تاريخي، فرهنګي، ادبي او هنري برخو کې يې  ١٧٢ عنوانه کتابونه چاپ او خپاره کړي دي .

د چاپ او نشر د آمريت د فعاليتونو لنډيز:

·       په بېلابېلو  برخوکې ٣٠ عنوانه کتابونه ټايپ، تصحيح، مقابله، ډيزاين، کمپوز او چاپ ته چمتو کړي دي .

·       سرميزي او جيبي کليزې يې طرحه، ډيزاين او چاپ کړې او د مينه والو په واک کې يې ورکړې دي .

·       د کار، ټولنيزوچارو، شهدا او معلولينو له وزارت او د جيوديزۍ او کارتوګرافۍ له رياست سره د کليزې (جنتري) د تنظيم او چاپولو په مقصد د اړيکو تامينول او په غوښتوونکو مراجعو ته د هغې ويشل او د پلورنې له پلوه د دولت حساب ته عوايد تحويل کړي دي .

·       د علمي، ملي او نړيوالو سمينارونو جوړول او په هغوکې فعاله ونډه او د هغو د نظر وړ کتابونو چاپول .

·       د ١٦٦عنوانه کتابونو د بيې ټاکنه او د رياست د معتمد په جمع کې د هغو قيدول.

·       د بيهقي د کتاب خپرونو رياست د کاري طرزالعمل طرحه، برابرول او تنظيمول او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سايټ له خوا دهغو خپرول، د بيهقي د کتاب خپرولو رياست د پاليسۍ د طرحې تنظيمول او د منظورۍ په مقصد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مقام ته د هغې استول.

 

 

 د قرآن کريم ليکنې آمريت:

·       د قرآن کريم ليکنې آمريت د ١٣٨٦ کال په نيمايي کې د بيهقي د کتاب خپرولو د رياست په تشکيل  کې جوړ شو او تر اوسه پورې يې دغه فعاليتونه ترسره کړي دي: 

·       د قرآن کريم له يوې بشپړې نسخې، د پنځلسو کرښو، په دريو رنګونو د ټول مخ کتابت او د هغه د ټولو مخونو تذهيب کاري (د قرآن کريم په مخ  او شا).

·       په رنګه ډول د ارشاد، حج او اوقافوله وزارت څخه د قرآن کريم د لومړي دورو چاپ، د جواز ترلاسه کول او د ٥٠٠ نسخو په تيراژ د هغه چاپول؛

·       د ١٠٠٠ نسخو په تيراژ په تفسير شريف د لومړى ټوک چاپول؛

·       په پښتو ژبې د قرآن کريم د ژباړې چمتو کول او د ټکي په ټکي ډول له دري ژبې څخه د قرآن کريم ژباړه او د چاپ د جواز د ترلاسه کولو په مقصد ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته د هغه ليږل .

 

 

په پښتو تفسير سره د قرآن کريم چاپ:

 په تور اوسپين ډول   دقرانکريم ديوې نسخې چمتو کول .

 په ٣٥٥٦ مخونوکې دشپږو  ټوکو تفسير شريف  تايپ ، ديزاين ، حروف چيني او دتصحيح ،تدقيق او دمقابلې دپړاونو بشپړول . او دچاپ  د جواز  دترلاسه کولو په خاطر دحج او اوقافو وزارت دهغه ليږل . دټکى په ټکى ډول په درې ژبه دقرانکريم ژباړه او دچاپ جواز دترلاسه کولو لپاره دحج او اوقافو وزارت ته دهغه ليږل .، دقرانکريم خطي نسخه دځانګړو مراسمو په ترڅ کې دهېواد ملي ارشيف ته وسپارل شوه .

دافغانستان دکلني امريت

 دافغانستان  کلنى  ديو دولتي رسنى  په توګه په  ١٣١١ کال دوخت دولت دادبي ټولنې له خوا دکابل دکلنى په نامه په فعاليت پيل وکړ چې هرکال خپريده او په هغه کې دهېواد پيښې ، ددولت او دکابينې مشرتابه  معرفي شوې ده وروسته په ١٣٣١ کال کې دافغانستان دکلني په نامه ونومول شو چې لومړى نشراتي  دوره يې تر ١٣٦٩په پرله پسې ډول  خپور شو وروسته په ١٣٨١ کال کې دهغه دخپرونودويمه دوره پيل او تراوسه  پورې په پرله پسې ډول چاپ اونشراتي  فعاليت لري .

 دکال په پيل کې دکلني دمطالبو لست چمتو او دمنظورۍ  په مقصد داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مقام ته وړاندې کيږي چې لاندې برخې  پکې شاملې دي .

 _  دجمهور رييس او دهغه دمرستيالانو ، داجراييه رييس او دهغه دمرستيالانو  قاضي القضات ، دملي شورا د دواړو مجلسونو درييسانو  لوى څارنوال او دافغانستان داسلامي جمهوريت دکابينې دوزيرانو بيوګرافي .

 _ دافغانستان  داسلامي جمهوري رياست ويناوې ،  فرمانونه ، حکمونه  پيغامونه ، سفر ، مرکې،  مطبوعاتي کنفرانسونه او اعلاميې .

 _  په سياسي ، پوځي او امنيتي ، فرهنګي او ټولنيزو  ، اقتصادي او دعدلي اوقضايي پنځو برخوکې دجمهور رييس کتنې چې وديدو کنفرانسونه امنيتي ْغونډې ، دملي امنيت دشورا غونډې ، اقتصادي  غونډې ، عدلي او قضايي  غونډې او دجمهوري رياست مشورتي غونډې پکې شاملې دي .

 دافغانستان داسلامي جمهوري دولت دکابينې غونډې  .

 دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي شورا  دولسي جرګې او دمشرانو جرګې عمومي غونډې په  هېواد اوبهر کې  دکال مهمې  سمينيارونه او پيښې .

 دافغانستان داسلامي جمهوريت دوزارتونو او خپلواکو دولتي ادارو کلني کاري رپوټونه .

 دکال کليزه ، داحصائيو کلنۍ مهم ټکي ، دافغاني پيسو په وړاندې دبهرنيو اسعارو بيه، دلومړنيوتوګو  بيه ، دهېواد داداري واحدونو فهرست اودکال  دمهمو پيښو تصويرونه .

 دپلورنې  لوي مدريت

 له ١٣٨٢ کال څخه راپديخوا دترسره شويو فعاليتونو په اجرا سره په بيلابيلو مناسبتونو  دهېواد په مرکز او ولايتونوکې دکتاب يوديرش  نندارتونونه جوړ کړي دي .

 له هېواد څخه بهر دکتاب دپنځو نندارتونو په جوړولو فعال ګډون او ونډه .

  دهېواد په  مرکز کابل کې ښار اوپه بيلابيلو  ولايتونوکې دکتابونو دپلورنې د ٢٩ غرفو  جوړول او هرکال دهغو دقرارداد تمديدول  په مرکز او ولايتونوکې دکتاب دپلورنې دغرفو په کرايه ورکول او ددولت دوارداتو حساب ته دکرايې دپيسو تحويلول .

 دهېواد دمرکز او ولايتونو  دغرفو له لارې دکتابونو پلورل او دکتاب دپلورنې دپيسو ټولول او ددولت دوارداتو حساب ته دهغې تحويلول .

 داثارو  دتشريح مديريت

 داثارو دتشريح  مديريت هغه کتابونه چې چاپيږي  تشريح کوي او دوزارت دمقام له خوا دبيې له ټاکنې وروسته دويشلو او ساتلو لپاره يې داجراييه مديريت ته سپاري .

داجرائيې مديريت

 دغه څانګه دبيهقي  د خپرونو رياست دفعاليتونو دهمغږي کولو مسووليت په غاړه لري او برسيره پردې دکارکوونکو دحاضري دکنترول ، داوامرو  دابلاغولو او دکارکوونکو د حقوقو داجرا کولو مسووليت په غاړه لري .