انيس ورځپاڼه

د انيس جريده د هېواد د لومړۍ ملي ورځپاڼې په توګه د عامه ذهنونو د روښانولو او له معاصرې نړۍ سره د وګړو  د بدلولو ، په هېوادکې د عدال او د قانوني ژوندانه د عامولو او د نړۍ له خلکو سره د هغوى د فکري ارتباط د زمينې د برابرولو په خاطر د ١٣٠٦ هجري لمريز کال د ثور د مياشتې په  ١٥ نيټه چې د ١٩١٧ ميلادي کال  د مې دمياشتې له  ٥ نيټې سره سمون خوري، دغلام محى الدين انيس په امتياز او مسووليت سره له  ٤٥ ګڼو په تيراژ د لومړي ځل لپاره چاپ شوه.

د انيس جريده د خپرونو په پيل کې د رفيق شرکت په حروفي مطبعه کې چاپيده خو د دويم نشراتي کال په نيمايي کې وکولاى شول دجريدې د ګډون اوپلورنې په پيسو، دشخصي مطبعې خاونده شي او د انيس جريده پکې چاپ او خپره شي. لکه څنګه چې د انيس موسس ليکي: ( په دې موده کې باالفعله اداره او د مشترکنيو له يونيم کلنو پيسو څخه د يوې بشپړې مطبعې خاوند دى چې په ښه چاپ او ښه معامله کې، ښه شهرت او اعتبار لري،مطبعه څلور مياشينونه او څو بکسې تورې او د مطبعې نور لوازم لري.

د انيس جريدې په لومړيو وختوکې ١٢ مخونه لرل او په هرو پنحلسو ورځوکې يوځل خپريده، خوله دويم نشراتي کال وروسته يې د يوې اوونيزې جريدې په ډول خپلوخپرونو ته دوام ورکړ.

په همدې وخت کې جريدې او د خادم نهضت شعار ور زيات شو. له  دويم کال وروسته  د انيس مخونو څوارلسو او شپاړلسو ته هم ورسيدل.

د انيس کچه په لومړيو پنځو نشراتي کلونوکې(  ١١ پر ٨ ) انچه سايز درلود او په دوو ستونونوکې خپريده.

د انيس جريده له دويم نشراتي کال له تيريدو وروسته له يوه لنډمهال ځنډ سره  مخامخه شوه ، خو دغه دوره ډير ژر تېره شوه او د انيس  جريدې خپلې خپرونې  له سره پيل کړې او تر نن ورځې پورې د هغې په نامه او محتوا د خپريدو په مرکزونو او د امتياز په خاوندانوکې ځينې بدلونونه رامنځته شول خو هيڅکله  خپريدل يې نه دي ځنډيدلي، لکه  څنګه  چې معمولي ده، هره رسنۍ د خپرونو په پيل کې او په لومړۍ ګڼه کې خپل نشراتي مرام او هدف بيانوي  .

ارواښاد انيس هم له معمول سره سم د هماغې ګڼې په سرمقاله کې وليکل : (انيس د مطبوعاتوپه نړۍ کې نوى زيږيدلى ماشوم ګوټى دى، غواړي د فراغت په وخت کې نديم، د کار په ساعتونوکې مرستيال،. په سختو چاروکې سلاکار، د غم او خپګان په حالاتوکې سمير او الحاصل او په فکري او عملي  ژوندانه کې د مامورينو د فريق خاصه، مونس او خدمتګار شي.)

د انيس موسس د دغو کرښو په ليکلو سره څرګنده کړه چې د انيس له خپرولو سره د ده هدف، ټولنې ته خدمت دى او غواړي په هغه کې داسې مضمونونو ته ځاى ورکړي چې په هر حال او ځاى کې لوستوونکي ته ګتور وي.

انيس په دې لټه کې شو چې د مامورينو د مادي او معنوي  ژوندانه د ښه والي وسايل له خپلو قانوني دندو سره د هغوى د بلدولو او په اقتصادي، روزنيزو، روزغتيا ساتنې او د کورونو د تدبيرونو په چاروکې د ګټورو لارښوونو له لارې برابر کړي.

په همدې سبب له هغوعبارتونو وروسته چې يادونه يې وشوه، په دې سرمقاله کې وليکل: انيس يوه ورځ چې د رامنځته کيدو په عالم و او ټولنې ته يې د خدمت فريضه درک کړه، که څه هم غواړي چې د ټولنې ټولو وګړو ته مونس او  خدمتګار وي، خو د ځينو سببونو له مخې لازمه شوه چې خپل خدمت په ځانګړي توګه د حکومت مامورينو ته زيات کړي.

د دې لپاره چې د حکومت د مامورينو پاملرنه د انيس مطالعې يا په خپله د ده په خبره د دغې نوي زيدلي ماشوم ګوتي پالنې او د هغه په نسبت التفات ته جلب کړى وي، د بلدتيا  آهنګ  يې جوړ کړ او د خپل  ماموريت او  هم  د حکومت له مامورينو سره يې د خبرو يادونه  وکړه او په دغو عبارتونو يې دغه کلمې ور زياتې کړې.

 ( له ټولو څخه مهمه دا چې د امتياز خاوند يې مامور، محرر يې مامور، د خپل وژوندانه او ضرورتونو متکفل يې مامور، له دې امله لازمه  ده چې خدمتګاران يې هم مامورين وي )

د انيس  موسس د خپلو نشراتي هدفونو د لا روښانولو لپاره چې غوره کړي يې وو، د انيس د مسلک ترعنوان لاندې روښانه کړه او ويې ليکل: ((  انيس، هغه يوازينى هدف چې لري، ټولو په تېره بيا مامورينو ته علمي، قانوني، روحي او ادبي خدمت دى. له دې امله په هره ګڼه کې مامور د دندې په ډ ګرکې، مامور او مستقبل ، مامور او روغتيا،  مامور په تفريح کې، مامور د آمريت په وخت کې  او مامور په ماموريت کې ترعنوان لاندې د مامور په ژوندانه پورې اړوند يو يا څو بحثونه ليکلي کيږي.))

د دې لپاره چې غيرمامور لوستوونکي ګومان ونه کړي چې د انيس مامور ته يوه اختصاصي خپرونه ده او له مامور پرته بل څوک نشي کولاى له مطالبوڅخه يې استفاده  وکړي، دغه عبارت يې په هغه څه  ور زيات  کړ چې  ليکلي يي وو:

(( سربيره پر دې هره ګټورتيا به ولري، په دې شرط چې عمومي وي)) او د ګټورو مطالبو د عمومي والي په يادونې سره يې له يوې خوا  څرګنده کړه چې انيس يوه شخصي ورځپاڼه نه ده، بلکې يوه ملي او خلکو او ټولنې ته يوه خدمتګاره خپرونه ده او له بله پلوه يې هغوکسانو ته چې تصور يې کاوه چې له مطبوعاتو څخه د شخصي غرضونو د اجرا کولو او د خصوصي حسابونو د تصفيې لپاره کولاى شي استفاده وکړې، تفهيم کړه: ((که چيرې غواړئ  د انيس همکار و اوسئ،  لومړي شرط يې دا دى چې خصوصي مسئلې په انيس کې منعکس نه کړئ او هرڅه چې ليکئ، بايد د عامه ګټو پربنسټ وي او دا هيله ونه لرئ چې اني  ستاسو د شخصي دښمنانو په وړاندې د حربې په توګه استعمال شي يا ستاسو او ستاسو د دوستانو د شهرت د پيد اکولو وسيله شي. که چيرې د چا تعريف او ستاينه كوئ، خلكو ته د هغو د ګـټوروالي مقياس هم په پام کې ونيسئ او که چيرې د چا د غندلو او يا په هغه د نيوکې خبرې کوئ، د هغه خطر په معيار چې د ده له پلوه به ټولنې ته متوجه وي، سترګې مه پټوئ او دغه مطالب د دغو عبارتونو په وسيله بيان کړئ.))

د تقريظ او نيوکې په مقالوکې که څه هم هلې ځلې کوي چې لاسوهنې ونه کړي او په بيړنيو مشروعو حالاتوکې به يوازې د عامې افادې نيت په پام کې ونيسي،

په فردي او يا شخصي شئوناتو هيڅ راز لاسوهنه نه کوي په رسيدلو مقالوکې به د تصرف حق ولري.))

غلام محى الدين انيس د اماني دولت له راپرځيدو وروسته د حق غوښتنې او آزادۍ غوښتنې په جرم له داسې برخليک سره چې بايد مخامخ  شوى نه واى،  مخامخ شو.بندي شو، د نري رنځ په ناروغۍ اخته اوپه مظلوميت کې وفات شو.

انيس په ١٣١٧ کال کې په دهمزنګ کې مړ شو، هغه يې د محبس تر اديره کې  د پرديسيانو په نامه اديره کې ښخ کړ.

د انيس د ملي ورځپاڼې په پته دويم تعارض په  ١٣٥٧ کال کې وشو، کله چې انيس يې له اصلاح سره مدغم کړ.

 

انيس له انيس وروسته:

ارواښاد  انيس لا ژوندى او په سختې ناروغۍ اخته و او د کار او حرکت  قدرت يې نه درلود .

ارواښاد  د سرور جويا چې په هغه  وخت کې د کابل د ادبي ټولنې د غړو په جمله

کې دنده ترسره کوله، د انيس سرپرستي او مسووليت په غاړه واخيست، تر دې  چې په ١٣١٧ هجري لمريز کال کې د ارواښاد انيس له مړينې وروسته دې په رسمي توګه د انيس ورځپاڼې د مسوول مدير په توګه وټاکل شو.

 جويا د ارواښاد د غلام محي الدين انيس له مړينې وروسته نه يوازې هغه څراغ يې چې روښانه کړى و، مړ نه کړ، بلکې هغه يې لاپسې روښانه کړ. تر دې چې په  ١٣٢٧ هجري لمريز کال کې جويا د سياسي فعاليت په خاطر بندي شو او په پاى کې د ١٣٤٠ کال د مرغومي د مياشتې په ١٥نېټه د ٦٣کلنى په عمر وفات شو.

له ارواښاد سرور جويا څخه وروسته د انيس ورځپاڼې مديريت د محى الدين  انيس يو بل دوست ارواښاد محمدامين خوږياڼي ته ورسيد.

انيس د محمدامين خوږياڼي د مديريت په وخت کې له ورځپاڼې څخه په اوونيزې بدل شو. په دې پړاوکې زياتره مطالب يې ذوقي او ادبي شول او سياسي او انتقادي بار يې تر زياتې اندازې پورې کمښت وموند. د انيس يو بل دوست چې د انيس ورځپاڼې د فعاليت له پيل څخه له ده سره همکار و، ارواښاد عبدالرشيد لطيفي و.

لطيفي هغه څوک و چې هم يې د محى الدين انيس دمديريت دوران تجربه کړى و او هم د سرور جويا او هم د محمدامين خوږياڼي د مديريت دوران.

په انيس کې د عبدالرشيد لطيفي د مستقيم کار دوره لومړى ځل په  ١٣١٩ کال کې پيل شو او دى په دې دوره کې په دې بريالى شو چې بيا انيس له اوونيزې څخه په ورځپاڼې بدل او په ستره کچه په څلورومخونوکې خپور کړي .

دغه کار تر ١٣٢١ هجري لمريز کال پورې دوام وموند، تر دې چې د دويمې  نړيوالې  جګړې د بحران له امله چې خپلې اغيزې يې په افغانستان کې هم لرلې، انيس په څلوروکوچنيومخونوکې اوپه قلمي تورو سره خپل کار ته دوام ورکړ.

ارواښاد  لطيفي په انيس ورځپاڼه کې په کار سربېره د خپل عمر زياته برخه يې په هنري کارونوکې تېره کړه. دى په پاى کې  د سرطان په ناروغۍ اخته شو اوپه  انيس ورځپاڼه کې له  ٢٧کلونو کار او له نورو هنري کارونو وروسته د ١٣٤٤  هجري لمريز کال د غبرګولي د مياشتې په  ٢١ نيټه د جمعې په ورڅ وفات شو.

له ارواښاد لطيفي وروسته د انيس يو بل دوست چې د ورځپاڼې مسووليت يې په غاړه واخيست، محمدعثمان صدقي و. صدقي په انيس کې بنسټيز بدلونونه رامنځته کړل چې له دې جملي څخه کولاى شو د هغه د کچې ستر والى او لوستوونکو ته د انيس د سوغات په توګه د يوې جلا کلنى خپريدو ته اشاره وکړو. په دې سوغات کې بېلابېلې ادبي، تاريخي او ټولنيزې موضوعګانې شاملې وې.

صدقي تر  ١٣٢٦ کال پور يې د انيس  مسووليت  پر غاړه درلود او له هغه وروسته دغه مسووليت محمدهاشم ميوندوال پرغاړه واخيست. د ميوندوال   د مسووليت د دورې له پيښو څخه فرهنګي مجلې په توګه مجلې د فعاليت پيل و  چې د يوې فرهنګي مجلې په توګه کلونه کلونه په پرله پسې توګه د انيس ترڅنګ خپريده .

په انيس ورځپاڼه کې د ميوندوال مسووليت تر ١٣٢٨ کال پورې دوام وکړ او په همدې کال کې و  چې دى د مطبوعاتو د مستقل رياست د رئيس په توګه وټاکل شو .

د ميوندوال په تګ سره  د انيس د مسووليت پيټى محمديونس حيران پر اوږو واخيست، تر دې چې په ١٣٢٩ کال کې محمد نجيم آريا په دې دندې وټاکل شو او تر ١٣٣٢ کال پورې يې د انيس د مسوول مدير په توګه دنده ترسره کړه.

د محمديونس حيران او د محمد نجيم آريا د مسووليت په دوران کې په انيس کې دومره مهم بدلونونه رامنحته نه شول.

په ١٣٣٢ کال کې د انيس مسووليت په محمدخالد روښان پورې اړه پيدا کړه  او تر  ١٣٣٦  کال پورې يې دوام وکړ. له هغه وروسته محمدقاسم واجد د انيس مسوول  مدير شو. د ده مسووليت د ١٣٣٨ کال د ثور تر مياشتې پورې دوام وکړ. د ده په دوران  کې يو له هغوکسانو څخه چې د يوه پيژندل شوي ليکوال په توګه يې له انيس سره همکاري لرله، محمدابراهيم  عباسي و چې له صباح الدين کشککي وروسته يې د ورځپاڼې مسووليت په غاړه واخيست. عباسي  هم د ليکوال په توګه او هم د انيس د مسوول په توګه په دې لاره کې زيات زحمتونه وګالل . 

عبدالحميد مبارز هم هغه څوک دى چې په ١٣٤١ کال کې يې د انيس مسوول مديريت پرغاړه  واخيست. وروسته سيدخليل روشان په ١٣٤٤کال کې د انيس مسووليت په غاړه واخيست. محمدشفيع رهګذر يوه بله څېره وه چې له  ١٣٤٤ کال څخه تر  ١٣٤٩ کال پورې يې د انيس مسوول مديريت  پرغاړه واخيست .

په  ١٣٥٥  کال کې محمدابراهيم عباسي د دويم ځل لپاره د انيس د مسوول مدير په توګه وټاکل شو. له ١٣٥٥ کال څخه  د١٣٥٧ کال د ثور تر مياشتې پورې سرشار شمالي د انيس د مسوول مدير په توګه دنده ترسره کړه.                       له ١٣٥٧ کال څخه ١٣٥٩کال پورې  درمحمد وفاکيش د انيس د مسوول مديرپه توګه دنده ترسره کړه، له ١٣٥٩کال څخه تر ١٣٦١کال د لړم ترمياشتي پورې محمدزمان مومند د انيس مسوول مدير و. 

د١٣٦١ د لړم په مياشت کې محمدصفرخواريکښ د انيس ورځپاڼې د مسوول مدير په توګه  وټاکل شواو د ١٣٦٥ کال دتلې تر مياشتې پورې يې خدمت وکړ.

دغه راز محمداسماعيل ( محشور) د ١٣٦٥ کال د تلې له مياشتې څخه تر ١٣٦٨  کال دغبرګولي ترمياشتې پورې دانيس  دملي ورحپاڼې مسوول مدير و  او جلال نوراني هم له ١٣٦٨ کال څخه تر١٣٧١ کال پورې د انيس ورځپاڼې  د مسوول مدير په توګه کار وکړ او په همدې ترتيب غلام رسول قرلق له ١٣٧١ کال څخه تر ١٣٧٥ کال پورې د انيس مسوول مدير و.

احمدضيا سيامک هروي له  ١٣٨١ کال څخه تر ١٣٨٣ کال پورې د انيس مسوول مدير و چې د ده په وخت کې بيا انيس په ورځپاڼې بدل شو  .

پوهنيار سخي منير له ١٣٨٣ کال څخه  تر  ١٣٨٦ کال پورې د انيس دمسوول مدير په توګه دنده ترسره کړه چې د ده د تصدۍ په وخت کې هم د انيس په مطالبو او د مخونو په شمېرکې يولړ بدلونونه رامنځته شول.

فيض الله محتاج  هم له  ١٣٨٦ کال څخه تر ١٣٨٨ کال پورې دوه کاله د انيس د مسوول مدير په توګه دنده ترسره کړه.

محمدقسيم سروش له  ١٣٨٨ کال څخه تر ١٣٩٠  کال پورې د انيس مسوول مدير و او په دې دوره کې په بېلابېلو عنوانونو سره اختصاصي مخونه رامنځته شول. دغه راز علي محمدصادقيار له ١٣٩٠ کال څخه تر ١٣٩١کال پورې  د انيس مسوول مدير و او له هغه څخه وروسته انيس د ملي ورځپاڼې مسووليت حيات الله بخشي ته وسپارل شو چې  د ١٣٩١ کال  د چنګاښ له مياشتې څخه  د ١٣٩٢ کال د غبرګولي ترمياشتې پورې يې دوام وموند او له هغه وروسته سيدفضل الحق فايض د ١٣٩٢ کال له غبرګولي مياشتې له  ٢٧ نيټې څخه د ١٣٩٣کال د ثور دمياشتې ترنهمې نيټې پورې د انيس دمسوول مدير په توګه کار وکړ او له هغه وروسته يعنې د ١٣٩٣ کال د ثور د مياشتې له نهمې نيټې  څخه تر اوسه پورې محمدشاکر ضربي د دغې ورځپانې د مسوول مدير په توګه دنده ترسره کوي.

د يادونې وړ ده چې د احمدشاکر ضربي  په کاري دوره کې د انيس اته مخونه په

اختصاصي مخونو بدل شول، يعنې د سياسي تحليلو، سياست او نړۍ ، ټولنه او سياست ، فرهنګ او سياست او د اعلانونو مخونه .

د ١٣٩٥ کال له پيل څخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بودجې د کمښت په نسبت د دغې ملي ورځپاڼې د مخونو شمېر څلورو مخونو ته تنزيل شوي دي.