په خپرونو دڅارنې ریاست

په خپرونو  د څارنې رياست تاريخچه :

د خپرونو او عامه اړيکو رياست په ١٣٤٣ کال کې د محمد ظاهر خان د حکومت په دوران د وخت د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت په چوکاټ کې په نشراتي کار او فعاليت پيل وکړ .

 دغه رياست په خپل تشکيل کې د کهول يا کورنۍ مجلې، بلخ مجلې او د فولکور مجلې په نومونو درې خپرونې لرلې چې هرې مجلې د افغانستان  د خلکو د فرهنګ او د غوره دودونو د خپرولو په لاره کې خپرونې کولې او ارزښتناکې او ګټورې ښېګڼې يې لرلې. د کهول مجلې يواځې د ښو کورنيو او د لومړنيو چلندونو او د خلکو د ټولنيزو اړيکو په باب خپرونې لرلې .

 د فولکلور مجلې خپرونې يواځې د فلکوريکو مطالبو او مضمونونو په باب خلاصه کيدې او لومړۍ ښيګڼې يې لرلې .

 د سردار محمد داوودخان د حکومت په دوران کې دولتي خپرونې چې دخپرونو رياست په چوکاټ فعاليت کاوه، په دغو مجلو سربيره د انيس، هېواد، اصلاح، جمهوريت او د کابل ټايمز ورځپاڼې خپريدې .

 په افغانستان کې د محمد داوود خان د حکومت له راپرځيدو او دکمونيستي حکومت له جوړيدو وروسته دخپرونو رياست په چوکاټ کې د انيس ، هېواد، اصلاح او دکابل ټايمز په ورځپاڼو سربيره دحقيقت انقلاب ثور ورځپاڼې په ګډون  خپرونې خپريدې او دکمونيستي حکومت په دوران کې دخپرونو رييسان ، ګل احمد فريد ، وروسته عظم لمر،  جهش او وروسته بيا دوه دورې يحيى خوشبين او عظيم شهبال و چې په دغو خپرونو سربيره د افغانستان کلني خپله دويم نشراتي دوره هم پيل کړ .

 د ډاکتر نجيب الله د حکومت له راپرځيدو او د مجاهدنيو داسلامي حکومت له رامنځته کيدو وروسته دمجاهدينو دحکومت د خپرونو لومړي رييس جلال فرهيخته و .

 دمجاهدينو د حکومت له راپرځيدو او په هېواد کې دطالبانو له رامنځته کيدو وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې دخپرونو رياست شتون درلود او خپرونه يې داطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي ارګان دشريعت ورځپاڼه وه او دهغه وخت دخپرونو لومړي رييس ملا اسد الله حنفي  و او د لنډ مهال انتقالي حکومت په دوران کې  دخپرونو لومړي رييس محترم نصير عبدالرحمن او وروسته شاه زمان وريځ  ستانکزي او وروسته نبي پاکتين اوبيا نجيبه مرام وه .

 په خپرونو دڅارنې رياست دندې :

١_ دادارې ټاکلي هدف ته درسيدو په مقصد دوزارت دعمومي پلان له مخې دمياشتني ، درې مياشتني ،  او کلنى کاري پلان جوړول .

 ٢_ ددولتي او غير دولتي نشراتي او تبليغاتي موسسو څارنه او څيړنه چې په هېواد کې دننه فعاليت لري درسنيو اوخبريالى  داصولو دقانون درعايتولو په  خاطر .

 ٣_  په هېواد کې  کورنيو اوبهرنيو رسانه يي فعاليتونو دترسره کولو لپاره دنشراتي مقرراتو برابرول  او دخبر رسولو دمعيارونو وړاندې کول .

 ٤_  دسياسي ، اقتصادي ، ټولنيزو ، فرهنګي او هنري بدلونونو تحليل او څيړنه او دفرهنګ او اطلاعاتو دودې اوښه والي په خاطر داصلاحي نظر د وړاندې کولو  په لاره کې په افغانستان  پورې  داړوندو خبرونو ، رپوټونو  مقالو او عکسونو څيړنه .

 ٥ _  درسانه يي معيارونو او دخبريالۍ اخلاقو په چوکاټ کې چاپي او تصوريري خبرونو په برخوکې د جايزو د ورکولو د ضوابطو ټاکنه .

 ٦_  دتبليغاتي موسسو ، مطابعو او دچاپ په صنعت پورې داړوندو موسسو دفعاليتونو اوکار په څرنګوالي څارنه او د اړوندو قانوني مقررو د ضوابطو له مخې دچاپي کارونو او اعلاميو د محتوا  په کيفيت څارنه .

٧_ دهغو دخپرونوپه مقصد ددولتي ارګانونو دپروګرامونو او فعاليتونو په پرمختګ پورې اړوند دخبرونو او اطلاعاتو په څيړنې تمرکز .

  ٨ _  د اړوندو ارګانونو په همکارۍ په هېواد کې دبهرنيانو  په تبليغاتي او نشراتي فعاليتونو څارنه .

 ٩ _  د اړوندو اداروپه همکارۍ او همغږۍ داړتيا په صورت کې له هغو سره دمقابلې دمناسبو لارو چارو د وړاندې کولو او دهغو دعملي وړ لارو چارو دکشف او دنړيوالو رسنيو دتبليغاتو په برخه کې څيړنه او تحقيق .

 ١٠_ دظرفيت  د لوړولو  د برخې په همکارۍ او همغږۍ دهېواد په کچه د اطلاع رسولو په لاره کې د خبريالانو او ورځپاڼه  ليکوونکو دمسلکي زده کړو اداره او رهبري .

 ١١_  د نورو  دندو اجرا کول چې د وزارت د هدفونو مقرراتو او قوانينو له مخې دمقاماتو له خوا ورته سپارل کيږي .

 په خپرونو دڅارنې د رياست تشکيل

دچاپي  رسنيو په خپرونو او دعامه اړيکو دڅارنې آمريت

 دغه آمريت خپلې دندې د دندو د لايحې او دهېواد دنافذو قوانينو له مخې  د ورځپاڼو دڅيړنې او دعامه اړيکو د لوى مديريت ، دبهرنيو  خپرونو دڅيړنې دلوى مديريت او د لوحو د څارنې د لوى مديريت د همکارانو په مرسته  په دې شرحه ترسره کوي:

 ١_  د ژورناليزم د اصولو او د بيان د آزادۍ د ملاتړ او دموکراسۍ پربنسټ د خلکو ، مطبوعاتو او حکومت ترمنځ دارتباط دپله د رول لوبول، دمطبوعاتو له لارې د ولسواکۍ د تحقق په خاطر د کار، په مطبوعاتوکې د طرحه شويو نيوکو د اغيزمنتوب ، په مطبوعاتو کې دخپرو شويو ستونزو دلرې کولو په لاره کې دمسوول مقاماتو د پاملرنې دجلبولو، دهېواد په پايتخت او ولايتونوکې دچارو دمسوولينو د ميز په خپرونوکې دملت دخپرو شويو غوښتنو او اړتياوو د رسولو، دنيوکې د منلو د فرهنګ د رواجولو، د اصلاحاتو د رامنځته کولو او د نيمګړتياوو دلرې کولو په خاطرخپلې دندې ترسره کوي .

  ٢_  څرنګه چې په خپل وخت او په اغيزمنه توګه د دولت د مسوولو مقاماتو له خوا د پلانونو، پاليسيو او پروګرامونو د طرحه کولو په خاطر ،  په عامه افکارو او د سياسي،  امنيتي، اقتصادي او ټولنيزو حالاتو په پرمختيا د هغوى پوهاوي ضروري دى، نو د نظريې او عامه افکار او دغه راز په خپرونوکې په بېلابېلو برخو کې دخپرو شويو حالاتو انکشاف په ډير ممکن وخت کې د هېواد واکمنو مقاماتو ته رسول کيږي .

  ٣_  د نظم ، امنيت ، ټيکاو او د ملي وحدت د ساتنې په خاطر کار چې کله ناکله امکان لري، د غيرمجازو کتابونو او خپرونو په خپرولو او ويش سره ګډوډ شي. د فرقې غوښتنې او د مذهبي، ديني، سمتي او ژبنيو تفرقو او د کتابونواو چاپي  آثارو په احاله کولو سره د هېواد د تاريخ او جغرافيا د تحريف د مخنيوي په خاطر کار چې په بېلابېلو برخوکې په بهرنيو او کورنيو ژبو له بهرڅخه  را وارديږي او له بېلابېلو رسمي لارو د څيړنې په موخه وارديږي او يا دغه شان کتابونه او خپرونې بهر ته ليږلې کيږي، د بهرنيو خپرونو د څيړنې کميسيون ته، د هغو نندارتونونو د کتابونو څيړنه چې د بهرنيانو له خوا په کابل کې جوړيږي او له رسمي لارو له هېواد څخه بهر ته د کم پيدا کيدونکو خطي نسخو او کتابونو د وتلو مخنيوي، د ټوليزو رسنيو د قانون او د ملي ګټو پربنسټ د بهرنيو خپرونو د څيړنې کميسيون له نظر سره سم د غير مجازوکتابونو او چاپي آثارو د ويش مخه نيول کيږي .

 ٤_  د لوحو او د اعلانونو د تابلو ګانو د اصلاح له کميسيون سره په همکارۍ په ښارکې د ځړول شويو اعلانونو د تابلوګانو او د لوحو د څيړنې او څارنې په خاطر کار . 

٥ _  دچاپي رسنيو څارنه :

 د ورحپاڼو  د څيړنې او دعامه اړيکو لوى مديريت .

 _ د چاپي رسنيو د څارنې او څيړنې او تنظيم مديريت دهېواد په مطبوعاتو کې د طرحه شويو نيوکو او ستونزو استخراج او د رسمي ليکونو په ملتيا د چارو مسوولينو ته د هغو د کتنګونو ليږل .

 _ د هېواد په مطبوعاتو کې په خپروشويو حالاتو او انکشاف پورې د اړوندو نظريو وړانديزونو او موضوعګانو د کتنګونوپه ليږلو سره د عامه افکارو او د حالاتو د انکشاف په باب مقاماتوته دمعلوماتو ورکول .

_ دچاپي  په تېره بيا د دولتي رسنيو د ښه والي په خاطر دتجربو تبادله .

 دهمغږۍ د رامنځته کولو او خبر رسولو په موخه د ارتباطاتو تامينول .

 دبهرنيو خپرونو د څيړنې لوى مديريت :

 _ د هغو کتابونو او دچاپ شويو آثارو دڅيړنې په باب د غونډو جوړول چې له بهر څخه وارديږي. دهغو کتابونو او خپرونو د وارديدو د مخنيوي  په موخه چې د ټوليزو رسنيو له قانون او له ملي ګټو سره په مغايرت  کې وي .

 _ د هغو کتابونو او آثارو څارنه چې د حقيقي او حکمي اشخاصو له خوا له رسمي لارو له هېواد څخه بهر ته ليږل کيږي .

 _ اړوندو اشخاصو او مراجعو ته څيړل شويو او نورو خپرونو د بيا ارجاع د رسمي بهير بشپړول .

 _ د کتابونو له واردونکو او صادرونکو سره د اړيکو تامينول.

د هغو کتابونو اومطبوع آثارو د ثبت او راجستر په لاره کې داغيزمن ميکانيزم  جوړول چې په رسمي ډول له اړوندو مراجعو څخه رسيږي.

 

د لوحو د څارنې لوى مديريت :

_  د پردي فرهنګ دخپريدو اوترويج  دمخنيوي په  موخه  په مارکيټونو ، شرکتونو ، پلورنځيو اوپه نورو  برخو کې دلوحو د شمېر تثبيت .

_ دلوحو او د اعلانونو د تابلوګانو دکنترول ، څارنې  او اصلاح په لاره کې  دلوحو  او داعلانونو دتابلوګانو داصلاح له  کميسيون سره دهمغږۍ دغونډو جوړول.

_   دهغو لوحو دخپريدو او ځړولو مخنيوى چې دهېواد له فرهنګ او ژبو سره  مغايرت ولري .

دلوحو او د اعلانونو د تابلوګانو د اصلاح له کميسيون سره يوځاى په ښارکې  دځړول شويو لوحو او د اعلانونو د تابلوګانو څيړنه او څارنه .

_   د ناسمو لوحو او د اعلانونو د تابلوګانو د چاپ دمخنيوي په خاطر د لوحو او د تابلوګانو د اصلاح  له لارښود سره سم  مخکې له مخکې دتدبيرونو دنيولو په لاره کې له اړوندو مراجعو اودلوحو له  جوړونکو سره د اړيکو تامينول.

_  د لوحو  او د اعلانونو دتابلوګانو دښه والي په  خاطر داصلاحي لارښودو ويش.

د رسنيو او موسسو د جواز د ثبت او د صادرولو لوى مديريت

د رسنيو او موسسو د جواز د ثبت او صادرولو لوى مديريت دخپرونو اودعامه اړيکو  په لوى رياست کې يو ډير اغيزمن مديريت دى .

د رسنيو د جواز دثبت اوصادرولو دلوى مديريت تشکيل  عبارت دى له: ٤بست لوى مديريت، د چاپي رسنيو د ثبت  ٥ بست مديريت، د رسانه يي بنسټونو د بست  ٥ بست مديريت، د تصويري او صوتي رسنيو د ثبت ٥ بست مديريت .

د دغه مديريت مهمې دندې: دقانوني پړاوونو د بشپړولو په لاره کې د لازمې زمينې برابرول، د راتلوونکو اجرااتو په لاره کې اړوندو مراجعو ته د برابرو شويو سندونو ليږل  او  دغه راز  دټوليزو رسنيو دقانون او د اړوندې مقررې پربنسټ د جواز د غوښتوونکو دسندونو څيړنه او دتصميم نيولوپه لاره کې دټوليزو رسنيو کميسيون ته دهغو ارجاع چې ددغه کميسيون د موافق نظر له څرګنديدو وروسته د اړتيا وړ جواز د حق التضمين او دحق الامتياز د ورکولو ليک صادريږي.

دغه مديريت ددغو رسنيو او د رسانه يي بنسټونو د فعاليت د جواز په صادرولو  مکلف دى.

د هغو اتلسو ډولونو  جواز ليکونو ويش چې دټوليزو رسنيو د قانون د٢٧مادې  له مخې چې په   ١٣٨٨ هجري لمريز کال کې خپور شوى دى او دحصوصي ټوليزو رسنيو د جوړولو اوفعاليت د څرنګوالي  د مقررې له مخې چې د١٣٩٤ هجري لمريزکال د لړم دمياشتې په  ١٦ نيټه تصويب شوې ده چې موده يې   د دريو کلونو لپاره دحق الامتياز او حق التضمين په ورکولو سره په دې ډول  دي :

١_  ورځپاڼه  _  حق الامتياز ١٠٠٠٠  حق التضمين   ٥٠٠٠٠   

٢_ اوونيزه   _  حق الامتياز ٨٠٠٠  حق التضمين   ٢٠٠٠٠  

٣_  مياشتنۍ _  حق الامتياز ٥٠٠٠  حق التضمين   ١٥٠٠٠   

٤_  مجله   _  حق الامتياز ٥٠٠٠  حق التضمين   ٥٠٠٠ ١  

٥_ فصل نامه  _  حق الامتياز ٥٠٠٠  حق التضمين   ١٥٠٠٠   

٦_  ګاهنامه  _  حق الامتياز ٥٠٠٠  حق التضمين   ١٥٠٠٠   

٧_ کلنۍ  _  حق الامتياز ٥٠٠٠  حق التضمين   ١٠٠٠٠   

٨_  بلوتن  _  حق الامتياز ٥٠٠٠  حق التضمين   ١٥٠٠٠   

٩_  د سايټ له لارې خبري آژانس   _  حق الامتياز ٢٠٠٠٠  حق التضمين   ٥٠٠٠٠٠   

١٠_  ويب سايټ   _  حق الامتياز ٥٠٠٠  حق التضمين   ١٥٠٠٠   

١١_  کيبلي شبکه  _  حق الامتياز ٤٠٠٠٠  حق التضمين   ٢٠٠٠٠٠   

١٢_ فرهنګي مرکز  _  حق الامتياز ٥٠٠٠  حق التضمين   ٢٠٠٠٠   

١٣_  دارالترجمه _  حق الامتياز ١٠٠٠٠  حق التضمين   ٢٥٠٠٠   

١٤_  نشراتي موسسه  _  حق الامتياز ٢٥٠٠٠  حق التضمين   ٢٠٠٠٠٠   

١٥_  د ژورناليزم روزنيز مرکز  _  حق الامتياز ٢٠٠٠٠ حق التضمين   ١٠٠٠٠٠   

١٦_  خبري آژانس   _  حق الامتياز ٢٠٠٠٠  حق التضمين   ٥٠٠٠٠٠   

١٧_  داعلانونو دتبليغاتو شرکت    _  حق الامتياز ٢٥٠٠٠  حق التضمين   ١٥٠٠٠٠   

١٨_ خصوصي مطبعې  _  حق الامتياز ٢٥٠٠٠  حق التضمين   ١٥٠٠٠٠   

١٩_  راډيو   _ 

٢٠_  ټلويزيون   

 

د صوتي او تصويري رسنيو  د څيړنې آمريت:

دغه آمريت خپلې دندې ددندو دلايحې او دهېواد له نافذو قوانينو سره سمې  په صوتي رسنيو د څارنې د لوى مديريت، په تصويري رسنيو د څارنې دلوى مديريت او د سايټونو د څارنې د لوى مديريت په همکارۍ په دې شرحه تر سره کوي:

١_  د ادارې موخو ته د رسيدو په لاره کې د رسنيو په خپرونو د څارنې رياست            له پلان سره سم  د ورځني، مياشتني او کلني پلان برابرول .

٢_  د ټوليزو رسنيو د چارو د بهير د ښه والي په موخه د نشراتي پاليسۍ او مقررو طرحه او انکشاف  .

٣_   د صوتي، تصويري او د انترنتي سايټونو د شبکو د پروګرامونو د ثبت او استخراج په لاره کې د اغيزمن ميکانيزم جوړول او د وزارت مقام او د رسنيو د سرغړونې د څيړنې کميسيون ته د هغو وړاندې کول.

٤_  د نشراتي نواقصو د لرې کولو په موخه  له اړوندو مراجعو ( ملي راډيو ټلويزيون، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د ملي امنيت لوى رياست )  د اړيکو  تامينول.

٥_   د مبتذلو او غيراخلاقي پروګرامونو د پيژندنې په موخه د پروګرامونو او د صوتي او تصويري خپرونو او سايټونو تحليل او څيړنه.

٦_ دټوليزو رسنيو دخپرونو په باب د راتلوونکو اقداماتو په موخه رسانه يي کميسيون ته درپوټونو  او معلوماتو ورکول .

٧_ د خپرونو دکيفيت دښه والي او د رسنيو او وزارت ترمنځ دهمغږۍ د رامنځته کولو په لاره کې له ټولو صوتي او تصويري رسنيو سره دکاري اړيکو تامينول.

٨_ دټوليزو رسنيو دقانون دتطبيق په لاره کې درسنيو مسوولينو ته  دګټورو سلامشورو  ورکول.

٩_   د رسنيو دستاينې او هڅونې په موخه دهغو رسنيو پيژندنه چې زياتره پروګرامونه يې دټوليزو رسنيو له قانون، فرهنګ او شريعت سره سمون ولري  .١٠_  دتصويري شبکوله خوا دسرغړونې دکسټونو دښودلو په لاره کې د رسانه يي سرغړونې دڅيړنې دکميسيون په غونډو کې ګډون .

١١_  دهغو دندو ترسره کول  چې  دقوانينو او د اړوندې ادارې د مقررو  اوهدفونو سره سم د مقاماتو له خوا سپارل کيږي.

د صوتي او تصويري رسنيو د څيړنې ترڅنګ د صوتي اوتصويري رسنيو د جواز د اخيستلو بهير د دغه آمريت په غاړه دى چې د دې کار بهير دغه آمريت             ترسره کوي.

د وزارت مقام ته  د غوښتن ليک وړاندې کول .

د خپرونو د چارو او عامه اړيکو له معينيت څخه  د حکمونو اخيستل.

د صوتي او تصويري رسنيو د څيړنې په آمريت پورې په اړوندې څانګې د خپرونو له رئيس څخه د حکمونو اخيستل .

 په ديتابيس کې درسنۍ دنوم ثبت ا وچک .

د فورمو او د دغې رسنۍ  د اړتياوړ ليست اخيستل.

د پوښتنو د فورمو له ډکولو وروسته فورمې بېرته د رسنيو د څيړنې آمريت ته راوړل کيږي.

 د آمريت د غړو له خوا د سندونو چک .

د هېواد د ملي امنيت لوى رياست او د عوايد لوى رياست ته د ليکونو ليږل.

 د ټوليزو رسنيو کميسيون  ته د سندونو  چمتو کول.

د ټوليزو رسنيو د کميسيون د تائيد اخيستل .

د حق الامتياز او حق التضمين د پيسو دتحويلولو لپاره مالي او اداري رياست

ته د ليک ليږل   .

په پاى کې دمخابراتو  او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته د ليک ليږل .

د فريکانس له اخيستلو وروسته د خپرونو جوازمسوول شخص ته ورکول کيږي  چې دغه آمريت  د څلورو صوتي او تصويري رسنيو ( ټلويزيون ، راډيو، کيبل او ويب سايټ )  جوازليکونه ورکوي.

د رسنيو د جواز له بهير وروسته د رسنيوخپرونې څارل کيږي چې د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د رسنيو د چک په خاطر د خپرونو او عامه اړيکو په رياست کې د مانيتورنګ څانګه جوړه شوې ده .

د سرغړونې او يا د مبتذلو پروګرامونو د خپرولو په صورت کې رسنيو ته رسمي ليک ورکول کيږي.

د ماتم او د نورو رخصتيو د ورځو په باب رسنيو ته د معلوماتو ورکول.

 په خاصو ورځوکې د خاصو پروګرامونو دخپرولو په خاطر  ليک .

د ويب سايټونو او د کيبلي شبکو څارنه .

د رسنيو د ستونزو څيړنه .

د رسنيو د ديتابيس د لوى مديريت په باب معلومات.

لکه څنګه چې لازمه ده او د خپرونو او عامه اړيکو رياست په تشکيل کې د دغه شان څانګې کمښت احساسيږي، له نيکه مرغه په  ١٣٩٣ کال کې د رسنيو د ديتابيس لوى مديريت جوړ شو او دخپرونو د چارو د معينې او د خپرونو د رئيسې له نظريو وروسته د رسنيو د ديتابيس د جوړولو او ډيزاين په باب د لازم  جوړښت او موادو په برخه کې مو وکولاى شول داسې ديتابيس جوړ کړو چې ټولې ضروري او لازمې موضوعاګانې يې په پام کې ونيولې چې ډول ډول امکانات او احصاييې چې ضرورت ورته وي، ولري.

له دې امله  د دغه مديريت ديتابيس ( د رسنيو ديتابيس ) له جوړيدو وروسته  په دې بريالى شوى دى چې تر اوسه پورې په سلوکې ٩٠ ( صوتي، تصويري او چاپي ) رسنۍ ثبې کړي چې له دې جملې څخه .

_  ټلويزيونونه

_  راډيوګانې

_ مجلې

_  ورځپاڼې

_ اوونيزې

_  مياشتنۍ

_   فصلنامې

_ کلنۍ

_  جريدې

_  پنځلس ورځنۍ خپرونې

_ فرهنګي مرکزونه

عامه رسنۍ

_  مطبعې

_ نشراتي موسسې

_ د وژورناليزم روزنيز مرکز

_د اعلانونو او تبليغاتو شرکتونه

_ خبري آژانس

دارالترجمه  ثبتې کړې دي او هر راز احصائيه او معلومات چې وغوښتل شي، لري او د رسنيو د جوړولو په برخه کې د ګډنامه والي مخه نيول شوې او نيول کيږي.

د يادونې وړ بولو دا چې، تر اوسه پورې کابو ١٩٥٠رسنۍ ثبتې او آبډيټ شوې دي.