دوطندارانو خپرونه

د وطندارانو د خپرونو اداره

د وطندارانو د خپرونو اداره چې د هېواد د اساسي قانون دشپږمې ، شپاړلسمې او دوه ويشتمې مادې له حکمونو سره سم چې د هېواد قومونو برابري او د درېمو رسمي  ژبو وده يې د دولت دندې بللې  دي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د محترم مقام له خوا د ١٣٨٤ هجري لمريزکال په وروستيوکې په عملې توګه جوړه او په فعاليت يې پيل وکړ.

 دغه خپرونه په پيل کې د ١٣٨٤ کال د ثور د مياشتې له ١٥ نيټې څخه  د واحدې جريدې په بڼه په پنځو ژبو او شپږو مخونوکې خپره شوه. پنځه ګڼې  يې په همدې ډول خپرې شوې، وروسته  ١٣٨٥ کال  د ثور د مياشتې په لسمه نيټه د څلورو مستقلو او جلا مخونو په لرلوسره پنځو جريدو ته انکشاف ورکړ چې د اوونۍ په پنځو ورځوکې په دغو پنځو ژبو سره خپريده.

د دغې خپرونې لومړى مسوول مدير او رئيس محترم محمدزمان کلماني و چې له پيل څخه د ١٣٩٠ کال  د دويمې ربعې تر پيل پورې دغه کار ته دوام ورکړ  او له هغه وروسته محترم سميع الله تازه، د ١٣٩٠ کال د چنګاښ د مياشتې په شپږمه نيټه د وطندارانو د مسوول مدير او د رئيس په توګه وټاکل شو او تر اوسه پورې دغه کار ته دوام ورکوي.

د وطندارانو جريدو د لوستوونکو په وړانديز او د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د مقام په پاملرنې د ١٣٩٠ کال له پيل څخه دمجلې بڼه غوره کړې وه چې رنګه  او ښکلۍ پشتي لري..

د وطندارانو د خپرونو په اداره کې همدا اوس د هرو پنځو مجلو ازبکي، بلوڅي، پشه يي، ترکمني او نورستاني د آمر او مسوول مدير او مسوولينو په ګدون شل تنه په کار بوخت دي .

پنځه مجلې په دغو پنځو ژبو چې هره يوه يې ٨٠  مخوه لري، مياشت په مياشت  له ستونزو او تخنيکي وسايلو له کمښت سره سره د ٤٢٠٠   ګڼو په ټول تيراژ  سره په منظم ډول خپريږي.

د وطندارانو د مجلو يوه دنده د هېواد د درېمو ژبو وده او انکشاف او په هېواد کې د ميشتو قومونو د فرهنګ، تاريخ  او ژبو معرفي کول دي.

دغه مجلې په سرمقالو او مياشت په مياشت په مهمو پيښو سربېره د دولت د برياليتوبونو، د وسله وال پوځ د ليکو د پياوړتيا او دهېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونوسره د خلکو د ملاتړ، له اداري فساد او نشه يي توکو سره د مبارزې ، د ښځو او ماشومانو د حقوقو په اړوند مقالې او مطالب او فرهنکي، ديني، ادبي، ټولنيزې، تاريخي، روغتيايي، معلوماتي او نورې موضوعګانې په خپلو مخونوکې خپروي او په لوستوونکي يې

 چې دهېواد په شلو ولايتونوکې استوګنه لري، په وړيا ډول وشي.

 د وطندارانو د خپرونو ادارې چې اصلي دنده يې دهېواد په درېو ژبو د مجلو برابرول او چاپول دي، تر اوسه پورې د وسايلو له کمښت او د مناسبو کاري شرايطو له نه شتون سره سره خپلې نشراتي چارې په ښه توګه او له کوم ځنډ اوخنډ پرته ترسره کړې دي او له دې وروسته هم په ښه توګه د خپلوکارونو ترسره کولو ته چمتو ده .

 د يادونې وړ ده چې د وطندارانو د خپرونو ادارې د روان کال د غبرګولي دمياشتې له پيل څخه په  ګجري ژبې د شپږمې مجلې په خپرونو پيل کړى دى چې دا کار يو معقول انکشاف او د درېمو ژبو د ودې د پرمختيا په باب د هېواد د اساسي قانون له حکم سره سم کار دى .

_ عبدالرحمن  صحبت د محمد ايشان زوى د ترکمني مجلې مسوول مدير.

 _ یلدا د عبدالستار لور د بلوڅي مجلې مسووله مديره .

_ پهلوان شاه د اقبال  شاه زوى د پشه يي مجلې مسوول مدير.

_ عبدالرزاق د محمد عمر زوى د نورستاني مجلې مسوول مدير.

_ محمد رفيق د غلام قادر زوى د ازبکي مجلې مسوول مدير .