د اصلاح ورځپاڼه

د اصلاح ورځپاڼې د لومړۍ ځل لپاره د ١٣٠٠ هجري لمريز کال د سلواغې د مياشتې په ٢٩ نېټه چې د ١٩٢١ ميلادي کال د فبروري د مياشتې له ١٨ نېټې سره سمون خوري، د محمدبشير په ليکنې او سردبيرۍ سره په خان آباد ښارکې په خپرونو پيل وکړ.

په دې ورځپاڼه کې له  ١٦ ګڼې وروسته دمدير او سردبير پرځاى يوازې سردبير  او د محمد بشير پرځاى حافظ فيض محمدليکل شوي دي.

په لومړي پړاو کې دغه جريده د نازک شکري رنګه کاغذپرمخ په يوه مخ کې د خان آباد په ډبرينه مطبعه کې خپرېدوه .

د دغې جريدې موضوعګانې سرمقاله، د کورنيو او بهرنيو پيښو په باره کې  مطالب، ادبيات، د مصروفيت لپاره مسايل او علمي مقالې وې.

د اخبار په پورتنۍ برخه کې ليکل شوي وو:

وقت آنست  که خود راهمه ايثار کنيم

پى اصلاح وطن کوشش بسيارکنيم

په هغه وخت کې د اصلاح جريدې خپل زياتره خبري او علمي مطالب د امان افغان له جريدې څخه اقتباس کول.

 د اصلاح خپرونو په خان آبادکې زيات وخت دوام ونه کړ، د اصلاح دويمه دوره په پکتيا کې او دريمه دوره يې په کابل کې پيل شوه.

د اصلاح ورځپاڼې يوه زياته موده د اصلاح ورځپاڼې په نامه خپلو خپرونو ته دوام ورکړ او تر اوسه پورې دوام لري.

 د اصلاح لومړۍ ګڼه د هغې هدف په دې ډول معرفي کوي:

 (١)   د کورنيو پيښو خپرول

(٢)  د بهرنيوپيښو خپرول

(٣)  د دغه ولايت د مامورينو او خلکو د خدمت ستاينه او غندل

(٤)  د معرفت خپرول

(٥)  سوداګري، کرکيله، صنعت او کار او کسب.

که څه هم د اصلاح اوونيزې بشپړې ګڼې په لاس کې نه دي، خو شواهد په دې دلالت کوي چې د اصلاح ورځپاڼې خپرونو په اماني دوره کې دوام درلود، ځکه  د اعليحضرت امان الله د سلطنت له راپرځيدو او قدرت ته د اميرحبيب الله کلکاني له رسيدو سره جوخت د يوشمېر خپرونو نومونه بدل شول. يوه له هغو جريدو څخه چې نوم يې بدل شو، همدغه اصلاح و چې د(  نهضت الحبيب) په نامه خپرېده.

په دې باب ارواښاد مولوي برهان الدين کشککي په حبيب الاسلام اخبارکې په دې اړوند د يو تقريظ په ترڅ کې داسې معلومات ورکړي دي:

( نهضت الحبيب ) هغه لومړى اخبار دى چې د قطغن او بدخشان په مرکزکې  د خان آباد په مقام کې د عليجا  فضايل آګاه، مولوي محمدبشيرخان په قلم په  مناسبه کچه او په سمو اصولو سره په څلورو دولس پونډه مخونوکې په اوونۍ کې يوځل  چاپ او خپرېده .

ارواښاد کشککي د هغې د محتوا په باره کې ليکلي دي: د هغې تر اوومۍ ګڼې پورې مې لوستي دي. ټول د دغه انقلاب د سببونو او علتونوپه باب دي، ښه پيچلى دى او له اسلاميه مرکزي حکومت سره يې عقديت او اخلاص څرګند کړى دى او دغه راز د ځينو لازمو تنقيداتو يې هم مخه نه ده نيولې .

د امير حبيب الله کلکانى په راپرځيدوسره، ( نهضت الحبيب ) لومړى  د ( اتحاد خان آباد ) په نامه او وروسته وروسته د ( اتحادبغلان په نامه ) بدل شو چې تر اوسه پورې دوام لري .

له بلې خوا نادرخان چې په خان آباد کې د اصلاح بنسټ ايښودونکى و، د اصلاح اوونيزې خپرونې يې نږدې په کټ مټ مشخصاتو سره د١٣٠٨ هجري لمريز کال د زمري د مياشتې په  ١٤ نيټه دسه شنبې په ورځ  دمحمدنوروزخان په سردبيرۍ د ځاځيو د علي خيلو په ناحيه کې پيل کړ او دا په حقيقت کې د هغه اصلاح دوام دى چې په خان آباد کې خپرېده  

د اصلاح جريدې د دويمې دورې له ١٣ ګڼې وروسته د ( ١٣٠٨ ) کال د مرغومي د مياشتې په ١٧ نېټه ) د اتحاد مشرقي جريدې پخوانى مدير محمدامين خوږياڼى د اصلاح جريدې د مدير او سر محرر په توګه  وټاکل شو.

له پنځلسمې ګڼې وروسته ( د ١٣٠٨ کال د سلواغې د مياشتې په دريمه نېټه  ) د اصلاح جريدې په اوونۍ کې دوه ځلې خپرونې پيل کړې، له دغې ګڼې وروسته جريدې انتقادي روح پيدا کړ  او اصلاحي ليکنې زياتې پکې خپريدې.

د دويم کال له لومړۍ ګڼې څخه د(  ١٣٠٩  کال د زمري دمياشتې په  ١٨ نېټه ) د اصلاح جريده دمجلې په بڼه په اتو مخونوکې او وروسته په  ١٢ مخونوکې  چاپ شوه.

اصلاح د مجلې په ډول د دريم کال تر پيل پورې (١٣١٠ کال  د زمري د مياشتې ١٤) دوام وکړ.

له  ٥٧ ګڼې وروسته د اصلاح جريدې مديريت برهان الدين کشککي ته وسپارل شو. د برهان الدين کشککي د مديريت له دورې وروسته د اصلاح جريده له څلورمې ګڼې وروسته په ورځپاڼې بدله شوه.

د اصلاح ورځپاڼې له دغې نېټې څخه وروسته په سترې کچې سره په دوو مخونوکې د ورځپاڼې په توګه په خپرونو لاس پورې کړ.

 په دې دوره کې اصلاح د معنوي کيفيت او د مضمونونو د ښکلا او د ګټورو اصلاحي او ټولنيزو مطالبو له پلوه جدي دريځ غوره کړه.

يوبل کار چې په  ١٣١٧  کال کې  وشو، د نړيوالو ورځپاڼو په معياري سايز د اصلاح د کچې ستروالى و .

مضمونونه د ورځپاڼه ليکنې او د ژورناليستکي اساساتو له نويو معيارونوسره سم طبقه بندي شول او هر مضمون ته د هغه د ماهيت له مخې، خاصوستون تخصيص کړاى شو. د اصلاح ورځپاڼه په  ١٣١٨ کال کې مصوره شوه، سياسي موضوعګانې په نوې بڼه لوستوونکو ته وړاندې شوې .

په  ځانګړو ځايونوکې د ادب په چوکاټ کې سيمه ييز او انتقادي مشغولوونکي لنډ داستانونه ځاى کړاى شول. خبرونه په يو ستون کې په دري  ژبه او په مقابل ستون کې ژباړه يې په پښتو ژبه خپاره شول. د لومړي ځل لپاره د هېواد د مرکز او لايتونو د تودوخې درجې او موظف درملتونونه پکې خپارل شول.

په ١٣١٩ کال کې عبدالرحمن پژواک د برهان الدين کشککي پرځاى د اصلاح ورځپانې د مسوول  مدير په توګه وټاکل شو .

د عبدالرحمن پژواک د مسوول مديريت په دوره کې د اصلاح ورځپاڼه ښکلې شوه او مرغوبې کليشې يې پيدا کړې او په ښه صحافت سره خپل کار ته دوام  ورکړ.

 د ورځپاڼې په پورتنۍ برخه کې د عنوان په دواړو خواووکې يولړ وجيزې او د ورځپاڼې مهم عنوانونه خپريدل. د ورځپاڼې اداره د نجات مينار له واټ څخه مطبعي ته څېرمه ودانۍ ته وليږدول شوه. د ورځپاڼې پښتو برخې ته زياته پاملرنه وشوه او سرمقالې زياتره د هېواد د پيژندل شويو ليکوالانو له خوا په فارسي- دري او پښتو ژبو ليکل کيدې .

 په همدې کال کې (د١٣١٩ د زمري ١٣) د ورځپاڼې اندازه سملاسي او له پخوانۍ خبرتيا پرته کوچنۍ شوه او د ورځپاڼې مدير عبدالرحمن پژواک  د هماغې ورځې په سرمقاله کې له دغه کار څخه داسې بخښنه وغوښتله: د يو کال او څو مياشتو په بهيرکې چې په لويديځ کې جګړه دوام لري، هغه هېوادونه او ملتونه چې له جګړې څخه لرې پراته دي، هم له اغيزې لرې نه دي پاتې. د اصلاح ورځپاڼه هم مجبوره شوه هغه پيسې چې د نړۍ مطبوعاتو واخستې، په غاړه واخلي. که څه هم زموږ ورځپانه کوچنۍ شوه، خو تر هماغه ځايه چې امکان يې درلود، د نورو مضمونونو له کوچني کولو څخه ډډه وکړو.

 د ١٣٢٠ کال د چنګاښ د مياشتې په لسمه نېټه محمد قدير تره کى د عبدالرحمن پژواک پرځاى د اصلاح ورځپاڼې د مسوول مدير په توګه وټاکل شو. . تر هغه وخته د نړيوالې جګړې اغيزې د نړۍ په مطبوعاتوموجودې وې، په لرې او نږدې هېوادونو د ژورناليستي فعاليتونو ساحه يې محدوده کړې وه. د طباعتي موادو نه رسيدل و اغيزې د ژورناليستانو کار سخت کړى و.

 د اصلاح ورځپاڼه هم خپلې سختې ورځې تېرولې، له هيڅ نظره پکې پرمختيا او ښه والي نه ليدل کيده، آن د ١٣٢٠ کال د مرغومي د مياشتې له ٢٣ نېټې را پديخوا د اصلاح ورځپاڼه له پخواني څلورو مخونو څخه دوو مخونو ته تنزيل وکړ. په همدې ارتباط محمد قدير تره کى د اصلاح په سرمقاله کې داسې وليکل: لکه څنګه چې د دغې کورګډې جګړې ناوړې اغيزې د نړيوال ژوندانه په ټولو برخوکې رامنځته شوې، په مطبوعاتوکې هم ليدل کيږي. آن تر دې پورې چې د ټولو پرمختللو هېوادونو چې په خپله د کاغذ او د نورو طباعتي توکو کارخانې لري، څو برابره لږه شوې ده. زموږ وروستۍ چاره دا ده چې د اصلاح ورځپاڼې پاڼې او مخونه لږ کړو او د څلورو مخونو پرځاى له همدې ګڼې وروسته  دوه مخونه خپاره کړو .

د اصلاح ورځپاڼه له هغې نېټې وروسته په دوومخونوکې خپرېده او په محدودو ستونونوکې يې له جګړو، ډار اچوونکو پيښو او د ډاروونکو وسلو د اختراعاتو او د مبارزاتو او د استعمارګرانو له وژنې او لوټولو او څو کورنيو خبرونو او اعلانونو  نور څه نه لوستل کيدل .

  د١٣٢٤ کال د تلې د مياشتې له ١٦ نېټې وروسته د نړۍ حالات مخ په ښه والي شول او هغه خنډونه چې د نړيوالې سوداګرۍ په وړاندې رامنځته شوي وو،  ورو ورو لرې شول. يوځل بيا د اصلاح ورځپاڼه په لويه کچه او څلورمخونو کې لوستوونکو ته وړاندې شوه . سياسي، اقتصادي،  زراعتي، اختراعات او پرمختيايي موضوعګانې په پراخ ډول خپريدل .

 د ١٣٢٨ د مرغومي په ٢٨ نېټه محمد حسن فيروز د اصلاح د مدير په توګه وټاکل شو. په دې دوره کې هم د اصلاح ورځپاڼې کارکوونکو هلې ځلې وکړې چې ورځپاڼې ته د پخواني دريځ او تګلاري په ساتلو سره نوې موضوع ورکړي.

 تشويقي ستونونه د هغو ځوانانو روزنې ته چې د ليکوالي تمرين يې کاوه، رامنځته شول او د اخبار زياتره برخه هغه مضمونونه ونيوله چې له بهرنيو  منابعو څخه ژباړل کيدل. د ١٣٢٩ کال د ثور له ٢٤ ګڼې وروسته د اصلاح ورځپاڼې د لومړي مخ خبرونه په فارسي- دري او پښتو ژبو خپريدل، په پښتو ژبه تعديل شول. د ١٣٣٠ کال د ثور  له نهمې وروسته ټول اعلانونه په پښتو ژبه خپاره شول .

 د١٣٣٠کال د غبرګولي په نهمه نېټه د اصلاح ورځپاڼې چارې په محترم عبدالصبور خان نسمي پورې مربوطې شوې. محترم نسيمي په خپله لومړۍ سرمقاله کې وليکل: د زرګونو ټولنيزو وسايلو او تدبيرونو په لړکې چې سنجول شوي او سنجول کيږي، زما په باور له ټولو اغيزمن، منطقي هماغه د ملي اتفاق او يو والي د بنسټ ټينګښت دى، هر اقدام او عمل چې ملي وحدت ګډوډ کړي، ټولنه د بې اتفاقۍ په لور راکاږي. زموږ په نظر له دې څخه لويه کناه، نور نشته. د ټولنيزو قواوو انډول او تعادل چې د هېواد او ملت د ژوند بقا د هغه نتيجه ده، هغه وخت رامنځته کيږي چې د تفريط او افراط او د وچو تعصباتو او بنسټپالنې مخه ونيول شي.

 په دې دوره کې له افاقي معلوماتو او بهرنيو پيښو سره موازي د هېواد کورنيو پيښو او موضوعګانو هم په پام کې نيول کيدلې او د نړيوالو سياسي جريانونو ترڅنګ سيمه ييز خبرونه په پراخ ډول خپاره شول .

 د ١٣٣٢ کال د وري په نهمه د اصلاح ورځپاڼې مديريت قيام الدين خادم ته وسپارل شو. قيام الدين خادم د ورځپاڼې د متانت د ساتنې لپاره زياتې هلې ځلې وکړې. سرمقالې زياتره په پښتو ژبه خپرې شوې، آفاقي معلومات زيات خپاره شول .

د١٣٣٣ کال د ثور په لومړۍ نېټه د اصلاح ورځپاڼې مديريت  د لمتد موسسې په ډول شو او مسوول مدير يې محمد علم غواص وټاکل شو. محمد علم خواص او د ورځپاڼې نورو کارکوونکو په دې پړاوکې هلې ځلې وکړې. د ورځپاڼې  د صحافت په برخه کې زياتې هلې ځلې وکړې، د پاڼو، د مضمونونو متن په غوره ډول رامنځته شو، ذوقي داستانونه او موضوعګانې زياتې شوې.

د ١٣٣٥کال د لړم په څلورمه نېټه د اصلاح ورځپاڼې مسووليت محمد ابراهيم صفا ته ورکړ شو. محمد ابراهيم صفا د خپل مسووليت په لومړي پړاوکې د اصلاح سرمقاله له لومړي مخ څخه د دويم مخ لومړي ستون ته وليږدوله او دهغې پرځاى يې (شما و علم تان) تر عنوان لاندې نوى ستون پرانست او هلې ځلې وکړې چې په دې ستون کې علمي تعريفات او مصطلحات د علومو د مينه والو مطالعې ته وړاندې کړي. په دې دوره کې زياتې علمي موضوعګانې له ورځپاڼې څخه خپريدې.

 د ١٣٣٥ کال د وږي په  ٢٩ مه محمد ابراهيم عباسي خپله لومړۍ سر مقاله په پښتو ژبه خپره کړه. دغه شخص هلې ځلې وکړې چې د اصلاح ورځپاڼې کارکوونکي په دغه موضوع متمرکز کړي چې ورځپاڼه له کتابي ډول څخه وباسي او هغه د يوې رښتينې ورځپاڼې په توګه رامنځته کړي چې بريالى هم شو. په دې دوره کې د اصلاح ټول مضمونونه له بهرنيو منابعوڅخه ژباړل کيدل  او دغه راز مستند رپوټونه هم په زياته اندازه خپريدل. په دې دوره کې په اصلاح ورځپاڼه کې ځانګړي مشخصات کيدل .

 د اصلاح ورځپاڼه په ١٣٥٢ کا ل د دموکراسۍ د لسيزې د وروستي  صدر اعظم موسى شفيق په دوره  کې د انيس له ورځپاڼې سره  مدغم شو او د اصلاح-انيس د ورځپاڼې په نامه يې خبرونو ته دوام ورکړ. خو واک ته د خلکو د دموکراتيګ ګوند په رسيدو سره د اصلاح ورځپاڼېخپرونې بندې شوې او د انيس ورځپاڼه د اصلاح له پيوند پرته خپل فعاليت ته دوام ورکړ .

 په ١٣٨١ کال کې د اصلاح ورځپاڼه له ٢٤ کلنې دورې وروسته يو ځل بيا فعاله شوه چې د اصلاح د خپرونو څلورمه دوره ده.

 په ١٣٨١ کال کې محمد ولي زلمي د ورځپاڼې مسووليت په غاړه واخست. له هغه وروسته ډاکتر شمس الحق آريانفر، توريالى ځاځى، محمد زمان کلماني په ترتيب سره د اصلاح ورځپاڼې د مسوولو مديرانو په توګه وټاکل شول.

 د اصلاح ورځپاڼه اوس د دادمحمد عنابي په مسوول مديريت او د نجيب الله پاينده په سکرتريت سره د شمس الحق آريانفر په مشرۍ د دولتي ورځپاڼو د لوى رياست تر نظر لاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې خپرونو ته دوام ورکوي .

د اصلاح ورځپاڼې نوې رهبري له دووکلونو راپديخوا زياتې هلې ځلې کړې دي چې د ورځپاڼې په ډول او محتوا کې لازم بدلونونه رامنځته کړي چې تر زياتې اندازې بريالي شوي هم دي .

 د ورځپاڼې محتوا او پاڼې تر زياتې اندازې پورې ښه شوې او د ورځپاڼې  د ليکلو لارې چارې هم ښه شوې دي. د اصلاح ورځپاڼه په وروستيو يو يا دووکلونوکې هلې ځلې کړې دي د معلوماتي او ذوقي مطالبو پرځاى تودې سياسي، اقتصادي، ټولنيزې او فرهنګي موضوعګانې خپرې کړي چې لوستوونکي د ورځې په تودو پيښو خبر شي .

 د اصلاح ورځپاڼه تر زياتې اندازې هلې ځلې کړې دي چې د وسله والو مخالفينو او د نړيوالو  ډار اچوونکو په وړاندې د افغانستان د مشروع نظام د حقانيت دفاع وکړي او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د حکومت د سياستونو  په چوکاټ کې  د هېواد د ملي ګټو د ملاتړ په لاره کې  خپلو خبرونو ته دوام ورکړي .

 د اصلاح ورځپاڼه د ١٣٠٠کال هجري لمريز کال د سلواغې په ٢٩ نېټه په خپرونو پيل وکړ. څلور نشراتي دورې لري او په دغو څلورو دوروکې دغوکسانو د اصلاح مديريت کړى دى .

 لومړۍ دوره١٣٠٠ – ١٣٠٧ مسوول مديران :

١٣٠٠_ محمد بشير _ ١٣٠١ حافظ  فيض محمد

 

 دويمه دوره _  ١٣٠٨ مسوول مدير محمد نوروزخان

 درېمه دوره-  ١٣٠٨ _ ١٣٥٧ مسوول مديران :

 محمد امين خوږياڼى ١٣٠٨ د مرغومي مياشت

 برهان الدين کشککي ١٣١١

 عبدالرحمن پژواک  ١٣١٩

 محمد قدير تره کى  ١٣٢٠

محمد محسن فيروز _ ١٣٢٨

 عبدالصبور نسيمي _  ١٣٢٠

 قيام الدين خادم _ ١٣٣٢

 محمد علم غواص _ ١٣٣٣

 محمد ابراهيم صفا_ ١٣٣٦

 محمد ابراهيم عباسي _ ١٣٣٦

 

 څلورمه دوره _ ١٣٨١ مسوول مديران:

 محمد ولي زلمي – ١٣٨١

 ډاکتر شمس الحق آريانفر _ ١٣٨٤

 توريالي ځاځي   ١٣٨٧

 محمد زمان کلماني ١٣٩١

 داد محمد عنابي  ١٣٩٢