د هیواد ورځپاڼه

د هیواد ورځپاڼې تاريخي خپرنيز بهير

د هیواد ملي ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمريز كال كې رامنځ ته شوه.. كله ،چې په دغه كال په پغمان كې د پښتنو او بلوڅو د پيوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ كې نمانځل كېده ،نو پرېكړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم  را منځته شي .

د دې تاريخې  اوملي ورځپاڼې بنسټ اېښودونكي عبدالرؤف بينوا ويلي: (( كله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ كېښود ،زوى مې پيداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم كېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدير دوطن تكړه ليكوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سليمي وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل رياست له خوا په دغې مهمه دنده وټاكل شو...په هغه وخت كې د هېواد ورځپاڼې كليشه په سره رنګ چاپېده .

 هېواد ورځپاڼه د خپل تاريخ په لومړيو وختونوكې د اوونيزې په توګه په اوونۍ كې يوځل خپرېدله چې ليكنې اومطالب يې د پښتنو اوبلوڅو د خود اراديت دحق د نهضت په هكله وو. 

   ورپسې غلام رحمان جرار ، غلام جيلاني جلالي ،محمد يونس مراد ، عبدالرؤف ټټراوعبدالشكور بيكس هريو په خپل وارسره د دې ورځپاڼې د مسوولو مديرانو په توګه خپل تاريخي رسالت ترسره كړى او د ورځپاڼې د پرمختګ او د چارو په تنظيم اوښه والي كې يې خپل ملي مسووليتونه ادا كړي دي .

  په ۱۳۳۸  لمريزكال كې ښاغلى محمد شاه ارشاد د دغې درنې ورځپاڼې د مسوول مدير په توګه وټاكل شو .ارواښاد محمد شاه ارشاد ديني عالم او د معاصرې پوهې لرونكى او د ملي او نړيوالو پېښو او تحولاتوپه برخه كې له پراخې او هراړخيزې مطالعې څخه برخمن شخصيت و او همدا رنګه  د پښتنو دقومي اواتنيكى جوړ ښتونو په اړه يې هم تاريخي مطالعه درلوده، نوله دې امله په دغه مهال هېواد ورځپاڼه نوره هم ښه وځلېده او دلوستونكو په زړونو كې يې ځانګړى ځاى وموند.

            له ښاغلي محمد شاه ارشاد څخه وروسته ارواښاد مولانا قيام الدين خادم پر دغې دندې وګومارل شو . نوموړي خپله دنده تر۱۳۴۵ لمريز كال پورې په ډېره ښه توګه سرته ورسوله .دمولانا قيام الدين خادم په وخت كې د هېواد ورځپاڼې په خپرونو كې لوى بدلون رامنځ ته شو. 

           ښاغلي قيام الدين خادم ،چې د شعر اوادب لوړ استعداد درلود، نوځكه يې د خپل لوړ استعداد او د افغانانو د ملي وحدت د ټينګښت او د  ځانځانۍ او ځان غوښتنې د افكارو دپلويانو دغندلو په موخه په  هېواد ورځپاڼه كې (( د مطبوعاتو ځانځاني)) ترعنوان لاندې په زړه پورې مقاله وليكله چې د مركز اكثرو ورځپاڼو استقبال كړه اوپه زړه پورې مطالب يې پرې وليكل چې د اتفاق او اتحاد  ژور پيغام په كې پروت و..

 ورپسې له معمول سره سم د دولتي څوكيو د ادلون بدلون له مخې ډېر مشهور ليكوالان او شخصيتونه د هېواد ورځپاڼې د رييسانو په توګه پر دندو وګمارل شول.   د۱۳۵۷ لمريزكال دثور له كودتاوروسته د مجاهدينو تر راتګه پورې عبدالله بختانى خدمتګار ، محمد ولي زلمى، امين افغانپور او سيد حميدالله روغ د هېواد ورځپاڼې د مسوولو مديرانو په توګه پر دندو وګمارل شول.

 په۱۳۷۱ لمريزكال كې ښاغلى اجرالدين اقباال اوبيا وروسته عبدالوكيل عمري او د طالبانو په راتګ سره عبدالحنان همت د هېواد ورځپاڼې دمسوول مدير په حيث وټاكل شول .له ښاغلي همت څخه وروسته ملا اسدالله حنيفي او بيا ملا عبدالرحيم ثاقب ته دادنده وسپارل شوه.    د طالبانو د نظام له ړنګېدو څخه وروسته د ښاغلي حامد كرزي په مشرۍ دلنډ مهالې ادارې او حكومت په راتلو سره ښاغلى اجرالدين اقباال بيا د هېواد ورځپاڼې رييس اومسوول مديرشو. 

   د۱۳۸۴ لمريزكال د ثور له مياشتې راپه دې خوا ارواښاد ښاغلى توريالى ځاځى د هېواد ورځپاڼې درييس اومسوول مديرپه حيث وټاكل شو اوله هغه څخه را وروسته نجيب الله شينواري دغه دنده ترسره كړې ده او بيا وروسته زلمى مايار د هېواد ورځپاڼې درييس اومسوول مدير په توګه دنده اجراكړه، خو په ۱۳۹۱لمريز كال د اداري اصلاحاتو له خوا د هېواد ورځپاڼې د آمريت او مسوول مديريت بست آزادې سيالۍ ته وړاندې شو او د هغه وخت د هېواد ورځپاڼې مسوول سكرټر احمد زلمى شهباز دغه مهم بست ته كامياب شو او د ۱۳۹۱لمريز كال د ليندۍ له ۱۴مې را په دې خوا د دې ورځپاڼې د آمر او مسوول مدير په توګه دا درنه دنده پر مخ وړي.