دکابل ټايمز ور ځپاڼه

دکابل ټايمز ور ځپاڼه په انګليسي ژبه دافغانستان يوه معتبره خپرونه ده  اوله افغانستان څخه دنړۍ په لور يوه دريڅه ده .

دکابل ټايمز ورځپاڼې د ١٩٦٢ ميلادي کال دفبروري دمياشتې په  ٢٧ نېټه  د محمدظاهرشاه د سلطنت په دوران کې د صدر اعظم سردارمحمدداوودخان په لارښونه په فعاليت پيل وکړ

ددغې ورځپانې لومړۍ مسوول مدير صباح الدين کشککي و. دکابل ټايمز ورځپاڼه په هغه وخت کې په پنځو ستونونوکې د جريدې په ډول په اوونۍ کې   درې ځلې خپريده. له څه مودې وروسته دکابل ټايمز په ورځپاڼې بدله شوه او د باخترآژانس په چوکاټ کې د تصدۍ په توګه خپل فعاليت ته دوام ورکړ.

 له يوې مودې وروسته  دسيدخليل په نامه يو شخص دکابل ټايمز ورځپاڼې د مسوول مدير په توګه وټاکل شو. ده له انګليسي ژبې سره بلدتيا لرله او د مخابراتو انجنير و او د مطبوعاتو په باره کې يې کافي معلومات نلرل، خو مجرب و او مسلکي کارکوونکو د چارو په پرمخ بيولوکې له ده سره همکاري کوله .

 محمد شفيع  راحل  چې د ژورناليزم په څانګه  کې يې له امريکا څخه ماستري لرله، په  ١٩٦٥  ميلادي کال کې د کابل ټايمز ورځپاڼې رئيس يا مسوول مدير شو او تر ١٩٧٤ کال پورې  ددغې خپرونې  د رئيس په توګه پاتې شو.

په  ١٩٧٥ کال  کې محترم نورمحمد رحيمي چې په امريکا يې د ژورناليزم په څانګه کې يې زده کړه کړې وه دکابل ټايمز رئيس وټاکل شو.

په  ١٩٧٨ کال کې له  کمونيستي کودتا وروسته محترم محمدکاظم آهنګ  چې د کابل پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي استاد و ، د کابل ټايمز د رئيس په توګه وټاکل شو.

په افغانستان د شوروي د سره پوځ په يرغل سره د کابل ټايمز ورځپاڼې نوم په کابل نيو ټايمز بدل شو.

د سره پوځ د شتون په کلونو کې دغو اشخاصو  د کابل ټايمز ورځپاڼه مديريت کړه: محمد اعظم رهنورد، برنا آصفي، رحيم رفعت، عبدالعزيز دانشيار، قدوس لمر او محمدقبول.

د ډاکتر نجيب الله د حکومت په وروستيو وختوکې دصديق رهپور، عبدالغفور شکوري او علي ګل پيوند په ګډون نورو اشخاصو د کابل ټايمز ورځپاڼې د مسوولو مديرانو په توګه د دغې ورځپاڼې د چارو اداره  په غاړه لرله  .

په هېوادکې د کمونستي رژيم په راپرځيدو او دمجاهدينو په رامنځته کيدو سره په هېوادکې يو بل بدلون رامنځته شو چې په دې موده کې د کابل ټايمز ورځپاڼې فعاليت ديوې مودې لپاره وځنډيد او وروسته يې په اوونۍ کې يو ځل  خپلو خپرونو ته دوام ورکړ چې په هغه وخت کې يوه مطبوعاتي څېره  عبدالصبور رحيل د دغې  ورځپاڼې  د مسوول  مدير په توګه وټاکل شو.

څرنګه چې مطبعه په چاريکارو ښارکې وه، په دغه ځاى کې چاپ او خپريده.

د مجاهدينو له راپرځيدو او د طالبانو د دورې له رامنځته کيدو وروسته دغه اشخاص د کابل ټايمز مسوول مديران وو:

عيسي خان، عنايت الله کاکا زاده او سهيل شاهين.

د طالبانو په راپرځيدو او دلنډمهال حکومت په رامنځته کيدو سره دکابل ټايمز

ورځپاڼې خپريدل د دريم ځل لپاره يوه موده وځنډيده او دغه راز د١٣٨١ هجري لمريز کال د وري په مياشت کې په اوونۍکې يو ځل خپلې خپرونې پيل کړې چې په هغه وخت کې شعيب شريفي د ورځپاڼې د سرپرست په توګه د رسانه يي فعاليتونو چارې څارلې .

وروسته په  ١٣٨٢ کال کې کابل ټايمز په اوونۍکې درې ځلې په خپرونو پيل وکړ، د١٣٨٥ کال  د وري دمياشتې په ١٩ نېټه کابل ټايمز په ورځپاڼې بدل شو او تر اوسه پورې يې خپلو خپرونو ته دوام ورکړى دى.

په ١٣٨١ کال  کې د هېواد يو تکړه ليکوال او ژورناليست عبدالحق واله  د دغې ورځپانې د مسوول مدير په توګه وټاکل شو او شپږ کاله يې دغې دندې ته دوام ورکړ.

د عبدالحق واله له مړينې وروسته ډاکتر محمدظاهرصديق د ژورناليزم د برخې يو ډاکتر له ١٣٨٧کال څخه تر ١٣٨٩ کال پورې د کابل ټايمز ورځپاڼې مسوول مدير و.

د ١٣٩٠ کال د وري په مياشت کې شفيق احمدزى د کابل ټايمز ورځپاڼې د مسوول مدير په توګه وټاکل شو او د ١٣٩٢ کال د چنګاښ تر مياشتې پورې يې په دې ورځپاڼه کې خپل مسووليت ته دوام ورکړ.

د  ١٣٩٢ کال د چنګاښ  له مياشتې څخه د همدې حال  د سلواغې ترمياشتې پورې  نجيبې مرام چې پخوا د دغې ورځپاڼې د معاونيت مسووليت درلود، دغه ورځپاڼه سرپرستي کړه.

 په ١٣٩٣ کال کې حميدالله عارفي د کابل ټايمز ورځپانې د مسوول مدير په توګه وټاکل شو چې تر اوسه پورې خپلې دندې ته دوام ورکوي   .

دغه ورځپاڼه اوس خپل ٦٤ نشراتي کال تيروي.