دکمکيانوانيس

 دانيس کودک  يا دکمکيانوانيس په ١٣٤٨ کال کې دلمر دمياشنى ،  او دکهول  دمجلې په ګډون له نورو  نويو خپرونو سره جوخت دهېواد دمطبوعاتو په اسمان کې  وځليد .

لمر، کهول او دکمکيانوانيس  په وخت کې رامنځه ته شول چې ډاکتر محمود حبيبي دوخت داطلاعاتو او کلتور  دوزير په توګه وټاکل شو ، له دغو مجلو مخکې يواځې دژوندون مجلې دډيرې لرغونې مجلې په توګه له  ١٣٢٧ کال څخه خپرونې کولې چې وروسته وروسته له بده مرغه  له خپرونو پاتې شو . دکمکيانوانيس  هغه لومړى مجله وه چې ماشومانو يې اختصاص درلود او دژوند مجلې تر څنګ چې کورنى وه دټولو کورنيو روزنه  ،پالنه او بوختياوې يې ترپوښښ لاندې نيولې .

  دکمکيانو انيس دانيس دنشراتي موسسې په چوکاټ کې هغه وخت فعال شو چې دارواښاد استاد محمد شفيق رهګذر  ددغې نشراتي موسس درييس په توګه دنده ترسره کوله .

 له ١٣٤٤ څخه تر ١٣٤٨ کلونو پورې دانيس دپنجشنبې په پاڼو کې يوه پاڼه دماشومانو لپاره دانيس تر کليشې لاندې خپريده  په  ١٣٤٨ کال کې تصميم ونيول شو چې ماشومانو ته دکمکيانو انيس په نامه يوه مجله چاپ شي .

 رهګذر دلومړى ځل لپاره دکمکيانوانيس بڼې  او محتواپه طرحې اوجوړښت لاس پورې کړ او دخپلې نشراتي برخې همکارانو ته  چې دګوټو په شمار و و وويل: دکمکيانوانيس  بايد په کوچني نامه  اوله ارمان څخه لرې ونه بولوو .

  دغه خپرونه به يو داسي ستورې وي چې  په راتلونکي کې يولړارزښتونه روښانه وي  که چيرې  دهغه مسووليت په احساس  سره چې ديوبادرکه ژورناليست  ته لازم دى په دې لاره کې په دقيق سره ګاموانه اوچت نکړو،هرومرو به دتاريخ  په کرداب کې له مواخذې سره مخامخ شو. 

 دکمکيانوانيس دمجلې  لومړى مجله دښاغلي محمد طاهر بې ريا  په مسوول مديريت په  ١٣٤٨ کال کې چاپ شو .

 ښاغلي جلال نوراين له  ١٣٥٤ څخه تر ١٣٥٦ کال پورې دمجلې  مسوول مدير و چې وروسته ميرمن ناديه دهغه ځاى ونيوه .

 دثور له کودتا  وروسته دکمکيانو انيس دمجلې  خپرونې بندې شوې او ماشومانو دپيش آهنګ  په نامه او ځوانانو ته ددرفش  جوانان په نامه خپرونې دځوانانو دسازمان له خوا دهغه ځاى ونيوه .

  په ١٣٦٤ کال کې کله چې جلال نوراني دانيس رييس و، دکمکيانو انيس بيا احيا شوچې٢٨ تنه تشکيل يې  درلود او مديريت يې مهدي بشير او مرستيال يې نادره عبدالله په غاړه درلوده .

 وروسته دغو شخصيتونو دکمکيانوانيس  درييس مديريت وکړ ، اصفه مهر ، همايون اعتمادي ، طيبه سهيلا ، حليم قدرت ، عزيز فرزان ، مولوي ربيع الله فاروقي ، قاري محب الله شريف او خليل فخري .

 مجله په اوونيز ډول خپريده .

 په ١٣٨١ کال کې دکمکيانوانيس مسوول مديريت محمد يعقوب  کوهکن په غاړه واخست .

 د١٣٩٠ کال دوري دمياشتې له لومړى نيټې څخه تصميم ونيول شو چې په هرو پنځلسوورځو کې يوځل  خپره  شي او دهغه دپاڼو شمير څه ناڅه ٣٢ پاڼې نيسي .