ددولتي ورځپاڼو رياست

ددولتي ورځپاڼو رياست دلومړى ځل لپاره په ١٣٩١ کال داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په تشکيل کې جوړ شو مخکې له دې هره دولتي ورځپاڼه دخپلواکو رياستونو په ټوګه فعاليت کاوه .

 ددولتي ورځپاڼو رياست دخپل تشکيل په پيل کې پنځه ورځپاڼې او يوه مجله  په دې ډول وې  ، دانيس ورځپاڼه ، داصلاح ورځپاڼه  ، دهېواد ورځپاڼه ، دکابل تايمز  ورځپاڼه ، دوطندارانو ورځپاڼه  او دکمکيانو انيس مجله .

 په ١٣٩٥ کال کې دنوي  طرحې له مخې، دوطندارانو ورځپاڼه دوطندارانو په مجله بدله شوه .

د ١٣٩٥ کال له پيل څخه هره مياشت دوطندارانو  مجله په پنځوژبوازبکي ، ترکمني ، بلوڅي ،  پشه يي او دنورستاني  خپريږي .

 ددولتي ورځپاڼو لومړى رييس ډاکتر شمس الحق اريانفر  د ١٣٩١ کال  دزمري دمياشتې  په  ١٤ نيټه داداري اصلاحاتو دکميسيون د رقابتي ازموينې له لارې وټاکل شو چې تراوسه پورې په خدمت بوخت دى.

 دورځپاڼو درياست تشکيل  ١٧٣ تنه دي چې په اتو برخو،دانيس امريت ،  دهېواد امريت ، داصلاح آمريت ، کابل ټايمز امريت ، وطندارنو امريت ، افغان اعلانات ، دکمکيانو انيس او دويب پاڼې  په برخه کې فعاليت کوي .

لاس ته راوړنې

 دهمدې مودې په بهير کې دورځپاڼو رياست له کمي او کيفي پلوه  دښو اطلاع رسونې په لاره کې  ددولتي ورځپاڼو دودې په  خاطر دغه طرحې او پروګرامونه اجرا کړي دي .

 ١_  په لومړي ګام کې په خپل وخت داطلاع رسونې او دهېواد والو داطلاع  رسونې دسالمې تغديې  په خاطر دورځپاڼو رياست تصميم ونيوه،  ورځپاڼې  په لږ وخت  کې د هېواد لرو پرتو سيمو ته ورسوي .

په دې ډول يې پنځو زونونو ته ددولتي رسنيو دليږدونې قراردادونه له خصوصي ترانسپورت سره لاسليک شو .

  _ ختيځ زون :  دننګرهار ، لغمان ، کونړ او دنورستان ولايتونه .

 _  جنوب زون : دلوګر  ، پکتيا ، پکتيکا ، او دخوست ولايتونه

 _ شمال زون :  سمنګانو ، بلخ ، جوزجان ، فارياب او دسرپل ولايتونه .

 _ شمال ختيځ زون : د بغلان ، کندز ، تخار او دبدخشان ولايتونه .

  _ مرکزي زون :  دپروان ، کاپيسا  او دپنجشير ولايتونه

 ددغه پروګرام په اجرا کيدو سره ورځپاڼې سهار ددغو ولايتونو په لور د لومړي موټر په روانيدو سره ليږدول کيدې چې دسهار له اتو بجو  څخه تر دوو يا دريو بجو پورې دولتي ورځپاڼې دغو ولايتونو ته رسيدې .  دهېواد نورو ولايتونو ته دپخوا په شان رسنۍ د مخابراتو دپست له لارې دوام لري . دغه پروګرام ډير اغيزمن و خو له يونيم کال وروسته دبودجې دنشتوالې  له امله ودرول شو .

  ٢_  له يوخيل والي څخه د خلاصون په مقصد چې دهېواد ، انيس او داصلاح  دريو ورځپاڼې مکلفې  دي چې ټول دولتي خبرونه تر پوښښ لاندې ونيسي ، تصميم ونيول شو دغه درې ورځپاڼې په دريو  برخو کې خپرونې وکړي .

انيس سياسي ورځپانه وي ، او زياتره په سياسي مسئلو تمرکز وکړي .

 هېواد اقتصادي ورځپاڼه وي او زياتره اقتصادي خبرونه اوبرياليتونه  خپاره کړي .

  اصلاح ټولنيزه  او فرهنګي ورځپاڼه وي او په فرهنګي _ ټولنيزو اوکورنيو  مسئلو خپرونې وکړي .

  ٣_  دولايتونو داطلاعاتو اوفرهنګ رييسان په ١٣٩٢کال کې په يوکاري پروګرام کې کابل ته راوبلل شول چې ددريو ورځو لپاره داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په تالار کې  ورکشاپ کې ګډون وکړي .

 په دې  موده کې دولايتونو له رييسانو سره  په ډله  ييږ ډول خبرې وشوې  او دمرکز له رسنيو  دولايتونو داطلاعاتو او فرهنګ درياستونو  دهمکارۍ په برخه کې  يوه طرحه چمتو او دوى ته وسپارل شوه چې دهغه له مخې  دخبرونو ، رپوټونو ، مرکو ، دعلمي او فرهنګي شخصيتونو ، دمعرفي کولو ، دولايتونو دګرځندوى  دجاذبو او دولايتونو دنورو مشخصاتو په معرفي کولو له  دولتي  ورځپاڼو  سره همکاري  وکړي چې له دې لارې  دهېواد په ګوټ ګوټ کې دخلکو او رسنيو پيوند زيات ټينګ شو .

٤_   درسنيو دظرفيتونو دلوړولو لپاره روزنيز پروګرامونه  ترسره شول ، دعکاسي ، په مطبوعاتو کې  دليکوالۍ ،  د رپوټ مرکې او خبر دبرابرولو  په برخو کې ورکشاپونه  جوړ شول چې په هره دوره کې دورځپاڼو  ديرشو تنو  کارکوونکو پکې ګډون وکړ .

  ٥_  دڅه ناڅه دوو دولتي ورځپاڼو دسراسري کولو په خاطر  چې هره يوه  په ورځ  کې دشلو زرو په تيراژ  خپرې شي يوه يوه طرحه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او جمهوري رياست ته وړاندې شوه . په دې طرحه کې  اټکل شوى دى  چې ددغې طرحې په اجرا کيدو سره دلومړى ځل لپاره افغانستان دسيمې دپرمختللو هېوادونو په شان دسراسري ورځپاڼې  خاوند کيږي .

  ٦_  په رسنيو کې  ديو خيل ليکلو په لاره کې دمطبوعاتي ليکنې لارښود چمتو  او دليکوالانو او دورځپاڼو دکارکوونکو په واک کې ورکړ شو.

٧_  دهېواد دمروجو  ژبو فرهنګ او ادب ته دخدمت په لاره کې تصميم ونيول شو، د وطندارانو  ورځپاڼه په پنځو خپلواکو مجلو بدله شي  د ١٣٩٥ کال دوري له مياشتې  څخه په ازبکي ، ترکمني ،  بلوڅي  ، پشه يي او نورستاني ژبو دوطندارانو  دمجلو خپرول  په مستقل ډول په  مياشت کې يوځل پيل شو چې هرکال په هره ژبه به دولس مجلې خپرې شي ،  چې دهېواد دمهمو پيښو دمنعکس کولو تر څنګ به دهېواد دميشتو ورونو قومونو دمادي او معنوي تاريخي ، فرهنګي او فلکلور  دمعرفي کولو وسيله وي .

  ٨ _  دلومړي ځل   لپاره ددولتي ورځپاڼو  سايت طرحه او جوړ شو چې اوس دهېواد ، انيس ، اصلاح  او دکابل ټايمز  او دوطندارانو مجلې په ازبکي ،  ترکمني ،بلوڅي ، پشه يي او په نورستاني ژبو او دکمکيانو انيس ددولتي ورځپاڼو  دسايت له لارې په دې پته کولاي شي  ترلاسه اومطالعه کړي

www.dailies.gov.af  .

 ٩ _   په دې موده کې   ددغې ادارې  شل  تنه کارکوونکي دزده کړې  په مقصد دهند ، چين او  دکوريا هېوادونو ته سفر کړي دي . 

 ١٠_ورځپاڼو چې داعلانونو دخپرونو اجازه نه درلود اوس د اعلانونو په خپرولو سره او دحق الامتياز  له پلوه عوايد په کال کې تر ديرشو مليونو پورې رسولې دي .

 ١١_  دورځپاڼو  رياست يوه طرحه هم وړاندې کړه . ده په دې طرحه کې ويل شوي دي که چيرې دورحپاڼو  دلګښت لپاره  دورځپاڼو له عوايدو څخه په سلوکې  له پنځوسو څخه داستفادې  په باب دجمهوري رياست حکم موجود وي کيداي شي  دشلو زرو په تيراژ سراسري ورځپاڼې په وړيا ډول دولت ته خپرې شي .

 ١٢_  دورحپاڼو  په رياست کې داصلاحاتو ريفورم په بشپړ ډول تطبيق شوى دى .

 ١٣_  له اوږدو کلونو وروسته دورځپاڼو تخنيکي  سمبالول دلومړى ځل لپاره په ١٣٩٥ کال کې ترسره شو او ورځپاڼې  يوڅه سمبالې شوې .