نشراتی معینیت

د اطلاعات او فرهنګ وزارت د نشراتو د معین ژوندلیک

سید آقا حسین فاضل سانچارکي د الحاج سید غلام رضا حسیني زوی، په (۱۳۳۸ل.) کال د سرپل ولایت د سانچارک به اولسوالي کي زېږېدلی دئ. لومړنۍ زده کړي ئې په خپله سیمه کي کړي دي او په افغانستان کي د داخلي تحولاتو په وخت کي ایران ته مهاجر سوی دئ او هلته ئې د انساني علومو په برخه کي تحصل کړی دئ.

ښاغلي سانچارکي د زده کړي تر څنګ د غربت په دیار کي د قلم له لاري  د پردیو په مقابل کي په جهاد کي برخه اخیستې ده او په دې اړه ئې ډېري مقالې لیکلي دي، چي د پردیو په مقابل کي ئې د ځوانانو د روحيې په لوړولو کي لويه ونډه اخیستې ده.

د دې ترڅنګ ښاغلي سانچارکي د یوې ډلي افغان روشنفکرانو سره په ګډه د (کانون مهاجر) په نامه یو فرهنګي مرکز هم تاسیس کړ، چي له دې لاري ئې خپل فعالیتونه د افغانستان د معرفۍ او معنوي سرمایې په اړه د یوې اوونیزي له لاري، چي (پیام مهاجر) نومېدل چاپول او همدارنګه ئې د تاریخ او فرهنګ په اړه کتابونه چاپول او علمي-فرهنګي کنفرانسونه ئې جوړول.  

ښاغلي سانچارکي د مهاجرت په وخت کي، که هغه د داخلي جنګ وختي وې او که د صلحي وخت وو، ځان ئې د فرهنګي څهرې او قلموال په توګه مطرح کړی دئ او د لیکنو له لاري ئې د افغانانو په منځ کي د وحدت او یوالي په برخه کي خورا ښه رول لوبلی دئ. ښاغلی سانچارکي په ایران کي د مهاجرت پر وخت د (کانون مهاجر) فرهنګي مرکز په جوړولو او (پیام مهاجر) پر اوونیزي سربېره ئې د نورو تاثیر ګذارو مجلو او خپرونو سره هم قلمي همکاري کوله، چي له هغو څخه ئې (حبل الله) مجله یادولای شو او همدارنګه ئې ښاغلي سانچارکي د ورځپاني د لیکوال به حیث په مختلفو رسنیو کي د نطاق، لیکوال او برنامو د تهیه کوونکي په صفت کار کړی دئ.

په رسنیو کي د کار کولو ښاغلي سانچارکي ته ښه زمینه مساعده کړه، چي له سیاسي، فرهنګي شخصیتونو، شاعرانو، د فکر خاوندانو او ادبیانو مهاجرینو سره اشنا شي او بېلابېل پروګرامونه د مختلفو موضوعاتو اړوند د هغوی سره په ګډه جوړ کړي.

نوموړی په (۱۳۷۳ل.) کال بیرته هیواد ته راستون شو او د هیواد شمال ته ولاړی او د (۱۳۷۶ل.) کال تر پایه د حزب وحدت اسلامي د دفتر رئیس وو او په شمال کي ئې وظیفه وه او د دغه وخت په جریاناتو کي ئې مهم رول ولوباوه.

د (۱۳۷۷ل.) کال په اوایلو کي چي په مزار شریف کي بې نظمۍ او بې بندو بارۍ وې، د ځینو مخالفتونو په سبب ئې مزار شریف پرېښود او د ځینو روشنفکرانو او لیکوالو سره په ګډه ئې یو فرهنګي مرکز د (موسسه فرهنګي- سیاسي امین) په نامه جوړ کړ او دغه مرکز یوه،  یو میاشتنۍ خپرونه د (امین) نامه خپرول او تر (۱۳۷۹ل.) پوري د دې میاشتنۍ مسوول مدیر وو او په یاد مرکز کي تر یوه کال وروسته د ځینو مالي مشکیلاتو په سبب هالنډ هیواد ته مهاجر شو او تر (۱۳۸۲ل.) کال پوري هلته مهاجر وو.

د فاضل سانچارکي فعالیتونه په (۱۳۸۲ل.) کال کي د اروپا څخه تر راتګ وروسته:

1.     د مهر فرهنګي مرکز جوړول او د بهار مجلې نشرول.

2.     د اقتدار ملي اوونیزي خپرول له ۱۳۸۲ څخه تر ۱۳۸۴ل. کال پوري.

3.     د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین

4.     د ورځپاڼه لیکوونکو د ملي اتحادیې رئیس او د انټرنیوز موسسې مطبوعاتي مشاور

5.     د سید مصطفی کاظمي تر شهادت وروسته د ملي جبهې ویاند له (۱۳۸۶ تر ۱۳۸۹ل.) کال پوري.

6.     د رسنیو د کمېټې رئیس او د ډاکټر عبدالله عبدالله او ملي ایتلاف د کمپیان ویاند (۱۳۸۹ تر ۱۳۹۳ل.)

7.     د اجرائیه ریاست فرهنګي مشاور

8.     اوس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین

د فاضل سانچارکی چاپي آثار:

1.       قطره در دریا، د بیت الله شریفي د سفر یاداښتونه او خاطرات

2.       فرهنګ و رسانه، په افغانستان کي د فرهنګ د وضعیت او رسنیو په اړه،

3.       ستیغ حماسه ها، د جهاد او مقاومت د وخت یاداښتونه

4.       از قلمرو امیر تا سرزمین ملکه، د لندن سفرنامه

5.     موانع پیش حکومت کارآمد در افغانستان با تاکید بر دور سوم انتخابات ریاست جمهوری ( پایان نامه کارشناسی ارشد علوم سیاسی در دانشگاه آزاد، در دست نشر) 

6.     په سلګونو مقالې چي په بېلابېلو رسنیو کی چاپ شوي دي.

تحصیلات:

1.     دیني علوم تر عالي سطحي پوري

2.     د مرکز جهاني المصطفی څخه په د علومو او اسلامي معارف په برخه کي لیسانس

3.     په سياسي علومو کي ماستري