د دفتر ریاست

 د ریاست دفتر، د وزارت د مقام د مهمو او کلیدي ریاستونو څخه دئ او وظایف ئې په لاندي ډول دي.

د وزیر د ملاقاتونو ترتیب او تنظیم، په مجالسو کي ګډون او یاداښت اخیستل، د وزارت مقام د هدایاتو او احکامو اخیستل، د مکتوبو او پیشنهادونو ترتیب او د وزارت د احکامو ثبت.

·        د مکتبونو او د ج.ا.ا د کابینې او وزیرانو د شورا د مصوبو اخیسل او د وزارت مقام تر هدایت وروسته مربوطو ادارو ته د هغو تکثیر. د وزارت مقام د احکامو تر اخیستلو وروسته د پیشنهادونو او عرایضو ثبت، د جمهوري ریاست عالي مقام ته، د احکامو اخستلو له پاره د پیشنهادونو لېږل او د هغو استول مربطو ادارو ته. د مکتبونو تکثیر دولتي او غیري دولتي ادارو ته.

·        خارجي مېلمو ته ښه راغلاست او هرکلی ویل، د وزارت مقام د جلسو تنظیم او ترتیب. له لوړو عالي رتبه دولتي او غیر دولتي اشخاصو سره د وزارت مقام د تلیفوني اړیکو تنظیم، په مرکز او ولایاتو کي او همدارنګه د وزارت مقام د یاداښتونو او هدایاتو تنظیم.

·        د ټولو هغو تر لاسه شویو غوښتنلیکونو او مکاتیبو اجرا کول،  چي د اطلاعات او فرهنګ وزارت د (۳۳) ولایتي ریاستونو څخه راغلي وي او د هغوی لېږل عمومي ریاستونو ته  فیډبک له پاره.

·        د ولایاتو څخه د تر لاسه شویو راپورونو تحلیل او تجزیه او د هغوی وړاندي کول اړوندو ریاستونو ته د هغوی د مشکلاتو د رفعي له پاره.

·        د لارښودنو، پالیسیو، پلانونو، ستراتیژیو او وزارت مقام د هدایاتو استول د ولایاتو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو ته.

·        د ولایاتو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو تر منځ هماهنګي او ارتباطات قایمول.

·        د ولایاتو د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاستو او مرکزي دفتر د ریاستونو تر منځ هماهنګي او ارتباطات ایجادول.

·        د تر لاس لاندي کارکوونکو د کارونو څارنه او مراقبت د کارونو د ښه تنظیم او انسجام له پاره.

·        ولایتونو ته سفرونه کول، د مرکزي او ولایتي ادارو تر منځ د کارونو د هماهنګي له پاره.

·        ولایتي واحدونو ته لازمي مشورې ورکول، د هغوی متوقع غوښتنو ته د رسېدولو له پاره.

·        د دولتي او غیري دولتي ارګانونو د مجالسو، محالفو، سیمینارونو، ورکشاپونو او کنفرانسونو ترتیب او تنظیم.

·        د کارونو د ښه اجرا او انسجام له پاره داخلي او خارجي ژورنالیستانو نظارت، کنترول او د هغوی له پاره د پېژندني کاروټونه توزیع کول.

·        د فرهنګي، سیاسي، اجتماعي مرکزونو، سمعي او بصري رسنیو سره ارتباطات قایمول کنفرانسونو ته د رابللو له پاره.

·        د کنفرانسونو، سیمینارونو او محافلو په اړه رسنیو او فرهنګي نهادونو ته معلومات او اطلاع ورکول.

·        په اطلاعات و فرهنګ وزارت پوري د ټولو اړوندو مکتوبونو اخیستل او لېږل، ټولو مربوطو ادارو، دولتي او غیري دولتي ارګانونو ته.


د دفتر ریاست رئیس: عبدالحامد رسولي

د تلیقو شمېره: (020212825  ) (0704015282)

ایمیل آدرس :  momarzwak@moic.gov.af