د نارنج د تپې تاریخي ساحه

هغه معبد یا ساحه چي اوس د پنجه شاه د زیارت تر څنګ یا د بالاحصار او قلعه حشمت خان تر منځ واقع دئ. دغه نوم د سیمي د خلکو تر منځ د تپه نارنج په نامه مشهوره دئ. په (۱۳۹۳ل.)  کال کي د سیمي د خلکو یو کس د خپل شخصي جوړولو پر وخت له یوه زاړه دېوال سره مخامخ شو او د دغه موضوع په اړه د لرغونپوهني ریاست خبر ورکړل شو او  د لرغونپوهنی ریاست مسلکي هیئت ساحې ته ولېږئ او تر پلټني وروسته تصمیم ونیول شو، چي د کور د جوړولو کار دي ودرول شي. تر هغه وروسته تصمیم ونیول شو، چي په ساحه کي دي کیندني ترسره شي.

د نارنج تپه شرقاً او غرباً پرته ده. اوږدوالی ئې تر ۱۴ زون پوري ۳۰۰ مترو ته رسېږي او عرض ئې په ځینو ځایونو کي تر ۱۸۰ مترو پوري رسېږي. د پنجه شاه زیارت تر څنګ، د زنبورک د غره په لمنه کي او د حشمت خان قول د شمال و طرف ته موقعیت لري. د معبد د جوړېدو پر وخت دغه ساختمان په آب ایستاده پوري مربوط وو، چي اوس په حشمت خان قول مشهور دئ مربوط دئ.

په یاده سیمه کي د  ۱۳۸۳ل. څخه د ۱۳۹۰ل. کال پوري یوولس دورې د لرغونپوهني د ریاست له خوا د یوه افغان لرغنپوه ظفر پيمان په همکاري چي په فرانسه کي اوسي قانوني کیدني وشوې او په نتیجه کي یو بواديي معبد چي په پنځمه او شپږمه (د یفتالیانو دوره) ميلادي پېړۍ پوري  اړه لري کشف شو. په دغه کیندونو کي (۴۹) منقول آثار، چي په هغه کي د ګچي مجسمو سرونه، ګلي استوپې او د انسان د بدن د اعضاوو د مجسمو د پارچو مختلفي نوعي او سایزونه پیدا سول او تر ثبت او سجل وروسته رسما ملي موزیم ته انتقال شول او غیري منقول آثار ئې چي په هغه کي مرکزي استوپې، نذري استوپې، مجسمې، د راهیبانو اطاقونه او آتشکدې دي، د غیر منقول موزیم په حیث ئې په یاده ساحه کي د لرغونپوهني د ریاست له خوا ساتنه کېږي.