د شهدای صالحین د قول توت لرغونې ساحه

د شهدای صالحین د  قول توت لرغونې ساحه، د زنبورک د غره په شرقي لمنو کي موقعیت لري. د شمال او جنوب له خوا څخه د اوبو د قول او اوسېدنی له کورنو او د شرق له خوا ئې تقریبا (۹۰۰) متره ساحه احتوا کړې ده. د وزارت مقام په جریان کي دئ، چي د دې ساحې مقدماتي سروې لومړي ځل په (۲۰۰۲م.) کال چي له (۱۳۸۱ل.) سره سمون لري ترسره شوه او له (۱۳۹۲ل.) کال څخه تر (۱۳۹۵ل.) کال پوري په فرانسه کي د مېشت افغان لرغونپوه ظفر پیمان له خوا د لرغونپوهني د ریاست د نماینده ګانو په حضور کي شپږ ځله کیندني پکښي ترسره شوې او منقول آثار ئې ملي موزیم ته انتقال شول.

د  هغو مشاهداتو او ارزونو پر اساس چي د شهدای صالحین د قول توت په لرغونې ساحه کي تر سره شوي دي، یو شمېر منقول او غیري منقول آثار لکه ځیني ګلي مجسمې او ساختمانونه ئې چي په ۶-۷-۸-۹-۱۳-۱۵ شمېره اتاقونو کي ساتل کېږي او مناسب حالت کي دي.

پاته غیر منقول آثار ئې لکه: دیوالونه، زینې او کشف شوي ستوپې د باران او واوري څخه د ساتني په خاطر ئې د اوس له پاره چاره شوې ده، خو د اوږد مهال له پاره باید د دغه تاریخي با ارزښته ځایونو د طبیعي افتونو څخه د ساتني غم ئې وخوړل شي. د دغه غیري منقول موزیم ساتنه ډېره ضروري ګڼل کېږي، له یوې خوا به د دغه منقولو او غیري منقولو آثارو ساحه په ښه ډول ساتل شوې وي او له بلي خوا  به داخلي او خارجي توریستانو  او سیاحانو ته د لیدني له پاره ذمینه مساعده شوې وي.