حسينه صافۍ: اساسي قانون د نظام سرخط دى او د هغه رعايتول زموږ د ټولو ملي وجيبه ده

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې صافۍ نن په هغې غونډه کې چې د اساسي قانون د اوونۍ د نمانځنې په خاطر جوړه شوې وه، وويل: «اساسي قانون د نظام سرخط دى او د هغه رعايتول زموږ د ټولو ملي وجيبه ده .»
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې:
په دې غونډه کې چې ددغه وزارت د معينانو، سلاکارانو، رئيسانو او د بېلابېلو څانګو د کارکوونکو په ګډون جوړه شوه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې په خپلو لنډو خبرو کې زياتره د اساسي قانون په هغو مادو اړيکه ونيوله چې په دغه وزارت پورې اړه لري.
دې د اساسي قانون ١٦، ٣٤، ٤٠ او ٢٢ مادې ته په اشارې سره وويل چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په هېواد کې د مروجو ژبو د پياوړتيا لپاره يو کميسيون موظف کړى دى ترڅو د هېواد د مروجو ژبو د پياوړتيا لپاره يوه جامع او هر اړخیزه طرحه برابره او او پړاوونه يې بشپړ کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د اساسي قانون ٣٤ مادې ته په اشارې سره وويل: اساسي قانون د بيان آزادۍ له تعرض څخه مصونه کړې ده.
حسينې صافۍ د اساسي قانون د ٤٧ مادې په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل: د دغې مادې محتوا زياتره د دغه وزارت په کار او دندو پورې اړه لري .
حسينې صافۍ په خپلو خبرو کې دغه راز د اساسي قانون د ٢٢ مادې په هکله اړيکه ونيوله او ويې ويل: ددغې مادې پراساس دافغانستان ټول اتباع ښځې او نارينه يو شان حقوق او وجايب لري .

د دې دڅرګندونو له مخې: موږ او تاسو ټول بايد هلې ځلې وکړو د اساسي قانون نورمحتويات چې په بېلابېلو برخو کې زموږ له رسمي دندو او يا په مجزا توګه  د ژوندانه په ټولو برخو کې ارتباط لري، رعايت او درناوى وکړو.
په همدې ترتيب د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنرمعين پوهاند محمدرسول باوري داساسي قانون دتطبيق په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې  په قوانينوکې ستونزې نشته، خو د هغو په تطبيق کې ستونزه شتون لري .
د ده دڅرګندونو له مخېة په هغه ځاى کې چې ستونزه موجوده وي، اساسي قانون ته پاملرنه نه ده شوې، په داسې حال کې چې ټول داساسي قانون د تطبيق په خاطر کارکوو.
د اساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې دخپلواک کميسيون استازي لطيف الله رحيمي په خپلو خبرو کې په ټولنيز ژوندانه کې د اساسي قانون په ارزښت رڼاو اچوله او ويې ويل چې اساسي قانون کل دى چې د ټولني اساس او محور جوړوي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت حقوقي سلاکار دلاور نذير زوى هم داساسي قانون  حقوقي اړخونو ته اشاره وکړه او ويې ويل: بايد ټول د اساسي قانون دتطبيق په خاطر سره يو موټى شو.
دهېواد اساسي قانون ١٢ فصلونه او ١٦٢ مادې لري چې د ١٣٨٢ کال د سلواغې د مياشتې په ٦مه نېټه دهېواد دپخواني جمهوررئيس حامدکرزي له خوا توشيح او نافذ شو.    
پاى \ذکرالله  \