اعلاميـــه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلامیه!
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ملي وثیقې ( اساسي قانون) د اوونۍ د نمانځلو  په درشل کې یو، نو په کار ده چې د افغانستان هر وګړی ددې قانون له ټولو حکمونو څخه خبر وي.
ددې اوونۍ د نمانځلو لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یومنظم کاري پلان دعامه پوهاوي په اړه ترتیب کړی اوهمدارنګه یې په اساسي قانون د څار کمیسیون ته هم استولی دی.
لکه څرنګه چې د دې پلان ټول تمرکز په عامه پوهاوي دی نو د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له ټولوخصوصي او دولتي رسنېو څخه په خورا درنښت هیله کوي چې د دې اوونۍ په ترڅ کې د عامه پوهاوي ځانګړي پروګرامونه خپاره کړي، څو د دې ملي وثیقې په اړه درانه هېوادوال غوره پوهاوی ترلاسه کړي او تاسو درنو رسنېوهم خپله ملي او افغاني دنده ترسره کړې وي. 
پاى \ذکرالله