حسينې ساپۍ د راتلوونکي کال د نوروز لرغوني جشن په ښې نمانځنې ټينګار وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ نن د١٣٩٨ کال د نوروز لرغوني جشن د جوړولو د ملي کميسيون غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: دغه غونډه د دولتي او غير دولتي اړوندو بنسټونو د رييسانو او استازو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې خبرې وکړې او ويې ويل چې د نوروز لرغوني جشن د جوړولو د کميسيون غونډه، د راتلوونکي کال د نوروز لرغوني جشن د لا ښې نمانځنې په مقصد د دولتي او غير دولتي اړوندو بنسټونو ترمنځ د لازمو تياريو د همغږۍ په مقصد جوړه شوې ده.
دغه راز په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خلکو د فرهنګ رييسې محبوبې بابکرخيل وويل چې د تېر نوروز جشن له تجربو څخه په استفادې سره هلې ځلې کيږي چې د راتلوونکي کال د نوروز جشن په ډير پرتم سره ونمانځل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ډاکتر طارق رشاد هم د ١٣٩٨ کال د نوروز  لرغوني جشن د داخلي کمېټې د غونډو د پريکړو رپوټ وړاندې کړ .
دغه راز د دغې غونډې برخه والو د نوروز لرغوني جشن د ښې نمانځنې په لاره کې خپلې نظريې، پيشنهادونه او طرحې وړاندې کړې او هم د خپلو بنسټونو د تياریو رپوټ د کميسيون له غړو سره شريک کړ.
د غونډې په پاى کې حسينې ساپۍ ټينګار وکړ: د اړوندو بنسټونو په همغږۍ او همکارۍ، پرله پسې هلې ځلې وشي چې د راتلوونکي کال د نوروز لرغونى جشن په ښه ډول ونمانځل شي.
پاى \ج\ ذ