حسينه صافۍ: اطلاع رسونه د دقت په محور څرخي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې صافۍ نن د آزادو خبريالانو او د آزادو شبکو په ملي غونډه کې وويل: «اطلاع رسونه د دقت په محور څرخي.»
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د آزادو خبريالانو او د ټولنيزو شبکو ملي غونډه د آزادو رسنيو د استازو په ګډون د جمهوري رياست د دفتر د خاص واحد له خوا جوړه شوه.
د دغې غونډې په پيل کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کميسيون رييس او په هېواد کې د بيان آزادۍ سفير نادر نادري خبرې وکړې او ويې ويل چې د بيان آزادي داسې يو ارزښت دى چې په آسانۍ سره نه دې ترلاسه شوې. 
د ده د څرګندونوله مخې: د افغانستان حکومت بايد د بيان آزادۍ ساتنه او ملاتړ وکړي. ده په ټينګار سره وويل چې غير مسوولانه اطلاع رسونه د بيان آزادۍ د غلط اثبات زمينه ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې صافۍ په لڼډو خبرو کې د رسنيو له کارکوونکو څخه وغوښتل چې د اطلاع رسونې په لاره کې دې لازم دقت وکړي. 
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې د څرګندونو له مخې: په ټولنيزو شبکو کې زياتره کاذب اطلاعات د ټولنې رواني امنيت ته زيان رسوي .
دې وويل: « په اطلاع رسونه کې دقت، صحت او سرعت محور دى.»
په همدې حال کې د جمهور رييس د وياند مرستيال شاه حسين مرتضوي هم خبرې وکړې او ويې ويل چې په ولايتونوکې د خبريالانو د ستونزو او چلنجونو څیړنه له اصلي دندو څخه ده. 
ده اطلاعاتو ته لاسرسی د دموکراسۍ اساسي بنسټ وباله او ويې ويل چې د اطلاع رسونې په لاره کې پاملرنه او دقت زيات ارزښت لري.
د جمهور رييس د وياند مرستيال ټولنيزو شبکو ته د انتقاد ګوته ونيوله او ويې ويل  چې زياتره دغه رسنۍ په کاذبو اطلاعاتو ډډه لګوي.
  په همدې ترتيب اطلاعاتو ته د لاسرسي د کميسيون رييس عين الدين بهادري او د (نی) موسسې رييس مجيب خلوتګر هم د اطلاع رسونې په بېلابېلو موضوعګانو هر اړخيزې خبرې وکړې.
  ختم_ ج _ اکرم