درسنيو عالي شورا درسنيودپاليسۍ دبشپړولو په باب خبرې وکړې

درسنيو دعالي شورا  غونډه نن د اطلاعلاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرستې  حسينې صافۍ په مشرۍ  جوړه شوه.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ په دې غونډه کې درسنيو دپاليسۍ دبشپړولو او څلورو نورو مواردو په باب خبرې اترې وشوې .
د شورا غړو ددغو مواردو له څيړنې وروسته دهر مورد په باب خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل او لازمې پريکړې وشوې.
دغه راز حسينې صافۍ درسنيو دپاليسۍ دبشپړولو دبهير په  ګړنديتوب ټينګاروکړ او 
د شورا له غړو څخه يې وغوښتل چې دشورا په غونډو کې په فعال ډول  ګډون
وکړي.         پاى \ج\ ذ