حسينه صافۍ : سلاکاران دچارو په ښه والي کې ارزښتناک رول لري .

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينې صافۍ نن ددغه وزارت له سلاکارانو سره په غونډه کې دچاروپه ښه والي کې دهغوى رول اغيزمن او ارزښتناک وباله . دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې غونډه کې چې داطلاعاتواو فرهنګ وزارت دبېلابېلو برخو دسلاکارانو په شتون جوړه شوه ، دسلاکارانو ددندو دلايحې په پام کې نيولو سره دهغوى ددرې مياشتني ، شپږ مياشتني او کلني کاري پلان دبرابرولو په اړند ، خبرې وشوې . دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ و زارت سرپرستې څرګنده کړه چې په بنسټونو کې سلاکاران داړتيا له مخې استتخدامېږي . او دهغوى اغيزمن کړه وړه په بنسټونو کې دکاري چارودښه والي سبب کېږي دې زياته کړه چې په هرو دريو مياشت کې به ددغه وزارت له سلاکارانو سره غونډه جوړه شي او دهغوى دکړو وړو او اجرااتو رپوټ به واوريدل شي . دغه راز په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دبېلابېلو برخو سلاکارانو خپلې يولړ غوښتنې، طرحې او وړانديزونه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له سرپرستې سره شريک کړل حسينې صافۍ ددغه وزارت دسلاکارانو رول دچارو په ښه والي کې ارزښتناک او اغيزمن وباله او ټينګار يې وکړچې دهغوى کړه وړه بايد دپروګرامونو پربنسټ منظم وي . ختم_ ف _ اکرم